څیړنه: چاکلیټ د روغتیا پټه خزانه ده


د چاکلیټ خوړلو شوقیان یوازې ماشومان نه وي بلکې اکثره مشران هم چاکلیټ خوښوي چې ځینې بیا د ناروغیو څخه د ویرې له امله يي نه استعمالوي. خو په برتانيه کې شوې نوې څیړنه د چاکلیټ استعمالول توصیه کوي. دغې څیړنې ثابته کړې چې چاکلیټ له خپل خوند څخه زیاتې روغتیايي گټې لري.

ځینې خلک فکر کوي چې سپین چاکلیټ له بورې څخه جوړ شوی؛ نو ځکه به د انسان روغتیا ته زیان رسوي خو باید وویل شي چې تیز رنگ لرونکي چاکلیټونه بیا روغتیا ته زیان نه رسوي.

تیز او نصواري رنگه چاکلیټونه د خولې خوند برابرولو سربیره انسان له ډیرو ناروغیو هم ژغوري. دغه خواړه انسان د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوونکي عناصر تولیدوي.

چاکلیټ کې موجود کوکاو، پوتاشیم، اوسپنه، زینک او مگنیزیم مواد د انسان عصبي سیسټم پیاوړي کولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

دغه چاکلیټونو تر ټولو غوره گټه دا ده چې د انسان په بدن کې د غیر ضروري او مضر کولیسټرول په له منځه وړلو کې مهم رول لوبوي او په بدن کې ضروري کولیسټرول زیاتوي.

له پورتنیو گټو سربیره د نصواري رنگه چاکلیټونو بله غوره ځانگړنه دا ده چې د وینې فشار نورماله ساتي او له لوړیدو او ټیټیدو مخه يي نیسي. چاکلیټ په بدن کې پولي فینول نومې مواد زیاتوي کوم چې په وینه کې د اکسیجن مقدار زیاتوي.

د چاکلیټ له استعمال سره ذهن ارامیږي او انسان د تازه گۍ احساس کوي. چاکلیټ به مو له ذهني فشار څخه ژغورلو سربیره د زړه له ډیرو ناروغیو هم وژغوري. چاکلیټ استعمال سره په زړه کې د وینې جریان زیاتیږي کوم چې د شریانونو منجمد کیدو مخه نیسي.

یادونه:

كُلُواْ وَاشْرَبُواْ وَلاَ تُسْرِفُواْ

باید په یاد ولرئ چې د هر څه خاصه اندازه استعمال بدن ته گټه رسوي چې زیاته او کمه اندازه يي انسان په مختلفو ناروغیو اخته کوي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب