څېرې کیدونکې یا چاودېدونکې ځمکه | قرآن علمي اعجاز

(قسم) په چاودیدونکې ځمکې (الطارق ۱۲).
د “صدع” کلمه دچاودیدلو څیرې کیدلو، اوبېلېدلو په ماناده دالله سوګند په دې موضوع دهغه اهمیت جوتوی. په   ۱۹۴۵-۱۹۴۶  کلونو کې پوهان دسمندرونو تل ته دڅیړنو لپاره ورغلل . یوه مهمه مسأله چې ددې څېړنو په ترڅ کې وموندل شوه دځمکې چاودلی جوړښت وو. دځمکې ډبرین قشر دسترو چاودو له لارې  چې لسګونه زره کیلومتره اوږدوالی لری ټوټه ټوټه کېږی . دغه چاودونه له شمال نه دسویل لوری ته اوله ختیز نه لویدیز لوری ته ادامه لری. پوهان په دې هم پوه شول چې  په سمندرونو کې ددغو ټوټو لاندې دمګما Magma پنډوالی سل نه  تر یوسلوپنځوسو کیلومترو پوری رسېږی.

ددې چاودوله کبله لاوا دبحرونو مخ ته وځې ، اوپه دې ترتیب یوه زیاته اندازه تودوخه له لاسه ورکوی او د سمندری غرونو دډبرو ټوټې هم جوړیږی.  که ځمکې دغه جوړښتونه نه درلودلای ټوله تودوخه به دځمکې دمخی له لاری ضایع شوی نه وای اوپه پایله کې به د ډیرې تودوخې له کبله دځمکې پر سر ژوند  ناممکنه وای.
دداسې یوې مغلقې مسألې توضیح چې په نوې تکنالوژی سره مطالعه شوې څوارلس پیړی مخکی په قرآن کې بیان شوې. چې داهم دقرآن یوه معجزه بللی شو.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب