څېړنه :چاغښت او خواشينۍ څه تړاوسره لري؟

د چاغښت او خواشينۍ د تړاو په اړوند پخوانۍ څيړنې هم ټينګار کوي او په ټوليزه توګه ليدل کيږي چې ډيري چاغ کسان خواشيني لري اوله ډير وزن څخه سر ټکوي او چاغيږي او جالبه دا چې ډيرى  خواشيني کسان وايي چې له ډوډۍ خوړلو وروسته لازامښ مومي او همدا دليل کيدی شي چې هغوی بې له دې چې لوږه احساس کړي په لاشعوره (ناخوداګاه ) توګه خواړه خوري او د چاغښت لامل يې ګرځي.

د بدن په بيلابيلو برخو کې د چاغښت علامې ستاسو په خلق اغيزه کوي؟
زه په دې باوريم چې ځواب به هو وي نو جام جم انلاين ديوه ريپوټ پر بنسټ په دې وروسنيو کې په دې اړوند بو نوې څيړنه تر سرشوې چې له تاسو سره به يې شريکه کړم .

د هالنډي پوهانو يوه څيړنه چې ۵کاله بې پرې تېرکړي ښبي چې خواشيني د انسان د بدن د خيټې په برخه کې چاغښت امکان ډيروي دا په داسې حال کې چې تراوسه د خواشينۍ او د بدن د عمومي چاغښت په اړوند تړ او يا اړيکې شتون نه درلود. دد ې څيړنې پايلې د دې خبری څرکندويي کوي چې کيدی شي د خواشينۍ يو ځانګړی خزبولوژيکي ميکانيزم د خيټې د برخې د غوړو ټولګه سره تړي ، همداراز دا پايله کولی شي د دې خبرز لپاره يو قانع کوونکی دليل وي چې ولې د شکرې او زړه د ناروغۍ ګواښ خواشينو کسانو کې ډيريږی .

دغه څيړنه چې د ۵ کالو په موده کې پردوزره ۲۰۰۰ روغو کسانو چې خپل ورځنيي کارونه يې په ښه توګه سرته رسول تر سره شوي او څرګندوي چې هغه کسان چې د خواشينۍ نښانې لري د خيټې په برخه کې يې د غوړوټولګه نظر همځولو ته چې د خواشينۍ نښانې يې په څيړه که نه ښکاريږی ډيره ده .
په دغه څېړنه کې د چاغښت د معلومولو لپاره له BMI ډوله الې او د خېټې او ملاد چاغښت د معلوملو لپاره د سې ټي سکڼ له الجا څخه کار اخيستل شوی دغه څيړنه په ټوليزه توګه ښيي چې خواشيني د خيټې د غټيدو يا چاغيدوګواښ دوبرابره ډير وي او د بدن په عمومي چاغښت کې لاڅه نه دي ليدل شوي.

دغه خبره کيدی شي يو بيولوژيکي لامل ولري چې دعلت موندل بې نورو ډيرو څيړنو ته اړتيا لړي.
سربيره پردې بايد ووايم چې د خيټې د غټيدو چاغښت يا د غوړوراټوليدنه يو له هغو خطرناکو غښتونو څخه ده چې د مينابوليږی او زړه او شريانو دنارغيو په راپيداکيدو او ډيريدو کې يوه ځانګړې ونده لري .
د پروتنيو مطالبو پايلې ته په نظر کولو ويلي شو چې د خيټې له غتيدو څخه مخنوی چې نورو بيلابيلو ناروغيو سببونه هم برابروي د يوه ځانګړي اهميت لرونکې خبره دی .

د ژوند د طريقې بدلونونو ښه توب او منظلم ورزشي تمرينو په دغو ناروغانو کې نه يوازې دا چې د خواشينو ناروغانو د خلق په بدلون کې اغيزه لری بلکې د خيټې له غټيدو څخه هم په جدي توګه مخنيوی کوي .
سربيره پردې د خواشينو ناروغنو په درملنه کې کولی شو چې د هغوی خلقي اشتهاهم راټيټه کړو او د چاغيدو څخه يې مخنيوی وکړو.

 

شرف الدين عظيمي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب