چای مو له دغې وژونکې ناروغۍ ژغوري

چای په افغانستان کې تر ټولو زیات څښل کېدونکی مشروب دی او بې شمېره مینه‌وال لري، خو ښه خبر دا دی چې دغه مشروب انسان له یو شمېر وژونکو ناروغیو هم ژغوري.

استرالیا کې ترسره شوې څېړنې ثابته کړې چې دغه گرم مشروب څښلو عادت د شکر په څېر وژونکی ناروغۍ په مخنیوی کې د پام وړ مرسته کوي.

د سېډني په پوهنتون کې ترسره شوې دغې نوې څېړنې کې ادعا شوې چې هره ورځ درې یا څلور گېلاسه چای څښل د شکرې ناروغۍ خطر ۲۵ سلنه ټېټولی شي.

څېړنې کې همداراز ویل شوي چې هره ورځ یوازې یو گېلاس چای هم د دغې ناروغۍ څخه ژغورنې کې د پام وړ مرسته کولای شي.

د مختلفو روغتیايي څېړنو او پلټنو پر بنسټ کافي هم ورته روغتیايي گټې لري خو افغانستان کې ډېره عامه نه ده او اکثره خلک ورسره نااشنا دي.

څېړونکي وايي چې د څېړنې پر مهال چای کې يي داسې گټور مواد موندلي چې د شکرې ناروغۍ په مخنیوی کې د پام وړ مرسته کوي.

څېړونکي زیاتوي چې که چېرې کوم کس هره ورځ درې یا څلور گېلاسه چای څښي په هغوی کې د شکرې په ناروغۍ د اخته کېدو خطر کې د پام وړ کمی تر سترگو کېږي.

د دغې څېړنې په دوران کې په ۴۵۰٬۰۰۰ کسانو تر شوې ۱۸ روغتیايي څېړنو راپورونه څېړل شوي چې په کې د شکرې په ناروغۍ د گرمو مشروباتو اغېز څېړل شوی.

څېړنې موندلې چې څومره زیاته اندازه کافي یا چای وڅښل شي، په هماغه اندازه د شکرې ناروغۍ خطر کمېږي.

خو څېړونکي وايي چې اوس لپاره خلکو ته له اندازې زیاته د دغو گرمو مشروباتو د څښلو وړاندیز نه کوي او یوازې باید په مناسبه اندازه وڅښل شي.

خو باید په پام کې ونیول شي چې مختلفو روغتیايي څېړنو او پلټنو ثابته کړې

چې له خوړو  وروسته چای څښل د معدې تېزاب زیاتوي او باید یو یا دوه ساعته له خوراکوروسته دغه ډول مشروبات وڅښل شي.

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب