چرګ او ګيدړه -د ماشومانو کیسه

ېوه ورځ چرګ په ونه کښې ناست و ، چي ګېدړه ېې څنګ ته ورغله ورته وېې وېل : ګوره چرګه څنګه چه ما ستا اواز واورېد سمدستې ستا پوښتنې ته راغلم . هغه په ډېر درنښت دګيدړي څخه مننه وکړه ! خو ګېدړه چه ډېره چلبازه وه زېاته يې کړه څه دې ووېل ؟ ما خو ستا دا ښکلې اواز وا نه ورېد ته ډېر جګ په ونه کښې ناست ېې که د ونې څخه راښکته شې او د نږدی څخه خبرې راسره وکړې نو ستا اواز به ښه واورم . چرګ چه ډېر هوښېار وو د ګېدړۍ په مکرجنو خبرو تېر نه ووت اوهغې ته ېې داسې ووېل : نه ! موږ ته ډېره ختره ده چه د ځناورانو سره په څنګ کښې وسو . ګېدړۍ خپلی مکرجنې خبر ې لا نورې پسې اوږدې کړې : ته ځما څخه ډارېږې ؟ نه ستا څخه خو نه وېرېږم خو بېا هم ډول ډول ځناوران شته . . .

بيا په خپلو نرمو او خوږو خبرو ګېدړۍ چرګ ته په خطاب کښې وويل ؛ مه ډارېږه ته اوس د هر ډول خترۍ څخه خلاص ېې ، ځکه چه په اوسنې فرمان کښې داسې راغلې دې : نن ورځ به په ټوله نړۍ کښې روغه وې او هېڅ ځناور به پر ېو بل حمله نه کوي . چرګ وويل ، دا خو ډير د خوشالۍ ځای دی ،هلته وړاندې سپې منډي رامنډي وهې ، مخکې ته باېد تښتېدلې واې خو اوس تاته هېڅ کومه خطره نه شته . ددې خبرو په اورېدو سره ګيدړه ډېر ژر په منډو شوه .

چرګ ور ږغ کړه : چېرته تښتې په اوسني فرمان کښې خو سپيان ګېدړې ته څه نه وايي ګيدړي وويل . څوک خبر دي ، کېداي شي هغوی د نوي فرمان څخه خبر نه وي .

ډاکټر ګل اقا – جرمني

your ads

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب