چنګاښ او بیزو- ماشومانو کیسه

د چنګاښ له کور سره نژدې یو لږ مځکه وه. په هغه مځکه کي چنګاښ ورجي کرلې. یوه ورځ چي چنګاښ خپلي ورجي راټولولې، د ده همسایه (بیزو) د هغه کور ته ورغله. بیزو داسي نه وه لکه چنګاښ. هغه لږ ټمبله وه مګر زړه ئې غوښتی چي د چنګاښ د وریجو خوند وګوري. نو ورته وې ویل:

– چنګاښه! که ته غواړې زه به تا ته بیریاني در جوړه کړم خو ته باید ستا ورجي ما ته راکړې.
چنګاښ تراوسه بیریاني هیڅکله نه وه خوړلي. هغه غوښتل چي خوند ئې وګوري نو وئې منل. بیزو اول ایشېدلي اوبه په یو دېګ کي واچولې، بیا ئې وریجي ورواچولې، بیا ئې وریجي په یو بل دېګ کي واچولې او چنګاښ ته ئې وویل:
– اوس به مساله ورواچوو خو دا دلته نه کیږي، موږ باید د هغې غونډۍ سر ته پورته سو.
چنګاښ لږ حیران سو خو څه ئې ونه ویل او په بیزو پسي رهي سو. نیمه لاره چي ولاړل، چنګاښ ستړی سو او وې ویل:
– دا موږ دلته نسو کولای؟
بیزو وویل:
– نه، موږ باید سر ته وخیژو.
کله چي هورې ورسېدل نو چنګاښ دومره ستړی سوی وو چي نژدې وو چي غوځار سي (ځکه چي دېګ هغه نیولی وو). بیزو سملاسي کار شروع کړ خو له ځان سره ئې فکر وکړ چي دا به یوازي زما بس سي. کله چي بیریاني جوړه سوه، دېګ چپه سو او لاندي ولوېدی او بیزو سملاسي پسي وځغستل. چنګاښ څه نسوای کولاي. خوابدی بیرته له غونډۍ څخه راوګرځېدی. خو چي کله ئې سر راپورته کړ نو ډېر خوشحاله سو ځکه چي د هغه مخته بیریاني پرته وه! کله چي دېګ چپه سوی وو نو بیریاني ځني توی سوې وه او اوس د هغه مخته پرته وه! چنګاښ بې له فکره څخه چنګاښ وروځغستل او وې خوړه. بیزو تش دېګ په لاس کي نیولي وو. هغه بیرته وخته او وې لیدل چي چنګاښ بیریاني خوري! بیزو وویل:
– زما لپاره هم یو لږ پرېږده!
چنګاښ وویل:
– ته کولای سې چي هغه بیریاني وخورې چي په دېګ کي پاته ده.
بیزو وویل:
دېګ خالي دئ!
چنګاښ وویل:
– ښه، نو ستا لپاره بیریاني نسته!
له دې سره ئې وروستۍ ګوله هم وکړه. بیزو ته درد ورغلی او چیغي ئې کړې:
– ته ودرېږه زه به ستا سره جوړ سم!! زه به ټوله بیزوګیاني راټولي کړم. ستا کاسه به لا ستا سره مرسته ونه کړي! موږ به تا له هغه څخه ژوندی راوباسو!
چنګاښ ډېر وبېرېدي، کور ته په زګېروی ولاړي او وې ویل:
– زما څخه به څه شي جوړ سي؟
– یو سکور چي پر مځکي پروت وو، وویل:
– ولي زګېروی کوې؟
چنګاښ وویل:
– زه د خپل زګېروي لپاره ښه دلیل لرم. بیزوګیاني ما د خپلي کاسې څخه ژوندی راباسي.
سکور وویل:
– مه بېرېږه. زه به ستا سره مرسته وکړم.
له دې سره سکور له چنګاښ سره رهي سو. چنګاښ بیا هم زګېروی کاوه او ویل ئې:
– زما څخه به څه شي جوړ سي؟
یوه غالبوزه چي په هوا تېرېده وې ویل:
– ولي زګېروی کوې؟
چنګاښ وویل:
– زه د خپل زګېروی لپاره ښه دلیل لرم. بیزوګیاني ما د خپلي کاسې څخه ژوندی راباسي.
غالبوزي وویل:
– مه بېرېږه، زه به ستا سره مرسته وکړم.
له دې سره غالبوزه د چنګاښ او سکور سره رهي سوه. چنګاښ بیا هم زګېروی کاوه او ویل ئې:
– زما څخه به څه شي جوړ سي؟
یوه د غوا ټپۍ چي پر مځکه پرته وه وویل:
– ولي زګېروی کوې؟
چنګاښ وویل:
– زه د خپل زګېروی لپاره ښه دلیل لرم. بیزوګیاني ما د خپلي کاسې څخه ژوندی راباسي.
ټپۍ وویل:
– مه بېرېږه، زه به ستا سره مرسته وکړم.
له دې سره ټپۍ هم د غالبوزي، سکور او چنګاښ سره رهي سوه. چنګاښ بیا هم زګېروی کاوه او ویل ئې:
– زما څخه به څه شي جوړ سي؟
کاچوغه او دېګ چي د ده په لاسونه کي وه وویل:
– ولي زګېروی کوې؟
چنګاښ وویل:
– زه د خپل زګېروی لپاره ښه دلیل لرم. بیزوګیاني ما د خپلي کاسې څخه ژوند راباسي.
کاچوغي او دېګ وویل:
– مه بېرېږه، زګېروی دي بند کړه. موږ به ستا سره مرسته وکړو.
په پای کي چنګاښ لږ خوشحاله سو او له خپلو نوو ملګرو سره ئې د کور په لور تګ ته دوام ورکړ. کله چي ورسېدل، هر یو پر خپل مناسب ځای کښېنستی. سکور د بخارۍ تر شا، غالبوزه لخ کیلکین سره، ټپۍ د دروازې سره، چنګاښ د اوبو په ټپ کي، کاچوغه او دېګ پر بام. ټوله په پټه خوله بیزو ته په تمه سول. کله چي بیزو او دهغې ملګري د چنګاښ کور ته ورسېدل نو بیزو خپل شریکان دباندي پرېښول او په خپله ورننوته. بخاري چالانه وه څنګه چي بیزو د یخ د لاسه رېږدېده نو بخارۍ ته ورغله. په دې وخت کښي سکور له بخارۍ څخه راووت او د بیزو شا ئې وروسوځوله. بیزو نارې کړې او د اوبو ټپ ته ورغله، چنګاښ د اوبو څخه راووتی او د بیزو ګوته ئې ورنکاري کړه. بیزو بیا نارې کړې او ولاړه کیلکین ته، هلته غالبوزه راولاړه سوه او د بیزو پزه ئې وروچیچل. بیزو نارې کړې او دروازې ته ورغله، هلته پر ټپۍ وښوېده او پر شا ولوېده. بیزو دباندي وځغستله په دې وخت کي کاچوغه او دېګ د بیزو پر سر راولوېدل. د بیزو سر دونه وپړسېدی لکه توپ. بیزو چیغي کړې او د خپلو شریکانو سره وتښتېده. بیا هیڅکله رانه غله. له هغه وخت څخه وروسته، چنګاښ د خپلو ملګرو سره په آرامۍ‍ ژوند وکړ. او خپله ئې بیریاني جوړول ځکه چي د بیزو څخه ئې زده کړې وه.
موږ د دې نکل څخه زده کوو چي موږ باید په چالاکۍ د چا حق ونه خورو.

(د جاپان له هیواد څخه)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب