چوپ (غلی) دعوت

له زمونږ څخه کوم يو دا ارزو نلري چې د الله تعالی د دين دعوتګر شي؟ خو دې درجې ته درسېدو لاره کومه ده؟ کله کله يو مولوي يو ځای کې خلکو ته وعظ او نصيحت وکړي، نو دخبرو له لارې خلک دآخرت له عذاب څخه ووېروي او دجنت نعمتونو ته يې وهڅوي، کله چې مولوي صيب خپل تقرير پوره کړي نو په ځينو اغېزه وکړي او په څه نورو هيڅ کومه اغېزه ونکړي، په کومو کسانو چې دې خبرو اغېزه کړي هغه هم ډېر لږ وخت اخلي او له هغه وروسته هغه اغېزه له منځه ځي. نو د وعظ او نصيحت تقرير ډېر وخت دومره اغېزه نه کوي.

همدارنګه د زور او قوت دعوت هم لږ وخت اخلي، کله چې ته يو چا باندې په زور يو کار کوې نو هغه وخت پورې هغه کار کوي کوم وخت پورې چې ته يې څارې، خو کله چې ستا څارنه نه وي، نو هغه کار نه کوي.

نو څرنګه کامياب دعوتګران شو؟

د کامياب دعوت لاره چوپ دعوت دی، په دې معنا چې ته داسې دعوتګر جوړ شې چې نور خلک دا آرزو ولري چې ستا په شان شي، هغه سره دايمان خبرې مه کوه خو ته ځان داسې نوراني کړه چې هغوی احساس پيدا کړي او ستا په شان وګرځي، ته ورته دعقيدې خبرې مه کوه مګر په خپله عقيده باندې ثابت پاتې شه چې هغوی له ستا له استقامت او ثبات څخه اغېزمند شي، هغوی ته دعبادت خبرې مه کوه بلکې خپل ځان کې داسې تقوا او پرهېزګاري راوله تر څو هغوی ستا تقوا ته حيران شي، او عبادت پيل کړي، داخلاقو په هکله هم ورته څه مه وايه بلکې د ځان څخه داخلاقو نمونه جوړه کړه تر څو هغوی ستا په پل پل کېږدي. او له تاسره به محبت وکړي .

خلک دې ته تږي دي چې اسلامي چلند، اسلامي اخلاق، اسلامي شريعت په عملي ډول وويني، او په واقعي ډول له نبوي سنتو سره آشنا شي، او له هغې سره محبت پيدا کړي، دې وخت کې دعوت ښه پايله ورکوي.

ځينې خلک ټول لمونځونه او عبادتونه په مسجد پورې ځانګړي کوي، اودس هم له کوره بهر کوي، که بيا خپل کور کې اولاد ته وايې چې لمونځ وکړه، نو هغه سره به لومړی دا پوښتنه پيدا شي چې پلار جانه! لمونځ څه ته وايې؟ بيا به دا پوښتنه کوي چې لمونځ څرنګه کيږي؟ خو که ته اودس او د فرايضو پرته نور لمونځونه کور کې کوې، نو مخکې له دې څخه چې ته ورته ووايې چې لمونځ وکړی هغوی به لمونځ پيلوي، او څرنګه چې ته کوې هغوی به ستا په شان کوي، نو که غواړې دخپل اولاد لپاره دعوتګر جوړ شې، خپل ځان په سنتو برابر کړه، نېک کارونه کوه، له خلکو سره ښه اخلاق کوه، نو هرومرو به اولاد ستا خبره مني، هغوی به ستا په شان رفتار او کردار کوي.

دعوت يواځې دا ندی چې ته نورو خلکو ته بيانونه او وعظونه کوې او خپله په ځان کې تقوا او اخلاق نه راولې، دا دعوت هيڅ ګټه نه ورکوي.

کامياب دعوت هغه دی چې ته خلکو ته په عملي بڼه يو څه وړاندې کړې. داسې نه چې مونږ خبرې کوو او څوک راته غوږ نه ږدي، بلکې داسې دعوت پکار دی چې خلک درپسې ګرځي تر څو ته ورته دعوت وکړې، چې هغه پرته په الهي اوامرو او په نبوي سنتو عمل کولو پرته په بل څه نه کيږي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب