چې هګۍ خورئ، له ذهني ناروغيو به خوندي ياست

ايا ذهني پريشانيو مو دماغ کمزوري کړي او فکري ګډوډۍ مو ځوروي؟ نو هګۍ يې يوازنی ښه درمل دي.

د امريکا ټفس طبي پوهنتون څېړونکو د شپږ مياشتني تحقيق له مخې دوه ډلې جوړې کړې وې، چې يو يې د ورځې دوه هګۍ خوړلې او بله ډله د هګيو له خوراکه منعه شوې وه او پايله يې دا راوتې، چې کومې ډلې هره ورځ دوه هګۍ خولې ذهني وړتيا يې ډېره زياته وه او له ذهني ارامه برخه من وو.

دغه طبي راپور کې راغلي، چې هره ورځ دوه هګۍ خوړل انساني ذهن قوي کوي او تل يې تازه ساتي.

طبي څېړنې وايي، چې هګۍ کې انټي اکساييډنټس ليوتين او زينک نيوتين مقوي مواد موجود دي، چې د انسان په ذهني وده کې رغنده رول لري.

که څوک هره ورځ دوه هګۍ خوري، حافظه به يې تل قوي وي او له ذهني ګډوډۍ او پريشانۍ به خوندي وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب