ډاکتران: ایمان کمزوری کولی شو

کاناډایی او امریکایی ډاکترانو دعوه کړې چې داسې لارې چارې یې موندلی چې له مخې یې کولی شی په الله جل جلاله، قیامت، جنت، دوزخ، او دیته ورته مسائلو ایمان کمزوری کړی.

د یورک کاناډایی پوهنتون او کلیفورنیا امریکایی پوهنتون ساینس پوهانو دعوه کړې چې بدې چاره کې د سړی په مغزو ولکه کوو، داسې چې د مغزو مخکنې منځنۍ برخې پوښ ته مقناطیسی ځواک ور مخامخ کړو.

دوی ګومان کوی چې پدې طریقه توانیدلی په الله جل جلاله ایمان کمزوری او د مهاجرینو په ضد کرکه کمه کړی. پدې څیړنه کې نیمایی کسانو ته د مقناطیسی ځواک لږ برخه ورکړل شوې وه چې ددوی په مغزونو یې اغیز نه کوه، او نیمو نورو ته برابره اندازه مقناطیسی قوت ورکړل شوی وو څو د مغزو په دغه برخه کې فعالیت کمزوری کړی.

ازموینې په ډاګه کړې وه چې هغه کسانو چې د مغزو دغه لږ برخه یې لنډمهال تړل شوې وه، په الله جل جلاله، ملائکو او جنت باندې ۳۲اعشاریه ۸ سلنه باور ټیټ شوی وو. همداراز، د مهاجرینو په ضد احساسات یې هم ۲۸اعشاریه ۵سلنه کم شوی ول.

د یورک پوهنتون یوه ساینسپوه ګومان کوی چې «خلک زیاتره وخت هغه مهال دینی عقایدو ته اوړی چې مشکلاتو سره مخ شی. او مونږ غوښتل وپیژنو چې آیا د مغزو هغه برخه چې د سختو مشکلاتو په مهال- لکه د یوه خنډ څخه د اووښتو په مهال د بدن خوځولو پریکړه- کوی هغه مشکلات هم حل کوی چې دینی عقائدو سره تړاو لری»

دې ساینسپوه زیاته کړه:« مونږ وپتییله چې خلکو ته مرګ ور یاد کړ، ځکه مخکنۍ څېړنې په ډاګه کړې وه چې خلک له مرګه د تسکین لپاره دین ته مخه اړوی. او څنګه چې مو تمه وه، مونږ وموندله چې کله د مغزو دغه سیمه وتړله خلک دینی ډاډه کوونکوافکارو ته مخې اړولو لپاره کم میلان لره، سره لدې چې مونږ مرګ ور یادوه.»

خو بل ساینسپوه بیا ویل چې دا موضوع لا زیاتو څیړنو ته اړتیا لری څو د دینی عقایدو کمزوری کیدلو او نسلی نظریاتو په اړه پوره پوهه لاسته راشی.

د پیښو شنونکی داوود ځیر په آند، ساینسپوهانو ناشنا قضاوت کړی، ددغو ساینسپوهانو دا خبره داسې معنا لری، لکه د چا خوله چې ور وتړی او بیا دعوه وکړی چې د انسان ګونګ کولو ډاکتری لاره یې موندلی. نو آیا داسې خوله تړلو ته به دا نوم او عنوان ورکول سم وی چې ووایی: له تلاوت څخه د منع کولو ډاکتری لاره یې موندلی؟!

جمال ابراهیمی: دوشنبه/۲۷/تله/۱۳۹۴

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب