ډاکتره کاري آن اوین څنګه مسلمانه شوه؟!

(اشهد ان لا اله الاالله وان محمدا رسول الله) باورمنده یمه چې همدا کلمې به د شهادت کلمې وي (ډاکتره کاری آن اوین)

ډاکتره کاري آن اوین پخوانۍ امریکایي یهودۍ وروسته له دې چې مسلمانه شوې ده د خپل اسلام راوړلو او د صحیح او سم دین پیدا کولو کیسه داسې کوي:
[د انسان خالق په بېلابېلو نومونو سره یادېږي او ډېری وخت په خپل حکمت سره پېژندل کېږي، لکه څنګه چې په مینه محبت باندې تأکېد کوي او همدارنګه هغه الله تعالی دا قدرت لري چې مونږه له هغې جګړې خلاص کړي چې امریکا خپره کړې ده او سمې لارې ته مو برابر کړي چې په هغه کې انساني کرامت او الله تعالی ته ځان تسلیمول دي].

زما کیسه د شهادت کلمې په ویلو سره پیل شوه او زه ډېره خوښه یم چې د ډرامې جوړونکې (توني ریتشاردسون)هغه کس چې د ایدز له امله یې خپل ژوند له لاسه وکړی او هغه د نړۍ له مشهور څېرو څخه ؤ چې داستانونه یې لیکل کله چې ما د ډارمو په کتلو پیل وکړ نو زما عمر ۱۴ کاله ؤ نو ما د ډرامو په کتلو سره وکولای شول چې د جنګ او جګړې پر خلاف روحي او عاطفي مسایل په خپل ځان او نړۍ کې پیدا کړم.

کله چې ۱۷ کلنه شوم نو د کیسو په لوستلو مې پیل وکړ او غوښتل می چې د توني ریتشاردسون غوندې د کیسو په میدان کې وځلېږم، او دا هیله می له کوچنیتوب څخه په زړه کې پیدا شوې وه، نو د امریکا په ټولنه کې می داسې څه ونه لیدل چې زما دغه هیله پوره کړي او په دې برخه کې ښه او په زړه پورې شیان خپلې ټولنې ته وړاندې کړم، ترڅو مو ټولنه د نېکمرغۍ خواته یون وکړي، نو د همدې لپاره مې اسلامی کلتور ته مخه کړه تر څو معنوي او اخلاقي هڅونې پیدا کړم.

ولې اسلام؟

زما مورني نیکونه یهودیان وو، هغوی چې ډېر وخت له مسلمانانو سره یو ځای اوسېدلي وو تر دې چې مسلمانو حاکمانو له خپلی خاورې څخه په کال ۱۴۹۲م کې وویستل او دا یو تاریخی واقعیت دی، کله چې ما د عثمانی خلیفه په هکله معلومات ترلاسه کړل چې ډېر یو ښه انسان ؤ او د هغو مهاجرو یهودو سره یی څومره ښه سلوک کړی وو، سره له دې چې مسلمانانو زما نیکونه شړلي هم وو، بیا هم الله تعالی ماته هدایت وکړ او د زده کړې له لارې مې خپله علمي تنده ماته کړه، او په دې لاره کې قدرمن امام صدیقي او زما ګرانې خور ماریا عابدین له ماسره ډېره مرسته وکړه او ماریا چې امریکایي مسلمانه ده او د اقرأ مجلې لیکونکې ده له هغې سره زما لومړنۍ لیدنه په فرانسیسکو کې وشوه چې ډېر يو ښکلی حجاب یی اغوستی ؤ او په څلورو ژبو باندې پوهیده هغه مهال وخت لږ ؤ او د اوږدو خبرو لپاره زمینه نه وه مساعده، خو دومره یې راته وویل چې د اسلام دین د مینی محبت او بښنې دین دی.

ما اسلام خوښ کړ او اسلام مې د مسلمانانو له رفتار، سلوک او تصرفاتو نه چې له ماسره په (امیلا) کې اوسیدل ښه وپېژنده.

د اسلام په هکله زما شعور!

ډېره خوښه شوم چې اسلام د انجونو او هلکانو په تعیلم باندې تأکېد کوي او ښځو ته حقوق ورکوي، همدارنګه اسلام د ساده ګۍ او بې تکلفي دین دی چې دې خوا یې پر ما ډېر اثر وکړ او څومره ښکلې خبره ده چې یونیم میلیارد مسلمان یوه ډول دودونه او عنعنې لري او له مخدره موادو او شرابو ډه ډه کوي په داسې حال کې چې په نورو ټولنو کې پر خپلو خواهشاتو باندې عمل کول پرته له دې چې عواقب یې وسنجول شي یوه عادي خبره او منل شوی حقیقت دی.

پر (امیلا) د ټولنې او نورو ملګرو ډېر تأثیر ؤ او هغه څه چې باید وویل شي چې د اسلام دین یو کامل او شامل دین دی، امیلا وايي چې اسلامي ټولنه یوه ښکلې ټولنه ده چې وقار، دیو بل پر درناوي، خیر ښېګڼې او نورو مسؤولیتونو باندې تأکېد کوي او د اسلام دین د دوزخ له اور څخه د نجات لاره ده.

ژباړن: عبدالعزیز

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب