ډاکټر د مرګ په بستره پروت مريض سره څه وکړي؟

كه د كوم مريض د ځنكدن وخت وي ډاكټر ته څه كول پكار دي؟
څه وخت چې په كوم مريض يا كوم بل كس د ځنكدن حالت ښكاره شو، نو ډاكټر او ولاړ بل انسان ته پكار دي، چې هغه انسان ته د لا اله الا الله ويلو تلقين وكړي، ځكه د ابوسعيد الخدري رضى الله عنه نه روايت دى، چې ما د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه واورېدل چې هغه وفرمايل:
«لقنو ا موتاكم: لا اله الا الله»
ژباړه: «هغه خلك چې د هغوى ځنكدن وي هغوى ته د لا اله الاالله د ويلو تلقين وكړى» (مسلم)
د تلقين نه مراد دا نه دى چې هغه ته ووايي چې: لا اله الاالله ووايه ستا مرګ را نژدې شوى دى، بلكې د هغه په مخكې په زوره لا اله الا الله ووايه ځكه كله چې هغه دا واوري بيا يې د دې ويل رايادېږي او دغسی يې بيا هغه وايي.

كه چېرته د كوم كافر ځنكدن وي بيا هغه ته د دې ويلو چې لا اله الاالله ووايه څه خبره نه ده، ځكه د رسول الله صلى الله عليه وسلم تره ابوطالب چې څه وخت مړكېده رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل:
«اى زما تره! لا اله الا الله ووايه زه به الله جل جلاله سره ستا د دغه لا اله الاالله په ويلو ټينګ ودرېږم»(بخاري- مسلم)

رسول الله صلى عليه وسلم يو يهودي هلك ته ورغى چې هغه د ځنكدن په حالت كې و او ورته يې وويل: اى هلكه! لا اله الا الله ووايه. رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ته دا خبره ترهغې وكړه ترڅو چې هغه لا اله الا الله وويل او بيا هغه مړ شو بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل:
د الله جل جلاله شكر دى، چې دا يې د جهنم د اورنه وساته. (بخاري)
څوك چې د هغه چاسره ناست وي، چې د هغه ځنكدن وي هغه ته پكار دي، چې د الله جل جلاله په باره كې هغه ته د خير او ښه ګمان کولو و وايي، ځكه د ځنكدن حالت ډېر سخت وي او كېداى شي هغه په دې وخت كې د اولاد د راتلونكې ، په هغه د قرض او نيستى فكر وي، نو پكار ده هغه ته دا وويل شي چې روزي، خوشحالي او هرڅه د الله جل جلاله په لاس كې دي او ستا بچي به هغه ( الله عزوجل ) نه خواروي ترڅو د هغه فكر بدل شی .


سرچِنه: (مرض ، مریض او ډاکټر) کتاب

دكتور محمد عبدالرحمٰن العريفى
ژباړن: عبدالباري جمال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب