ډیټابس تنظیمول | تعریف، ډیتا او معلومات، ډیټابیس تړل او ډولونه

مقدمه:

په تیرو دوه لسیزو کی د ډیټابس د پروګرامونو به شمیر او اهمیت کی ډیر زیات تغیر لیدل کیږی.

ډیټابس په تقریبی ډول په هره اداره او دفتر کی د ډیټا د ذخیره کولو، اجراَکولو، او د وخت سره سم په هغه کی د تغیر راوستلو لپاره کارول کیږی. د بیلګی په ډول ډیټابسونه په ننی دوره کی په تعلیمی او دولتی ادارو کی ، روغتیایی مرکزونو،  سوداګریزو برخو او کتابتونونو کی کارول کیږی  .

ډیټابس به ورځنی ژوند کی په تنهای ډول، په ډله یزه(ګروپی) توګه او همدا شان په نیټورک کی چی په یوسرور کمپیوټر کی ځای پر ځای شوی وی کارول کیږی او لاس رسی ورته کیږی.

که د ډیټابس اوسنی چټک بدلونونه په پام کی ونیسو نو پوښتنه دا ده چی ایا ډیټابس پرمختګ کړی او که برعکس په ټپه دریدلی ؟ په ښکاره توګه نه ، ډیټابس په ۲۰۰۰ میلادی کال کی په مکمله توګه یو رقابتی محیط ته ننوت چی نوموړی رقابت د ډیټابس اهمیت نور هم پسی زیات کړ او د پام وړ سهولتونه یی رامینځ ته کړل.

اوسنی مدیران په زیاته کچه د خپلو کارونو د لا ښه پر مخ بیولو لپاره د ډیټابس څخه کار اخلی ، پر لیکه سودا ګری (online shopping) چی د ویب پر تیکنالوجی ولاړه او چلیږی د اوسنی عصر تر ټولو پر مخ تللی سوداګری دی ان تر دی چی یو سوداګر په ډیره اسانی ددنیا له هر ګوټ څخه شیان پیرودلی شی

نو په همدی اساس تاسو ددی کتاب تر لوستلو وروسته باید د معلوماتی سیستم د مسلکی په توګه وتوانیږی چی دیو ډیټابس ټول ضرورتونه  په ښه توګه تحلیل او تجزیه کړی او ډیزاین او تطبیق یی سرته ورسوی

ددی کتاب په اوږدو کی به تاسو دډیټابس له اصلی معنی او مفهوم سره اشنا شی ، د ډیټابس  د پخوانیو او اوسنیو سیستمونو تر مینځ فرق او اوسنی اسانتیاوی او د پخوانی فایل سیستم نیمګړتیاوی به وپیژنی چی بلاخره د اوسنی پرمختللیو او نویو ډیټابسونو تهداب یی رامینځ ته کړ.

همد ا شان دا به هم زده کړی چی د یو ډیټابس د جوړولو لپاره له کوم ټکی پیل او بیا کوم قدمونه مونږ د پای ټکی ته نږدی کوی

 

د ډیټابس اصلی مفهوم او تعریف:

د هغو ترتیب شویو معلوماتو مجموعی ته چی په منطقی ډول یو له بل سره تړلی وی ډیټابس ویل کیږی

معلومات (Data): په نتیجوی ډول د ډیټا کلمه هغه حقایقو ته راجع کیږی چی د یو شی او یوی حادثی په اړه وی او همدا شان به کمپیوټر کی د ساتلو او ذخیره کول وړ وی. د بیلګی په ډول پر لیکه سوداګری ډیټابس کی نوم ادرس او ګرځنده شمیره یو ډول معلومات دی

اوسنی ډیټابسونه ددی برسیره اوازونه ، انځورنه او تصویری اوزونه هم ذخیزه کولای شی چی دا هم یو ډول ډیټا ده

اطلاعات له معلوماتو سره توپیر لری (Data versus information):

اطلاعات او معلومات یو له بل سره ډیر نږدی دی او کله کله یو د بل پر ځای کارول کیږی.

خو دا ښه خبره ده چی اطلاعات او معلومات یو له بل نه فرق او وپیژنو.

معلومات د اطلاعاتو هغه شکل ته ویل کیږی چی یو سلسله مراحل ورباندی طی شوی وی او یو عادی کارونکی ورباندی ښه پوهیدلی شی.

لاندینی شکل د اطلاعاتو یوه بیلګه ده

محمد   ۱۲۸۷۶

احمد   ۳۷۶۵۸

محمد عابد   ۸۷۶۵۹

که پورتنی لست ته پام وکړو نو وبه لیدل شی چی نومونه او کودونه په کی راټول شوی خو مونږ په دی نه پوهیږو چی دا کودونه څه معنی او د څه لپاره یی ځان سره ساتو خو که په همدی اطلاعاتو یو سلسله مراحل سرته ورسوو نو معلومه به شی چی پورتنی معلومات یو ځانګړی کس ته خاصه معنی لری

شکل

د تعریف سره سم ننی ډیټابسونه دواړه اطلاعات او معلومات ذخیره کوی معمولآ اطلاعات د نورو تصمیمونو د نیولو لپاره په ډیټابس کی ساتل کیږی.

میتا اطلاعات (Metadata):

میتا یوه یونانی مختاړی دی چی یوه کلمه یا لغت د معنی له لحاظه خپل ځان ته راجع کوی. په دی معنی چی اطلاعات د نورواطلاعاتو په باره کی. هغه اطلاعات چی د کارونکی  اطلاعاتو(End-user Data) خصوصیات او ځانګړنی مونږ ته تشریح کړی.

د بیلګی په توګه که د یو کتابتون د کتابونو کتلاګ په پام کی ونیسو نو پوهیږو چی کتلاګ  د یو ځانګړی کتاب د موقیعت او ماهیت په اړه معلومات په ځان کی لری

چی کتلاګ ته میتا اطلاعات او پخپله کتابتون ته کارونکی اطلاعات ویل کیږی

د کمپیوټر په قاعده جدولونه، کیوریانی، او نور پروګرامونه لکه انټرفیس چی د هغه له لاری ډیټابس ته معلومات داخیلیږی د میتا اطلاعاتو څخه عبارت دی او کارونکی اطلاعاتو ته ډیټابس ویل کیږی نو په همدی اساس ډیټابس له میتا اطلاعاتو سره خورا زیات توپیر لری.

بلاخره یو ډیټابس ډیزاین کونکی د میتا اطلاعاتو په واسطه پوهیږی چی کوم اطلاعات موجود دی او څه معنی لری.

Database Management System (DBMS): یو ډول پوست کالی دی چی ددی په واسطه یو ډیټابس جوړولای،ساتلی او بلاخره ډیټابس ته لاس رسی پیدا کولای شو یو DBMS برسیره پر دی نور کارونه هم کولای شی لکه ډیټابس ته د لاس رسی کنټرول ،دډیټا صحت او همدا شان که چیری په ډیټابس که کومه غلطی رامینځ ته کیږی هغه پخوانی حالت ته په کوم کی چی ډیټابس جوړ وه بوځی.

Data Models: د ډیټابس د اساسی ماډلونو څخه یو ماډل دی چی د Entities تر مینځ اړیکی په یو ګرافیکی شکل کی ښی

ډیټا ماډلونه په دوه ډوله دي:

۱.Enterprise Data Model

۲. Project Data Model

Enterprise Data Model د هغی ډیټا حدود ټاکی چی د ډیټابس په واسطه پوښل کیږی

خو Project Data Model دد برعکس په جزییاتو لیکل شوی ماډل دی چی د ډیټابس د پرمختګ او هغه پوری د تړلو پروګرامونو په جوړولو کی تری کار اخیستل کیږی

Entity: په کاری ساحه کی شخص، ځای ، شی ، حادثه یا هم نظریه چی یو اداره یی په اړه باید معلومات راغونډ او له ځان سره وساتی Entity ویل کیږی.

شکلونه

د بیلګی په توګه پیریدونکی او  دستور(order) یو ډول Entities دی.

اړیکی (Relationships): یو ښه ترتیب شوی ډیټابس د Entities تر مینځ زیاتی اړیکی لری چی د غوښتنی په وخت کی مطلوب معلومات په اسانی سره له ډیټابس څخه راوستل کیږی .

اړیکی ډیر ډولونه لری چی ډیر معمول یی عبارت دی له : (یو-یو) ، (یو- زیات) او (زیات-زیات) .

که د پیریدونکی او دستور تر مینځ اړیکه په پام کی ونیسو نو وبه لیدل شی چی یو پیریدونکی تنها په یو وخت کی یو یا زیات دستورونه ورکولای شی چی دی ډول اړیکی ته (یو- زیات) ډول اړیکه ویل کیږی

خو که د دستور او تولید تر مینځ اړیکی ته پام وکړو نو معلومیږی چی ډیر دستورنه د یو یا زیاتو تولیداتو لپاره موجودیدلی شی چی دی ډول اړیکی ته (زیات-زیات) ډول اړیکه ویل کیږی.

تړلی یا مرتبط ډیټابسونه (Relational Database):

دا ډول ډیټابسونه په حقیقت کی د جدولونو یوه مجموعه ده او د جدولونو تر مینځ موجوده اړیکی نظر ددوی تر مینځ د مشترکی ډیټا پر اساس ښودل کیږی  یا په بل عبارت په تړلو ډیټابسونو کی ډیټا معمولآ په جدولونو کی ښودل کیږی او هغه ډیټا چی ددوه یا زیاتو جدولونو تر مینځ  شریکه وی ددی سبب ګرځی چی دا دوه یا څو جدولونه یو له بل سره وصل کړی

د ډیټابسونو اوسنی او پخوانی سیستمونه یو له بل سره خورا توپیرلری . کله چی په کمپیوټر کی د معلوماتو د ساتلو او ذخیره کیدو نظریه رامینځ ته شوه نو هغه مهال ډیټابس نه وه د هغه وخت کمپیوټرونه هم د نن په نسبت خورا کمزوری وه او تنها په انجینیری او محاسبوی برخو کی تری کار اخیستل کیده

خو د وخت په تیریدو له کمپیوټرونو څخه به سوداګری او تجارت کی کار واخیستل شو چی دا وخت دی ته اړتیا پیدا شوه چی کمپیوټرونه باید یو څه معلومات ذخیره، اجراُ،او بیا کتل(retrieve) سرته ورسوی.

د وخت په تیریدو نوموړو سیستومونو وده وکړه او حتی د څو لسیزو وروسته ددوی په ساختمان کی هم تغیر راغی

خو لکه څرنګه چی سوداګری تر پخوا ډیر تغیر وموند او ډیره مغلقه شوه نو دا ښکاره شوه چی پخوانی فایل سیستم یو شمیر نیمګړتیاوی درلودی.

چی په نتیجه کی پخوانی فایل سیستم په اوسنی پرمخ تللی ډیتابس سیستم باندی تعویض شو

خو تاسو باید د پخوانی فایل سیستم  سره د لاندینی دوه دلیلونو په اساس اشنای ولری

1-  پخوانی فایل سیستم اوس مهال په پراخه کچه کارول کیږی په ځانګړی ډول د ډیټابس د Backup اخیستلو لپاره تری کار اخیستل کیږی

2-   د پخوانی فایل سیستم په ستونزو او محدودیتونو باندی پوهیدل مونږ ته دا وړتیا راکوی چی د نوی ډیټابس په جوړولو کی د ددی شان ستونزو له تکرار څخه مخنیوی وکړو

د پخوانی فایل سیستم نیمګړتیاوی :

هغه ډیټابسونه چی د پخوانی فایل سیستم پر اساس جوړ شوی نوموړی ډیټابسونه د یوی اداری د هری څانګی لپاره په جلا ډول په پام کی نیول شوی

د بیلګی په ډول که  یوی انټرنیټی کمپنی (ISP) په پام کی ونیسو نو ددی کمپنی د هری څانګی لپاره لکه د مالی څانګه، اداری څانګه، د بشری منابعو څانګه، د خرڅلاو څانګه ، د انجینیری څانګه او داسی نوری ټولو څانګو ډیټابسونه په جلا توګه ډیزاین شوی.

که د خرڅلاو څانګه یو پیریدونکی پیدا کړی نو باید د هغه پیریدونکی ټول معلومات له ځان سره وساتی او بیا د انجینیری او مالی څانګو په همغږی نومړی پیریدونکی ته انترنیتی خدمتونه ورکړی په داسی حال کی چی انجینیری او مالی څانګی هم دی ته اړتیا لری چی د نوموړی پیریدونکی ټول معلومات له ځان سره وساتی ځکه که چیری نوموړی پیریدونکی په راتلونکی کی له ستونزی سره مخامخ کیږی نو لږ تر لږه انجینیری باید په دی وپوهیږی چی زما کوم پیریدونکی له کوم ډول ستونزی سره مخامخ دی

او همدا شان مالی څانګه ددی لپاره چی په راتلونکی کی په اسانی سره وکولاشی د نومړی پیریدونکی میاشتنی فیس او نوری خدماتی پیسی په خپل وخت له پیریدونکی څخه په لاس راوړی نو ضروری ګني چی د یوپیریدونکی په اړه کافی معلومات له ځان سره ولری

که په عمومی توګه وکتل شی نو دیوی پيریدونکی یوډول معلومات په دریو مختلفو څانګو کی ساتل کیږی چی دغه تکراری ډیټا یو ډول ستونزه ده.

همدا شان که یو ډیزاینر دیوی څانګی دډیټابس دیو جدول د یو فیلډ اندازه له ۳۰ حرفونو څخه ۴۰ حرفونو ته بدله کړی نو نومړی ډیزاینر مجبور دی چی دا کار د هری څانګی په ډیتابس کی په جلا توګه وکړی که د یوی کمپنی مختلفی څانګی په مختلفو برخو کی موقیعت ولری نو دا کار ستونزمن او سرته رسول یی وخت ته ضرورت لری. نو نتیجه کیږی چی د هری څانګی ډیټابسونه یوله بل سره تړلی دی او یوله بل نه مستقل ندی

له بلی خوا د یو څانګی خلک تنها خپلو فایلونو ته لاس رسی لری او د نوروڅانګو له معلوماتو ډیر کم کولای شی لیدنه وکړی یا معلومات ورسره شریک کړی.

د فایل سیستمونو یوه بله عمده ستونزه دا وه چی که یوه کمپنی لس څانګی لرلی نو اړینه وه چی باید لس ځانګړی ډیټابسونه د ضرورت په وخت کی درلودلای.

چی دا کار د وخت ضایع کیدو او د لوړ قیمت د لرلو پر اساس دواړو ډیټابس ډیزاینر او مطلوب اداری لپاره یو غټه ستونزه وه

له بلی خوا که د ډیټابسونو او د هغو تخنیکی کسانوشمیر ته چی په نوموړی ډیټابسونو باندی کار کوی پام وکړو نو ښکاره به شی چی نومړی کار په زیاته اندازه پیسو ته اړتیا لری

ان تری دی که یوه کمپنی په ۱۰۰ کی ۸۰ سلنه خپله بودیجه په دی لاره کی مصرف کړی لا به هم کمه وی.

ددی لپاره چی د پورتنیو نیګړتیاوو مخه ونیسو او تر ډیره حده د غلطیو د واقع کیدو احتمال کم کړو نو لاندی میتود څخه کار اخلو

The Database Approach: په حقیقت کی یو میتود یا لاره ده چی ددی میتود په واسطه د پخوانی فایل سیستم له نیمګړتیاو څخه د نوی سیستم په ډیزاین کی مخنیوی وکړو.

دا میتود د یوی کمپنی د ډیټا په یوځایوالی او د کمپنی د ټولوڅانګو تر مینځ ډیټا په شریک ایښودلو باندی ټینګار کوی.

دیوی کمپنی لپاره ددی میتود پلی کول په کمپنی کی اساسی بدلون او قوی مدیریت ته اړتیا لری ، سره ددی چی دا کار یوه اندازه ستونزمن دی خو ډیری ادارو اوس دغه بدلون منلی

او د دغه میتود څخه راضی ښکاری.

دا میتود یو لړ فایدی لری چی په لاندی ډول دی :

1)   پروګرامونه (میتا اطلاعات) له خپله ډیټابس سره تړلی ندی بلکی مستقل دی.

2)   ددی میتود پلی کول په ډیټابس کی د تکراری ډیټا څخه په زیتا اندازه مخنیوی کوی.

3)   همدارنګه دا میتود د کمپنی په داخلی څانګو  کی دډیټا په شریکولو باندی امر او ټینګار کوی.

4)   په ډیټابس کی دتکراری ډيټا کموالی د ډیټابس د ثبات سبب ګرځی. مثلا که د یو پیریدونکی په اړه معلومات په ټول ډیتابس کی تنها په یو ځای کی ساتل شوی وی نو په ډیره اسانی سره کولای شو چی نومړی پیریدونکی په ډیټابس کی پیدا کړو ، او که وغواړو چی د نومړی پیریدونکی ادرس په ډیتابس کی تغیر کړو نو فقط په یو ځای کی تغیر کافی ده چی دا کار د ډیټابس د ثبات ښکارندوی دی.

5)   همدا شان دی میتود د ډیټابس د پرګرامونو د جوړولو بیه او وخت په زیاته اندازه راکم کړی. دبیلګی په ډول که یو ډیټابس مخکی له مخکی ډیزاین شوی وی او اوس ددی اړتیا وی چی یو ځانګړی پوست کالی(Application) ډیزاین شی. نو ددی کار د سرته رسولو لپاره ضرورت نشته چی یو ډیزاینرد ټول سیستم په طرح او جوړښت باندی فکر وکړی بلکی تنها د مطلوب پوست کالی په جوړولو باندی تاکید کوی.

6)   د ستندردونو پلی کول:کله چی نوموړی میتود په یوه کمپنی کی تطبیق شی نو د ډیټابس د مدیریت لاری چاری یوی ځانګړی څانګی ته سپارل کیږی چی نومړی څانګه د ستندردونولکه د قراردادونو جوړول،د ډیټا د کیفیت څخه څارنه، ډیټابس ته لاس رسی او ډیټابس ته د لاس رسی کنټرول او په هغه کی د تغیراتود څار دنده پر غاړه لری.

7)   د اطلاعاتو اصلاح کول: بی کیفیته ډیټا د ډیټابس په مدیریت ډیره اغیزه کوی او دننی عصر یوه ډیره مهمه موضوع ده . د (TDWI) د انستیتیوت د یوه راپور له مخی امریکا هر کال د بی کیفیته ډیټا له امله ۶۰۰ بیلیونه ډالره توان ګالی. چی پورتنی میتود ددی ستونزی د هواری لپاره لاندی دوه لاری وړاندی کړی

·       د ډیټابس جوړونکی یو لړ قوانین جوړوی چی ددی قوانینو څخه باید سرغړونه ونه شی.

·       ډیټا ډیټابس ته له داخلیدو مخکی باید یو ځل ګمرک شی او تر کتلو وروسته باید ډیټابس ته داخله شی.

سره ددی چی په سوداګریزو چارو کی هر تصمیم له پیسو سره تړلی دی په دی معنی چی د یو شی د لاس ته راوړلو لپاره باید یو څه له لاسه ورکړو. که پورتنی میتود تر ډیره حده ګټور تر سترګو کیږی او ډیرو نیمګړتیاوو ته د حل لاری لری خو تر څنګ یی لګښت ته اړتیا ده .

هغه ډیټابسونه چی د پورتنی میتود پر اساس جوړ شوی دی نو یو ډول خاص مسلکی کسانو ته اړتیا لری چی پر نوموړیو ډيټابسونو باندی کار وکړی ، همدارنګه دا ډول ډیټابسونه د قوی او مسلکی مدیرانو له خوا کنترولیږی اودانستالیشن لپاره یی خاص فنی نفرو ته ضرورت وی.

له بل پلوه له پخوانی فایل سیستم څخه دډيټا تبدیلول یو نوی او پر مختللی سیستم ته هم مالی لګښت ته اړتیا لری

نوی ډيټاس سیستمونه چی د یوی اداری د ټولو څانګو تر مینځ شریک وی باید همیشه پر لیکه وی ، او داسی اسباب موجود وی چی د هغو په واسطه د سيستم یوه اضافی نسخه په یو بل ځای کی وساتو که چیری خرابی را مینځ ته کیږی نو وکولای شو د سيستم د اضافی نسخی څخه کار واخلو او د سيستم د له مینځه تللو مخنیوی وکړو

 

ډیټابیسونه ډولونه:

ډیټابسونه په پراخه کچه او پر ځای کی کارول کیږی ډیټابسونه مختلف ډولونه لری، چی په عمومی توګه په پنځه ډوله ده

·       ځانګړی یا شخصی ډیټابسونه(personal Databases) چی په یوه ځانګړی کمپیوټر کی دیوه کس له خوا کارول کیږی.

·       ګروپی ډیټابسونه(Work group Databases) هغه ډله ډیټابسونه دی چی په ګروپی توګه تری کار اخیستل کیږی  لکه یو ګروپ چی معمولآ د کارکونکو شمیره یی ۲۰ کسانوته رسیږی او په یو مشخصه پروژه باندی کار کوی.

·       هغه ډله ډیټابسونه چی په یو څانګه کی تری کار اخیستل کیږی معمولآ دی ډول ډيټابسونو ته Department/Divisional Databases ویل کیږی څانګه دیوی کمپنی هغه کاری برخه ده چی تر ګروپ زیات کسان پکی کار کوی او د کارکونکو شمیره یی له ۲۰- ۱۰۰ پوری رسیږی لکه مالی څانګه، اداری څانګه او داسی نوری .

·       شرکتی ډيټابسونه (Enterprise Databases): دا ډله ډیټابسونه ټوله کمپنی پوښی یوه کمپنی یا یو شرکت هغه اداره ده چی تر یو زیاتی څانګی لری، د یوی کمپنی څانګی د کمپنی اصلی کارونه مخ ته بیایی او کمپنی حمایت کوی.

·       پرلیکه ډيټابسونه (web enabled Databases): تر ټولو نوی او اخری جوړ شوی ډيټابسونه دی دا ډله ډیټابسونه هغه وخت ډیرعام شول چی انټرنیټ اوسنی نړی وپوښله او سوداګری پر لیکه شوله ، دی ډول ډیټابسونو ته لاس رسی محدود نه دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب