ډېر انټرنيټ کارونه د کوچنيانو پر عقلي صحت ناوړه اغېزې کوي

له لندنه خپريدونکې “دي انډيپينډينټ” ورځپاڼې ليکلي، چې د کوچنيانو لپاره ډېر انټر نيټ کارونه د دوی پر ذهني او عقلي وړتياوو ناوړه اغېزې کوي.

نوموړې ورځپاڼې د بريتانوي طبي کارپوهانو له قوله ليکلي، چې کوم ماشومان له خپلې اندازې زيات کمپيوټر او انټرنيټ ته کيښني، هغوی پر عصبي او عقلي ناروغيو اخته کيږي. 
طبي کارپوهان وايي، چې د انټرنيټ او کمپيوټر ډېره کارونه ماشومانو کې د يوازېتوب، ذهني انديښنو او يو شمېر نورو مرضونو لامل ګرځي.

بريتانوي کارپوهان وايي، چې له څلورو ساعتونو زيات کمپيوتر او انټرنيټ کارول د ماشومانو پر ذهني صحت ناوړه اغېزې لري.

انډيپينډينټ ورځپاڼې زياته کړې، چې ټولنيزې شبکې لکه ټويټر، فیس بک او يو شمېر نور سايټونه د ماشومانو وخت او ذهن ته زيات رسوي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب