ژوند چې څرنګه دی، هماغسې یې ومنه! | مه خفه کېږه! ۲۲

ژوند چې څرنګه دی ، هماغسې یې ومنه!

ناکرارۍ، اندېښنې او خفګانونه د ژوند ملګری دی، انسان تل د دوی له لاسه خفه او زړه خوړینه وی، هېڅ داسې پلار، ملګری، کورنۍ او کار نشته، چې د ژوند پورتنی ملګری ونه لری، له دې امله د بدۍ اور د نېکۍ په اوبو یخ کړه، چې ټولو ته د خلاصون لامل وګرځې.
الله تعالی چې کله کاینات پیدا کړل، نو دوه مخالف شیان یې  پکې هست کړل، خیر او شر، ورانی او ابادی، خوښی او خفګان.
په اخرت کې خیر او خوښی جنت کې راجمع کېږی او شر، ورانی او خفګان ټول دوزخ ته غورځول کېږی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی:

(  الدنیا ملعونةٌ ماعونٌ ما فیها الا ذکرُ اللهِ وما والاهُ وعالمٌ و متعلمٌ. )
”  دنیا او په دنیا کې موجود ټول شیان ملعون دی، پرته د الله تعالی له ذکر او هغو شیانو نه چې ده ته نېږدې دی، او همدارنګه عالم او متعلم.  ”

له دې امله له حقایقو سره ژوند وکړه، او خیالی پروازونه مه کوه، نړۍ چې څه ډول ده، هماغسې یې ومنه، ځان ورسره بلد کړه، په دې نړۍ کې به داسې ملګری پیدا نه کړې، چې نیمګړتیا ونه لری، او هېڅ داسې کار به نه وی، چې نیمګړتیا ونه لری، ځکه چې کمال ددې نړۍ له صفاتو څخه نه دی.
هېڅوک به داسې مېرمن پیدا نه کړی، چې ټول صفات یې دده خوښ وی، په حدیث کې راځې:

(   لا یفرکُ مؤمن مؤمنةُ ان کره منها خلقاً رضی منها آخر  .)
” مومن مېړه باید له مومنې مېرمنې سره کینه ونه کړی، ځکه که د هغې کومه کړنه دده خوښه نه وی، نو بله به یې خوښه شې. ”

له دې امله موږ باید د مصلحت رویه خپله کړو، د بښنې عادت په ځان کې پیدا کړو، له عفوې او بښنې څخه کار واخلو، څه چې اسان او تر لاس لاندې مو دی، وایې خلو او څه چې سخت او لرې دی، پرې یې ږدو، تېروتنې مو سمې کړو، او د ځینې شیانو په اړه ځان ناخبره وښیو.

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن (مارزک)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب