ژوند کې د مثبت بدلون لپاره مهمې ټکي

په ژوندانه کې د مثبت بدلون په موخه لاندې ټکي په نظر کې ونیسه!

• هره ورځ د لسو نه تر دېرشو دقیقو پورې قدم ووهه او هڅه وکړه چې د قدم وهلو پر مهال مو پر خوله موسکا خوره وي!
• هره ورځ د لسو دقیقو لپاره په یو آرام او ګوښه ځای کې کښېنه!
• په هرو ۲۴ ساعتو کې اووه ساعته خوب وکړه!
• په ژوند کې درۍ څیزونه ډیر اهمیت لري، قوت، ښایست او همدردي، که ورته ځیر شې دری واړه له تاسره شته دي.
• هڅه وکړه چې په ژوند کې ډېرې بوختیاوې ولرې!
• هڅه وکړه چې د تېرې ورځې په پرتله نن ډېره مطالعه وکړې!
• تل ډېرې اوبه وڅښه!
• د نورو غذاګانو په پرتله ډېر له هغه ډول غذاګانو ګټه واخله چې له ونو او نباتاتو څخه په نېغ ډول لاسته راځي!
• د سهر  چای د پاچا په څېر، د غرمې ډوډۍ د خان او د ماښام ډوډۍ د ګدا په څېر وخوره!
•  د ژور فکر کولو او عبادت لپاره ځانکړی وخت په پام کې ونیسه، ځکه دا دوه څیزونه زموږ د سخت ژوند د ستونزو د حل په لاره کې مرستندویه واقع کیږي!
•  کوښښ وکړه چې چوست او چالاک واوسې!
•  تل هڅه وکړه چې چې وخاندې او خوشحاله واوسې!
•  هڅه وکړه چې حداقل په ورځ کې دری کسه خوشحاله کړې!
•  هېڅکله دې خپله انرژي په غیبت کولو مه مصرفوه‎!
•  د داسې څیزونو د حل په اړه فکر کول چې زموږ له واکه وتلي وي زموږ وخت ضایع کوي، همېشه دداسې څیزونو په اړه فکر وکړه چې حل یې امکان ولري!
•  د خپلې تفرېح ډېر وخت له داسې اشخاصو سره ولګوه چې عمر یې یا له ۷ ټیټ او یا له ۷۰ لوړ وي!
•  د ژوند  مزل ډېر لنډ دی نو هېڅکله باید خپل وخت له چانه په نفرت کولو کې تېر نکړو!
•  تل باید له خلکو سره په ښه ډول چلند وکړو!
•  کوم څه چې تیریږي هغه له یاده وباسه!
• هېڅکله د یو ملګري کومه غلطي چې ترېنه شوې یې په یاد مه وروړه، ځکه چې د اوسنۍ خوشحالۍ د له منځه تلو سبب کیږي!
•  دا درک کړه چې ژوند د یو ښوونځي بېلګه لري، چې پکې زده کړې کوو او هغه ستونزې چې پیښیږي د الجبر مثال لري، چې زده کول یې سخت او ستونزمن دي خو لوستل او تمرینول یې په ژوندانه کې ډېر ګټور واقع کيږي!
•  دا شرط نده چې په ټولو بحثونو کې د بریالی واست دا هم په فکر کې ونیسه چې کله کله کېدای شي کار په ښه ډول سرته ونه رسيږي، مهمه دا ده چې په اړه یې خفګان ونکړې.
•  هېڅکله مو خپل ژوند د نورو له ژوند سره مه پرتله کوئ، ځکه چې تاسو د دوی له موخو، شخصي حال او نورو اړوندو مسایلو خبر نه یاست!
•  په تېر پسې دوعا کوه، د راتلونکي په اړه فکر وکړه او تصمیم ونیسه!
•  مال او سرمایه نشي کولای ستاسو ساتندویه واوسې خو ملګري او دوستان مو کېدای شي د تل لپاره مرستندویه وي، ځکه خو همدا رشته ټینګه ونیسه!
•  تل حوصله ولره، د نورو تېروتنې وبخښه ځکه حوصله، زغم او بښنه د مېړانو نښانې دي!
•  څوک چې ستاسو په اړه کوم فکر او قضاوت کوي ددوی شخصي نظر دی، ته په دوی پسې مه ګرځه بلکې خپلې موخې لاسته راوړه!
•  ټول حالتونه په تېرېدو دي چې ښه تیریږي او که بد، کوښښ وکړه چې په ښو کې یې تېر کړې!
•  له څه نه چې نشې کولای ګټه پورته کړې، اګر که هر څومره ښکلی او ښه جوړ شوی هم وي لیرې یې کېږده!
•  له غبطې، کینې او حسد څخه لیرې واوسه!
•  تل هیله من واوسه او هیڅکله هم هیله او امید دې د الله ج له درباره مه قطع کوه ځکه ناامیدي غم رامنځ ته کوي.
•  کوم فرق نه کوي چې څنګه یې او څنګه احساس لرې پورته شه! ښایسته، پاکې او ډولي جامې واغونده او په ټولنه کې ځان مطرح کړه!
•  تل میانه رو واوسه! یانې په هر کار کې له اعتداله کار واخله!
•  کله دې چې د زړه خوښي ترلاسه کړه نو پوه شه چې په ریښتیا سره خوشحاله یاست!
•  ریښتینی او صادق واوسه!
•  ډېر وخت له خپلې کورنۍ سره په اړیکه کې واوسه!
•  تل خیرغوښتونکی واوسه او همېشه خلکو ته سمه لاره وښیه!
•  نېغه او مستقیمه لاره وټاکه!
•  وختي خوب ته تلل او وختي پاڅېدل تاته خوښي، روغتیا او سرمایه در په برخه کوي!
•  هره ورځ د ځان لپاره موخه وټاکه او د مهال وېش سره سم په مخ لاړ شه!

ژباړه: روح الله وفا

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب