ښارته ګورم -شعر

زه چي كله  ښا ايسته رخسار ته ګورم
صحرايي غوندي حيران يم ښارته ګورم
.
ګورئ بيابه نازولى ګيلمن وي
دروازه كي ورته ناست يم لارته ګورم
.
چي شمال يې پلو پورته كړي له مخه
دومره نر نه يم چي زه به يارته ګورم
.
حق الله دى لاس مي پريږدئ ملايانو
منصور نه يم له نږدې ودارته ګورم
.

دا چي زه د چا ګزار يم درد ولى
پرې ګزاركولى نه شم ښكار ته ګورم

.

بس ناپام يې پر سر ور وختمه
پړك اخيستى وارخطا مړه مارته ګورم
.
بيابه وايې چي نظر دي كړم الهام
غوټۍ ګوره زه لومړۍ وخار ته ګورم
سيدالهام

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب