ښه خوب، بد خوب، دیني او دنیایي ګټې او تاوانونه یې

روژه کې نن سبا زیات خلک د شپې تراویح او بیا پیشنمي له کبله بیخوبه شي، نو چې سهار لمونځ وکړي سمدستي وغځيږي او غرمې پورې خوب وهي، دا خوب ګټې او تاوانونه لري، غواړم دلته په لنډو ټکو کې یې بیان کړم، ترڅو خپله د دغه خوب کولو یا نه کولو پریکړه وکړئ.

خوب د دې لپاره وي چې د بدن او مغزونو ستړیا او نارامي له منځه لاړه شي او بیرته د نور ژوندانه مخته بوولو لپاره انسان تازه شي، کنه نو دا ناشونې ده چې خلک دې هیڅ خوب ونه کړي. خو مقابل کې یو شمیر زیانونه هم لري، لکه له کارونو پاتې کیدل، وخت ضایع کیدل، د خوب مهال د مال غلا کیدل، او دیته ورته بیشماره زیانونه.

د خوب شرعي او دنیوي احکامو، ګټو او تاوانونو ته په کتلو سره خوب په درې ډوله ویشلی شو:

۱- ښه خوب،

۲- بد خوب،

۳- نه ښه نه بد.

 

۱- «ښه خوب»

هغه خوب ښه خوب دی چې په شریعت برابر وي، داسې خوب د دین او دنیا ګټې لري، آخرت کې د ثواب سبب کیږي او په دنیا کې مالي او ځاني ګټې انسان ته رسوي. نو کوم خوب ښه دی؟

ا: ښه خوب د شپې له ماسخوتن مانځه وروسته متصل څخه د تهجد تر وخت پورې دی، دا د خوب کتابي وخت دی او سنت دی چې دې مهال کې بنیادم ویده شي، که څوک دې وخت کې خوب وکړي هیڅ ګناه نه لري، او هیڅ دنیاوي تاوان هم نه لري، بلکې ډیرې ګټې لري، د بدن آرامول او نتیجه کې د انسان روغتیا غښتلې کیدل، د مغزونو آرامول او نتیجه کې له لیونتوب، عصبانیت، او نورو اعصابي مشکلاتو خوندي کیدل او داسې نور بیشماره.

ب: قیلوله:

د ماسپښین له مانځه مخکې کم له کمه نیم ساعت تر یوه ساعت پورې خوب ته قیلوله ویل کیږي، دا مهال خوب نه یواځې دا چې سنت دی، بلکې بیحده دنیاوي فوائد هم لري. ډیرو ډاکترانو د قیلولې د ګټو په اړه څیړنې او پایلې اعلان کړې دي، او سپارښتنه یې کړې چې دغه مهال خوب د نیمې ورځې ستړیا نه وروسته د انسان ماغزه تر زیاته حده کراروي او ددې سبب کیږي چې پاتې ورځ په پوره بیدارۍ سره ژوند مخته بوځي. قیلوله همداراز ددې لامل کیږي چې د انسان د زر زړښت مخه ونیسي او د مغزونو د ډیرو مرضونو مخنیوی کوي.

۲- «بد خوب»

بدخوب هغه دی چې د شریعت او انساني ګټو خلاف وي، د بد خوب ډیر وختونه دي چې باید انسان له هغه ځان وساتي، کنه یا به یې دین یا دنیا یا دواړه تاواني شي.

ا: دشپې ناوخته خوب:

د شپې ناوخته ویدیدل په شریعت کې نه دي راغلي، د ماسخوتن له مانځه وروسته خبرو څخه ډیرو حدیثونو کې منع راغلې ده، او رسول علیه السلام به هم سمدستي ویده کیده، بیا به وختي تهجد مانځه ته راپاڅيده، حدیث شریف کې راځي چې له ماسخوتن مانځه وروسته مجلس نشته، البته علمای کرامو هغه خلک له دې قاعدې مستثنی کړي دي چې یا مطالعه کوي، یا بل ضروري کار ولري، یا داسې ضروري میلمه یا بله مسئله وي چې کول یې ضرور وي. خو که ددې لپاره خلک سره راټول شي چې راځۍ دشپې بنډار وکوو، او بیا تر ۱۲ یا ۳ بجو غورې کوي نو له شک پرته د سنت خلاف عمل دی، او که د سهار لمونځ ترې قضا شي نو دغه مجلس یې د قضا کیدو سبب شوی دی، که تل همداسې پیښیږي چې ناوخته بنډارونه او بیا سهار مونځ قضا کیږي نو علما داسې مجلسونه کول ناروا ګرځوي. لنډه دا چې څومره ددغسې ناوخته خوب زیان زیات وي، هومره یې کتابي حکم هم سخت وي. د طب او صحت له نظره ناوخته کیدل د بې شماره ناروغیو سبب کیږي، مثلا زر زړیدل یا بوډا کیدل، اعصابي کمزوري، جسمي کمزوري او دیته ورته.

ب: د سهار له مانځه تر اشراق پورې خوب

د سهار له مانځه تر اشراق پورې خوب په اړه له مفتي ابویاسر صیب څخه پوښتنه شوې، نوموړي داسې جواب ویلی دی:

«الجواب حامداومصليا وبعد: د سهار د لمانځه څخه وروسته بي له عذره خوب کول مکروه دی ځکه د پيغمبرصلی الله علیه وسلم او د صحابه کرامو عمل داسې ؤ چې کله به يې د سهار لمونځ وکړ نو بيا به د لمانځه په ځای باندي د لمرتر ختلو پوري ناست ؤ، پيغمبرصلی الله علیه وسلم امت ته د هغوئ په سهارونو کې د برکت سوالونه کړي دي، او د مجاهدينو تشکيلونه به يې هم سهار وختی ليږل. یوه ورځ پيغمبرصلی الله علیه وسلم سهار د سيدة النساء فاطمه رضي الله تعالی عنها کورته ورغی په داسې وخت کې چې هغي ارام/خوب کاوه پيغمبرصلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: لورې! پورته شه او د خپل رب رزق ترلاسه کړه له غافلوڅخه مه کيږه، ځکه د سپيدو څخه بيا د لمرختو تر وقته الله تعالی د خلګو رزقونه تقسيموي.

په يوه بل حديث شريف کې راځې: سهار وختي د الله تعالی رزق لټوئ ځکه سهار د برکة او ګټي وخت دی، دیني مرتبه کې ډیر لوړ مقام لرونکي صحابي حضرت زبير رض به خپل زامن د سهار له خوبه منعه کول، نوموړي د صحابه کرامو د ترټولو مهمو مالدارانو له جملې څخه دی، حضرت علی رضی الله تعالی عنه څخه نقل شوي چې ویل به يې: د جهالت له علامو څخه یوهم د سهار خوب دی.

له ابن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې يوځل يې خپل زوي د سهار د لمانځه څخه وروسته وليد چې آرام يې کاوه او ويده و نو ابن عبا س رضی الله تعالی عنه ورته وويل: پورته شه. آيا ته داسې وخت ويديږي چې په دغه وخت کې د ارزاقو تقسيمونه کيږي.

له ځینوتابعينو نقل شوي چې ویلي يې دي: سهار مهال د عالم له خواب څخه زمکه نا ارامه وي. ابن قيم وایې: چې له مکروهاتو څخه يو هم د سهار د سپيدو او د لمرختو په مينځ کې خوب کول دي، ځکه دا د ورځی لمړی برخه ده چي د برکتونو او د ارازاقو د تقسيمونو او د غنائمو د لاس ته راوړلووخت دی .

كما ثبت في ” صحيح مسلم من حديث سماك بن حرب قال : قلت لجابر بن سمرة أكنت تجالس رسول الله [صلی الله علیه وسلم ]؟ قال : نعم ، كثيراً ، كان لا يقوم من مصلاه الذي يصلي فيه الصبح – أو الغداة – حتى تطلع الشمس ، فإذا طلعت الشمس قام ؛ وكانوا يتحدثون ، فيأخذون في أمر الجاهلية ، فيضحكون ويتبسم .وأيضا فقد سأل النبي ربه أن يبارك لأمته في بكورها ، روى الإمام احمد عن صخر الغامدي قال : قال رسول الله اللهم بارك لأمتي في بكورها .

قال : وكان إذا بعث سرية أو جيشاً بعثهم في أول النهار ، وكان صخراً رجلاً تاجراً ، وكان يبعث تجارته أول النهار ، فأثرى وأصاب مالاً. واخرجه ابن ماجة برقم ۲۲۲۹ – و ۲۲۲۷ ۶\ ۴۹۲ مکتبه الشامله

ومن هنا كره بعض السلف النوم بعد الفجر ،راجع صحيح الترمذي – الصفحة أو الرقم: ۱۲۱۲ ،فقد أخرج ابن أبي شيبة في مصنفه (۵/۲۲۲ رقم ۲۵۴۴۲ ) بإسناد صحيح وابن ماجه ۶\۴۹۲ المکتبة الشاملة

وهکذا وردت الاثار

فعن عروة بن الزبيرأنه قال كان الزبير ينهى بنيه عن التصبح (وهو النّوم في الصّباح) قال عروة: إني لأسمع أن الرجل يتصبح فأزهد فيه.

البته: که دعذر(مرض یا د مریض خدمت، جهاد، پیره، او دیته ورته) له امله يوه تن شپه نهره تيره کړي وي او د زيات خوب ورتلو له امله نه ذکر کولی شي او نه تلاوت، نو بيا ويده کيدلی شي لکه د تراويحو د جماعت په مهال که سړي ته خوب ورته او تراويح يې په صحيح طريقه سره نشوې کولی نو بيا دې له خوب اوآرام څخه وروسته تراويح وکړي. کمافي الخانية بهامش الهندية ۱\۲۴۴ وکذا اذاغلبه النوم يکره له ان يصلي مع النوم بل ينصرف حتی يستيقظ لان في الصلوة من النوم تهاونا وغفلة وترک التدبر الخ کذافي الدرالمختار وردالمحتار۱\۴۷۵ ط اخری ۲\۴۸ واخری ۱\۵۲۳. والله تعالی اعلم.»

لیکوال: مولوي حبیب الله «ابراهیمي»

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب