ښه ده ښه ده دا دنيا

ګرانه لوستونکيه! باور ولره که دنيا د دوو ورځو تمځاى دى خو اخيرت نه تماميدونکى دوران دى. هغه ډېر نادان نه ګڼې چې اخيرت په دنيا ورټېل وهي؟ که سږ ژمي خلک د واورو له لاسه تر دوو سپوږمو  راوستي وو، خو پسرلى به له سرو ګلانو لکه د يوې شپې ناوي ځنګېږي.  دا دنيا د سږ ژمې په څير سړه او له واورې ډکه فرض کړه. اخرت د پسرلي په څېر د ګلونو او خوشبويو موسم ومنه. بيا نو په دنيا پسې کاشکې څوک نه وايي. ګوره ګرانه داسې نه ده، له دنيا نه زړه مه اخله، دنيا د اخرت کښت ده، په کښت کې بيا خبرې دي. له مرچو څخه مرچ زېږي. د موري زوى ځان نه شې ورته ټينګولاى. له ګلو شات وزې، هره څکه يې خوږه خوږه وي. اخيرت هم دغسې درواخله. دوزخ يې هره ګړۍ مرګى دى. په جنت کې هره شيبه د دنيا تر ټولو خوږو خوږه ده. اوس نو اصلي کار په موږ کې دی. له ما تر تا ټول په بې کچه حرص اخته يو. که د حرص او صبر تر منځ ورخ اوبه واخلي بيابه څه پېښ شي؟

راځه د مهربان لارښود لارښوونو ته مخ ور واړوو. يوه ورځ چې رسول الله (ص) په منبر ولاړ وو پوښته ترې وشوه: يار سول الله! ايا له خير او برکت څخه هم فتنه پيدا کېږي؟
د پوښتونکي غوښتنه دا وه چې مال او دولت خو د خير او برکت شى دى، نو بيا څنګه فتنه ترې لټېږي. رسول الله (ص) په فکر کې ډوب شو، بيا يې له تندي په دوو ګوتو خولې پاکي کړې او ويې ويل: دخير او برکت څخه خير او برکت پيدا کېږي، خو دولت دهغې شنې ورشو مثال لري چې په پسرلي کې شنه شوې وي، هر کله چې ځينې حرصناک څاروي د خپلې تمې او حرص په اثر له اعتداله واوړي او په زياته پيمانه خوراک وکړي نو تاسو وينئ چې هغه د خير او برکت شى د هغوى د هلاکت سبب شي. کوم څاروى چې له اعتدال څخه نه اوړي تر هغو څري چې موړ شي، بيا نو پيتاوي يا سيوري ته پرېوزي، شخوند ووهي، تر يوې اندازې خپل نس خالي کړي بيا په څريدا پيل وکړي. دې ته ورته د هغه چا مثال دى کوم شخص چې دولت په سيخه طريقه تر لاسه کړي او په سمه لاره يې مصرف کړي ډېري ښې ګټي به ومومي. او څوک چې يې په غلطه لاره پيدا کوي بيځايه غرور او له حرصه ډک عملونه ترسره کوي دهغه څاروي مثال لري چې همېش په خوراک بوخت وې او نه مړېږي.

ډاکټر باز محمد ښادمن

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب