ښه وکیلان پارلمان ته ولېږئ

محترم حکمتیار صاحب پخپله وینا کې، چې د ننګرهار غیرتي ولس ته ىٔې وکړه، ډېرو مهمو ټکیو ته اشاره وکړه. غواړم د هغه د عالمانه وینا څخه، د ستاسو توجه یوې برخې ته راوګرځوم‌. هغې وویل: ”ما د حزب اسلامی ټولو غړو ته ویلي دي، چي په انتخاباتو کې هغه کاندید ته خپله رأیه ورکړي، چې هغه د هرې نګاه څخه ښه سړی وي، ولو که د حزب اسلامی غړی هم نه وي“.

ګرانو لوستونکو! لږ په غور سره د دغه ټکیو په برخه کې فکر وکړی. دغه خبره ما تر اوسه له بل هېڅ مشر څخه نده اورېدلې. دغه خبره، ډېره د اهمیت وړ خبره ده، او د دې خبرې معنٰی داده، چې محترم حکمتیار صاحب ته ملي ګټې تر شخصي ګټو ډېرې مهمې او د اهمیت وړ دي. هر دردېدلی او ځورېدلی افغان باید د زړه له کومي، د هغه خبرې ته لبیک ووایي. د افغانستان قدرمنو خلکو ته باید دغه سوال پیدا شي، چې ولې دغه نور مشران همدا شانته خبرې نه کوي. که چېرې ټول مشران همدغسې خبرې وکړي، او هغه بیا په عمل کې پیاده کړي، نو بې له شکه، دغه بدبختي به ان شاءالله، ډېر ژر له منځه ولاړه شي. که چېرې قدرمن افغانان خپلې رأیې ښو او صادقو خلکو ته ورکړي، نو بد خلک به ان شاءالله، په هېڅ صورت کې، د ولس عیزتمن کورته لار پیدا نکړي.

هېره د نوي، چې د یوه ملک حیثیت د هغه د پارلمان د غړو سره مستقیماً ارتباط لري. که چېرې غیرتمن، پوه، هوښیار، صادق، په اسلام او وطن مین خلک، پارلمان ته لاره پیداکړي، نو دغه ډېرې اوسنۍ بدبختۍ، به ان شاءالله ورکې شي.
د افغانستان غیرتمن وګړي، له خپلو ټولو مشرانو څخه، دا توقع لري، چې د محترم حکمتیار صاحب په شان، د خپلو ګوندونو غړو ته توصیه وکړي، چې ښه صادق او اسلام او وطن ته وفادار نمایندګان، پارلمان ته واستوي، او د هغو په انتخاب کې یوازې ښاىٔسته سالاري په نظر کې ونیسي.

د پام وړ ټکی:
راځئ، چې له خپل رب سره دغه تعهد وکړو، چې د پارلمان د وکیلانو د انتخاب په برخه کې به یوازې او یوازې ښایسته سالارۍ ته اهمیت ورکوو، او هغه څوک به د ملت عیزتمن کور ته استوو، چې هغه په اسلام او وطن مین وي، او له ګوندي، ژبني، قومي، او سمتي تعصب څخه به په هر قېمت خپل ځانونه پاک ساتو. د یادولو وړ ده، چې رأیه ورکول، یو امانت دی، او دغه امانت باید په صحیح توګه وکارول شي.
په پای کې یو ځل بیا په ډېره عاجزۍ سره خپل دواړه لاسونه د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته صلحه قایمه کړي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یا رب العالمین.

والسلام عبدالله وردک.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب