ښځه دافغانستان په اساسي قانون كې

 دافغانستان اساسي قانون، لويه جرگه دليندۍ ( 22 مه – دمرغومي 14 مه 1382 ) کابل ښار . په 12 فصلونو، 162 مادې. 27 مادې د ښخوله ژوند سره تړاو لري. شپږمه ماده : دولت، دانساني كرامت د ساتلو، بشري حقوقو د ملاتړ، د دموكراسۍ د تحقق، ملي وحدت د تامين، د ټولو قومونه او قبايلو ترمنځ د برابرۍ او د هٻواد په ټولو سيمو كې د متوازنې پراختيا او ټولنيز عدالت، پر پنسټ ديوې هوسا او پر مختللې ټولنې په جوړولو مكلف دى. دوه ويشتمه ماده: د افغانستان د اتپاعو ترمنځ هر راز تبعيض او امتياز منع دى. د افغانستان اتباع ښځې او نارينه د قانون په وړاندې مساوي حقوق او وجايب لري. څلٻريشتمه ماده: آزادي د انسان طبيعې حق دى. دا حق د نورو له آزادۍ او له عامه مصالحو پرته چې د قانون له ليارې تنﯩيمٻږي حدود نه لري. د انسان آزادي او كرامت له تٻري خوندي دى. دولت د انسان د آزادۍ او كرامت په ساتنه او درناوي مكلف دى. ماده سى و سوم: د افغانستان اتباع د انتخابولو او د انتخابٻدلو حق لري. له دې حق څخه د ګنې اخيستو شرايط او لارې د قانون له ليارې تنظيمٻږي. څلورډٻرشمه ماده: د بيان آزادي له تٻري څخه خوندي ده .هر افغان حق لري چې خپل فكر دوينا، ليكنې، انځور او يا نورو وسيلو له لارې، په دې اساسي قانون كې دراغلو حكمونو په رعايت څرګند كړي. هر افغان حق لري د قانون له حكمونو سره سم مطالپ، يې له دې چې هغه مخكې له مخكې دولتي مقامونو ته وښيي، خپاره او نشر كړي. د مطبعو، راډيو او ټلويزيون، د مطبوعاتو د خپرولو او د جمعي ارتباط په نورو وسيلو پورې مربوط حكمونه د قانون له ليارې تنظيمٻږي. پنځه دٻرشمه ماده: د افغانستان اتباع حق لري چې د خپلو مادي او يا معنوي غوښتنو د تامين لپاره، د قانون له حكمونو سره سم ټولنې جوړې كړي. د افغانستان اتباع حق لري د قانون له حكمونو سره سم، سياسي ګوندونه جوړكړي،په دې شرط چې: ۱ .د ګوند مرامنامه او اساسنامه د اسلام د سپٻڅلي دين د احكامو او په دې اساسي قانون كې دراغلو نصوصو او ارزښتو نو مخالف نه وي. ۲ .د ګوند تشكيلات او مالي منابع څرګند وي. 3نظامي او نظامي ډوله تشكيلات او هدفونه ونه لرې. د قوم، سيمې، ژبې او فقهي مذهب پربڼست د ګوند جوړول او . فعاليت كول، جواز نه لري. هفه جمعيت او ګوند چې د قانون له حكمونو سره سم جوړيږي د قانوني موجباتو او با صلاحيتې محكمې له حكمه پرته نه منحل كٻږي. شپږ دٻرشمه ماده: د افغانستان اتباع حق لري چې د روا او سوله ييزو غوښتنو د تامين لپاره له قانون سره سم بې وسلې غونډې او مظاهرې وكړي. نهه دٻرشمه ماده: هر افغان حق لري د هٻواد هر ګوټ ته سفر وكړي او استوګن شي خو له هغو سيمو پرته چې قانون منع كړې وي. هر افغان حق لري د قانون له حكمونو سره سم له افغانستان څخه بهر سفر وكړي او بٻرته راستون شي. دولت له هٻواد څخه بهر د افغانستان د اتباعو د حقوقو ساتنه كوي. څلوٻښتمه ماده: ملكيت له تٻري څخه خوندي دى. هيڅوك د ملكيت د ترلاسه كولو او په هغه كې له تصرف كولو څخه نه منع كٻږي. مګر د قانون د احكامو په حدودو كې. د هيچا ملکيت د قانون د حکم او د با صلاحيته محكمې له پريكړې پرته نه مصادره كيږي. د شخص د ملكيت استملاك يوازې د عامه ګټود تامين په مقص ….. د مخكيني او عادلانه بدل په وركولو، دقانون له مخې مجاز دى. د شخص د شتمنۍ پلتڼه او اعلان يوازې د قانون په حكم كٻداى شي. دري څلويښتمه ماده: زده كړه د افغانستان د ټولو اتباعو حق دى چې د لٻسانس تر درجې پورې وړيا د دولت له خوا تامينٻږي. دولت مكلف دى چې د ټول افغانستان كې د متواٻن معارف د عامولو او د منځينو اجباري زده كړو د تامين لپاره اغٻزمن پروګرام ۍرح او تۍپيق كړي او د مورنيو ژبو د تدريس لپاره په هغو سيمو كې چې خپرې كيږي لاره هواره كړي. څلور څلوٻشتمه ماده: دولت مكلف دى د ښځو د زده كړو د پراختيا او توازن د ايجاد په منظور، د كوچيانو د زده كړو د ښه والي او په هٻواد كې د پې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره اغٻزمن پروګرامونه طرح او تطبيق كړي. پنځه څلوٻښتمه ماده: دولت د اسلام د سپٻڅلي دين د حكمونو او ملي فرهنګ پرپنسټ تدوينوي. شپږ څلوٻښتمه ماده: د لوړو، عمومي او اختصاصي زده كړو د موسسو جوړول او اداره كول، د دولت وظيفه ده. د افغانستان اتباع كولاي شي د دولت په اجازه د لوړو، عمومي، اختصاصي او د سواد زده كړو موسسې جوړې كړي. دولت كولاي شي پهرنيو كسانو ته هم د قانون له حكمونو سره سم د لوړو، عمومي او اختصاصي زده كړو د موسسو د جوړولو اجازه وركړي. د لوړو زده كړو په دولتي موسسو كې د شاملٻدو سرۍونه او له هغو سره نورې مربوطې چارې، د قانون له ليارې تنظيميږي. اوه څلويښتمه ماده: دولت د علم، فرهنګ، ادب او هنر د پرمختګ لپاره اغٻزمن پروګرامونه طرح كوي. دولت د مولف، مخترع او كاشف حقوق تضمينوي او په ټولو برخو كې علمي څٻړنې هڅوي او ملاتړ يې كوي او د هغو له نتيجو څخه د غٻزمنې ګټې اخيستل د قانون له حكمونو سره سم عاموي. اته څلوٻښتمه ماده: كار، د هر افغان حق دى. د كار د ساعتونو ټاكل، او با معاشه رخصتي، د كار او كارګر حقوق او له هغو سره نورې مربوطې چارې د قانون له ليارې تنظيمٻږي. د قانون د حكمونو په حدودو كې د كار او كسب انتخاب آزاد دى. نهه څلوٻښتمه ماده د جپري كار تحميل منع دى. د جګړې، آفتونو او نورو داسې حالاتو كې چې عامه ژوند او هوساينه تهديد كړي فعاله برخه اخيسته د هر افغان ملي وجيبه ده. پر ماشومانو د كار تحميل جواز نه لري. پنځوسمه ماده: دولت مكلف دى چې د يوې سالمې ادارې او د هٻواد په اداري سيستم كې د سمون د رامنځ ته كٻدو لپاره، لازم تدبيرونه ونيسي. اداره خپل اجراآت په بشپړه بې طرفۍ او د قانون له حكمونو سره سم عملي كوي. د افغانستان اتباع حق لري د قانون د حكمونو په حدودو كې له دولتى ادارو څخه اطلاعات ترلاسه كړي. دا حق د نورو حقوقو او عامه امنيت ته له زيان رسولو پرته، حدود نه لري. د افغانستان اتباع د اهليت له مخې او له هر ډول توپير څخه پرته د قانون له حكمونو سره سم د دولت خدمت ته منل كٻږي. دو پنځو سمه ماده دولت د افغاستان د ټولو اتباعو لپاره د ناروغيو د مخنيوي او د وړيا علاج وسيلې او روغتيايي اسانتياوې د قانون له حكمونو سره سم تامينوي. دولت له قانون سره سم د خصوصي طبي خدمتونو او روغتيايي مركزونو جوړول او پراختيا هڅوي او ملاتړ يې كوي. دولت د سالمې بدني روزنې د پياوړتيا او د ملي او سيمه ييزو ورزشونو د پراختيا لپاره لازم تدبيرونه نيسي. دري پنځوسمه ماده دولت د شهيدانو او مفقودينو له پاتې كسانو، د معلولينو او معيوبينو د بيا ځواكمنۍ او په ټولنه كې د هغوى د فعالې ونډې اخيستنې په خاطر د مالي مرستو او روغتيايى خدمتونو د تنظيم لپاره د قانون له حكمونو سره سم لازم تدبيرونه نيسي. دولت د متقاعدينو حقوق تضمينوي او له زړو كسانو، بې سرپرسته ښځو، معيوبينو او معلولينو او بې وسه يتيمانو سره د قانون له حكمونو سره سم لازمې مرستې كوي. څلور پنځوسمه ماده: كورنۍ د ټولنې اساسي ركن دى او د دولت تر پاملرنې لاندې ده. دولت د كورنۍ او په ځانګړې توګه د مور او ماشوم د جسمي او روحي روغتيا د تامين، د ماشومانو د روزنې او د اسلام د سپيڅلي دين له احكامو سره د مغايرو رسومو دله منځه وړو لپاره لازم تدبيرونه نيسي. پنځه پنځوسمه ماده له هٻواد څخه دفاع د افغانستان د ټولو اتباعو وجيبه ده. د عسكري مكلفيت د دورې د تٻرولو شرطونه د قانون له ليارې تنظيمٻږي. شپږپنځوسمه ماده د اساسي قانون د حكمونو پيروي، د قوانينو اطاعت او د عامه نظم او امنيت رعايت د افغانستان د ټولو خلكو وجيبه ده. د قانون له حكمونو څخه بې خبري عذر نه ګڼل كٻږي. دوه شپٻتمه ماده څوك چې جمهوري رياست ته كانديدٻږي، بايد د لاندنيو شرطونو لرونكى وي: ۱ .د افغانستان تبعه، مسلمان، له افغان مور او پلار څخه زٻږٻدلى وي او د بل هٻواد تابعيت ونلري، 2د كانديدٻدو په ورځ يې عمر تر څلوٻښتو كلونو لږ نه وي، . ۳ .د محكمې له خوا د بشري ضد جرمونو، او جنايت په ارتكاب او يا له مدني حقوقو څخه په محرومۍ محكوم شوى نه وي، هيڅ شخص نشي كولاى له دوو دورو زيات د جمهور رئيس په حيث وټاكل شي. په دې ماده كې راغلى حكم د جمهور رئيس د مرستيالانو په برخه كې هم تطبيقٻږي. دوه اويايمه ماده څوك چې د وزير په توګه ټاكل كٻږي بايد لانديني شرطونه ولري: ۱ .يوازې د افغانستان د تابعيت لرونكى وي. كه چٻرې د كوم وزارت كانديد د بل هٻواد تابعيت هم ولري ولسى جرګه د هغه د تاييد يا رد صلاحيت لري، 2لوړ تحصيلات، كاري تجربه او ښه شهرت ولري، . 3عمريې تر پنځه دٻرش كلونو لږ نه وي، . 4د محكمې له خوا د بشري ضد جرمونو او جنايت په ارتكاب او يا له مدني حقوقو څخه په محرومۍ محكوم شوى نه . وي. دري اتيايمه ماده د ولسي جرګې غړي د خلكو د آزادو، عمومي، پټو او مستقيمو انتخاباتو له لارې انتخابيږي. د ولسي جرګې د كار دوره د پنځم كال د جنګاښ په لومړۍ نٻټه د انتخاپاتو د نتيجو د اعلان څخه وروسته پاى ته رسٻږي او نوې شورى په كار پيل كوي. د ولسي جرګې د دورې تر ختمٻدو د مخه له دٻرشو څخه تر شپٻتو ورځو پورې موده كې د ولسي جرګې د غړيو انتخابات كٻږي. د ولسي جرګې د غړيوشمٻر د هرې حوزې د نفوسو د شمٻر په تناسب زيات نه زيات تر ( 250 ) كسانو پورې دى. انتخاباتي حوزې، او ورسره نور مربوط مسايل د انتخاباتو په قانون كې ټاكل كٻږي. د انتخاباتو په قانون كې بايد داسي تدبيرونه ونيول شي چې انتخاباتي نظام د افغانستان د ټولو خلكو لپاره عمومي او عادلانه استازيتوب تامين كړي او د نفوسو په تناسب دې له هر ولايت څخه په اوسط ډول لږ ترلږه دوه ښځينه وكيلې په اولسي جرګه كې غړيتوب ترلاسه كړي. څلو اتيايمه ماده: د مشرانو جرګې غړي په لاندې ډول انتخاب او ټاكل كٻږي: ۱ .د هرې ولايتي جرګې له غړيو څخه يوتن د مربوطې جرګې په انتخابات، د څلورو كلونو لپاره، ۲ .د هر ولايت د ولسواليو د جرګو له غړيو څخه يوتن، د مربوطو جرګو په انتخاب، د دريو كلونو لپاره، 3پاتې دريمه برخه غړي د معلولينو او معيوبينو د دو و ټنو او كوچيانو د دوو تنو استازيو په ګډون د هٻواد له خبيرو او . تجربه لرونكو كسانو څخه د پنځو كلونو لپاره د جمهور رئيس له خوا ټاكل كٻږي. جمهور رئيس له دې اشخاصو څخه په سلو كې پنځوس ښځې ټاكي. هغه شخص چې د مشرانو جرګې د غړي په توګه انتخابٻږي په مربوطه جرګه كې خپل غړيتوب له لاسه وركوي او دده پرځاي د قانون له حكمونو سره سم بل شخص ټاكل كٻږي. پنځه اتيايمه ماده هغه څوك چې د ملي شورى غړيتوب ته كانديد يا ټاكل كٻږي، د ټاكونكو پر شرطونو سر بٻره، دا لاندې صفتونه هم بايد ولري: 1د افغانستان تبعه وي يا لږ تر لږه د كانديدٻدو يا تعيين تر نٻټې لس كاله پخوا يې د افغانستان د دولت تابعيت تر لاسه . كړى وي، 2د محكمې له خوا د بشري ضد جرمونو، او جنايت په ارتكاب او يا له مدني حقوقو څخه په محرومۍ محكوم شوى نه . وي، 3د ولسي جرګې غړيو د كانديدٻدو په ورځ د عمر پنځه ويشت كاله او د مشرانو جرګې غړيو د كانديدٻدو يا ټاكنې په . ورځ د عمر پنځه ديرش كاله بشپړ كړي وي. يوسلو اتلسمه ماده د سترې محكمې غړى بايد لانديني شرايط ولري: 1د ټاكلو په وخت كې د رئيس او غړو عمرتر څلوٻښتو كلو لږ نه وي، . 2د افغانستان تبعه وي، . 3په حقوقي يا فقهي علومو كې لوړې زده كړې او د افغانستان په قضايي نظام كې تخصصاو كافي تجربه ولري، . 4د ښه سيرت او نٻك شهرت لرونكى وي، . 5د محكمې له خوا د بشري ضد جرمونو او جنايت په ارتكاب او يا له مدني حقوقو څخه په محرومۍ محكوم شوى نه . وي، 6د وظيفې د تصدۍ په وخت كې په هٻڅ سياسي ګوند كې غړيتوب ونه لري. . يو سلو يو څلوٻښتمه ماده د ښاري چارو د ادارې لپاره ښاروالي تشكيلٻږي. ښاروال او د ښاري مجلسونو غړي د آزادو، عمومي، پټو او مستقيمو انتخاباتو له لارې انتخابٻږي. په ښارواليو پورې مربوطې چارې د قانون له ليارې تنظيمٻږي.

ژباړه-زهره

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب