ښځه د سړي جنت ته د تګ سبب

رسول اکرم صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي: هرهغه څوک چې د خپلو دوه لوڼو ښه پالنه وکړي او د بلوغ تر وخته پورې یې هر راز روا غوښتنې پر ځای کړي نو هغه به د قیامت په ورځ داسې وي لکه (بیا یې خپلو دواړو گوتو ته اشاره وکړه چې یو ځای یې نیولې وې. او هرهغه څوک چې د خپلو لوڼو له امله له کومې ستونزې سره مخ شي او سره له هغې بیا هم د هغوی ښه پالنه وکړي نو د قیامت په ورځ به د نوموړي کس او د دوزخ د اور ترمنځ یو دېوال د پردې په شان واقع شي او د هغه نه به حفاظت کوي.

همدارنگه رسول اکرم صلى الله عليه وسلم د نارینه وو په باره کې داسې فرمایلي دي: غوره شى چې په دې دنیا کې الله تعالی نارینه وو ته ورکړي دي هغه نېک عمله او صالحه ښځه ده.

هو، همدا ښځه ده چې د خپلو اولادونو په ښه توگه روزنه کوي او وروسته له الله جل جلاله او د هغه له رسول صلى الله عليه وسلم څخه په اوله درجه کې د احترام او اکرام وړ ده. یو نفر له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل چې د خدمت لپاره تر ټولو وړ کس څوک دى؟ رسول صلى الله عليه وسلم ورته وفرمایل: مور. بیا هغه کس وویل: بیا څوک دي؟ ورته وویل شول: مور. بیا هغه کس وویل: بیا څوک دي؟ ورته وویل شول: مور. په څلورم ځل ورته وویل شول چې پلار.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب