ښځه د کور ډېوه! اسلام له نظره

ټولوته بهتره معلومه ده چې ښځه هغه مور ده چې په ژوند کې خپل زوی ته تر دي ګرانه او عزتمنده بل هيڅ کوم شی نشته، نېکه او ښه ميرمن هغه عزتمنده ا و ګرانه ښځه ده چې خاوند ته يې بې له مور،اولاد او پلار څخه تر دي کوم بل شي محبوب او ګران نشته،ښځه هغه خور ده چې وروڼه يې ددوي د عزت او پت ساتلو لپاره له سرونو څخه تيريږي.

نو مخکې له دې چې په اسلام کې دښځو په حقوقو وغږیږو غواړم اول په نورو مدنیتونو کې دښځو په عرضه رڼا واچوم.
اول په یوناني مدنیت کې ښځه دټولو حقونو محرومه وه او بازار ته به دڅارویو په شان دخرڅلاو لپاره وړل کیده همدا شان په رومي تمدن کې به دجنسي غریضې دسړولو یوه وسیله وه او دانجلۍ دپيدا کیدو سره سم به معبد ته وړل کیده په ځانګړو چاقوګانو به ایښودل کیده او که چا به دلورولۍ په توګه ونیوله ښه ترښه که نه هملته به په ژړا ژړا دمرګ میلمنه کیده ،هندوانو به شخصي ملکیت ګڼله او دخاوند دمرګ سره سم به یې ترې دژوند حق اخیسته او په اوربه یې ژوندئ سوزوله دې ته ورته بیا داسلام له راتګه مخکې دجاهیلیت په زمانه کې بیا لوڼې ژوندۍ ښځولې او دلور پيدایښت به یې عار اوشرم بله،همدا شان غربی نړۍ چې دښځو دحقونو په اړه چې اوس هم په دځنګل دڅارویو په څير په کې له خپلې نفسي غوښتنې چې دمور او خور تفکیک په کې نه کیږي پوره کوي او همدا شان ددغه شعار په نوم دخلکو په غولولو لګیا دي:-

۱) دښځو او نرو تر منځ برابري.
۲) د ښځو اقتصادي خپلواکي
۳)د نارینؤ او ښځو تر منځ ازادانه اختلاط.
خو داسلام په راتګ سره سم يې ښځې ته لوې مقام او منزلت ورکړ او له پورته بدبختیو یې وژغورله.
که دغه نقطې ته متوجه شو چې داسلام په راتګ سره نجلۍ چې پيدا شوه کورته دنعمت زیرې شو کله چې پيغله شوه دخاوند نیم ایمان پرې پوره شو خو کله چې مور شوه دپښو لاندې یې جنت شو،همدا شان ددې دساتنې لپاره یې څو کسان مقرر کړ پلار ،ورور ،خاوند او خسر همدارنګه که مالي حقونو ته په لنډ توګه نظر واچوو نو دې پایلې ته به ورسیږو چې ښځې ته دپلار په مال کې دنیم ورور حق ورکول دنکاح په وخت کې پغیر له مهر څخه یې نکاح نه کیږي او دخاوند په مال کې یې هم اتمه حصه ورکول کیږي.
هیره دې نه وي چې اسلام ورته دتعلیم سره سره ځیني نور حقونه هم ورکړي چې هیڅ یو دین او مدنیت نه ورکړي او نه به یې ورکړي چې له ځينو څخه یې په لنډه توګه یادونه کوو:-
۱-دتعلیم په اړه حق : پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي طلب العلم فریضة علی کل مسلم- مسلم کې نر او ښځه دواړه راځي .
۲-اقتصادي حق : الله جل جلاله فرمایي : للرجال نصیب مما ترک الوالدین والاقربون وللنساء نصیب مما ترک الوالدین.
۳-دکار حق: کله چې اقتصادي حق لري دملکیت حق ورته حاصل شو نو کار حق هم لري چې کار وکړي.
۴-سیاسي حقوق: کاندید حق رایه ورکولو حق.
دا ټول کارونه هلته صحیح دي چې داسلام په چوکاټ کې او بې د اختلاط څخه وي.

ګرانو لوستونکو! تاسو ته بهتره معلومه ده چې نن سبا دغرب سربیره ځینې نور بې لارې خلک هڅه کوي چې زمونږ ګران ځوانان او خویندې په قسم قسم بهانو او چلونو په مختلفو فکري مادي او معنوي شکل دګمراهیو په لور سوق کوي.
نو له تاسو مې هیله دغه ده چې هغه څه چې اسلام مسلمانانو او انسانانو ته ورکړي هیڅ یو دین نه دي ورکړي نه به یې ورکړي او نه یې ورکولاۍ شي.
چې ما یې مشت نمونه خروار ستاسو مخې ته کیښوده.
هیله ده چې په دې معلوماتو بسنه ونه کړئ او داسلام په دریابي دین کې لا تحقیق وکړئ له څرنګه چې زمونږ رب ذولجلال مونږ ته فرمایئ که ونې قلمونه شي او دریابونه یې رنګونه شي او زما نعمتونه وشمیرۍ دا دواړه به خلاص شي خو زما نعمتونه به خلاص نه شي.
داسلام دمبارک دین دکامیابي او فلاح په هیله.

ستاسو خور مریم بهار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب