ښځه په اسلامي ټولنه کې

الله تعالى په دنيا کې هر يو شى د خپل خاص قانون له مخې پيداکړيدى هر شى ته ئې ځانګړى خاصيتونه ورکړيدى، ځانګړى سوچ فکر او قوت يې ورکړيدى، او په هرشى کې يې نر او ماده د دې له پاره پيدا کړى چې هر يو يې پخپله دايره کې خپل کار په سمه توګه سرته ورسوي. د دې ټولو شيانو د تنظيم کولو عمل ته د فطرت قانون وايي او هر يو شى د دغه قانون تابع دي، بله دا چې الله تعالى هر شى د دغه قانون تابع ګرځولى دى نه دا چې د فطرت قانون پخپله د کوم کار د سرته رسولو طاقت لري، لکه چې خداى نه منونکى خلک چې عقيده لري.
په دې اساس په ټولو شيانو کې الله تعالى انسان ته يو لوړ مقام ورکړيدى، هغه يې په ټولو مخلوقاتو کې د عزت او احترام وړ ګرځولى دى، ټول شيان يې په يوه او بله طريقه د انسان تابع ګرځولي دي تر څو انسان د هغه هدف له پاره کار وکړي،د کوم له پاره چې پيدا کړى شويدى.

د نورو مخلوقاتو په څېر انسان هم په دوه برخو ويشل شوى دى چې يو يې نر او بل يې ښځه ده. دا تقسيم کوم تصادفي تقسيم نه دى چې هيڅ هدف نه لري، او نه دا چې د شکل او رنګ يا د جسمي جوړښت له توپير پرته نور په خاصيتونو او مسؤوليتونو کې کوم توپير نه لري، او هر يو يې د بل سره په هرشي کې شريک او برابر دي، که يو څوک د نر او ښځې په اړه دا فکر ولري نو شايد د ډيرو په اند ليونى وشميرل شي.

پدې کې هيڅ نشته چې نر په انساني ټولنه کې ( پرته لدې چې په اسلامي ټولنه کې) يو ځانګړى مقام لري،  د نر بدني جوړښت د عقل او فکر د لوړوالي کچه، د سختۍ او تکليف برداشت کول، د کار او کوشش طاقت لرل، په ټولنه کې د خلکو سره راشه درشه، د شپې او ورځي بې له قيد اوبنده دنده سرته رسول، د خپلې مانديني اوبچيانو د ژوند د اړتياوو پوره کول، په پوره ځوانمردۍ د ډيرو سختو  حالاتو مقابله کول او داسې نور هغه څه دي چې په ټولنه کې نر ته امتياز ورکوي.
د دې په مقابل کې ښځه د خپل بدني جوړښت له امله له ځينې استثناوو پرته په عمومي ډول ارام طلبه وي، د ټولنې د کارونو د بار پورته کولو توان نه لري او د مصيبتونو او تکليفونو مخې ته ودريدل ورته سخت وي، د هغه وظيفې له سرته رسولو سره په څنګ کې چې الله تعالى د هغې له پاره پيداکړې نه شي کولى چې د خپلى کورنۍ او ټولنې مادي اړتيا وې پوره کړي.

خو دا هر څه د ښځې مقام په ټولنه کې کموي نه، بلکه په ټولنه کې چې هغه دکوم هدف    له پاره تخليق شويده هغه په ډيره ښه توګه سرته رسوي، او که چيرته يوه ښځه د خپل هغه مسؤليت او خپلې هغې دندې څخه چې د هغې د سرته رسولو    له پاره پيداشوې غفلت وکړي او په نورو کارونو کې ځان مشغول کړي نو ټولنه له فساد سره مخامخ کېږي.
د ښځې اوږو باندې د کورنۍ د روزنې مسؤوليت پروت دى، ښځه بايدټولنې ته هغه مواد تيار کړي چې ټولنه ور ته اړتيا لري، ښځه بايد ټولنې ته پوهه اوتکړه بچيان، وروڼه او غيرتمن خاوندان تقديم کړي.

بې له شکه په تاريخ کې د ميړنيو او تورياليو شاته د لوى شان لرونکې ميندې، خويندې او کورودانې شتون لري چې هرې يوې يې د ټولنې د سمون له پاره د خپل وس او توان مطابق توريالي وړاندې کړيدي. ښځه په ټولنه کې د نارينه په شان خو په ځانله دايره کې خپله دنده اومسؤليت لري، ځانته حقوق اوامتيازات لري، چې خصوصاً اسلام ورته د هغې د توان په اندازه مسؤليتونه او د هغې د اړتياؤ په اندازه حقوق او امتيازات ورکړيدي.

your ads

ښځه په اسلامي ټولنه کې د نرپه شان د قدر او احترام لرونکى  انسان دى، ښځه په نر هغومره حقوق لري چې نر يې په ښځه لري (( ولهن مثل الذي عليهن )) دښځو له پاره هغه حقوق دي چې په ښځو باندې دي، ښځې ته په اسلامي ټولنه کې د مور د درجې په ورکولو سره، د خور او لور د درجې په ورکولو سره او د مېرمنې د درجې په ورکولو سره د احترام او عزت ځاى ورکړل شويدى.
په اسلامي ټولنه کې هيڅکله هم ښځه يوه وينځه نه ده، هغه يو تړلى شوى حيوان نه دى بلکه هغه يو ازاد او حقوق لرونکى انسان دى چې درناوى يې په اسلامي ټولنه کې لازم او ضروري دي.
ښځه هيڅکله هم يواځي د نارينه د زړه د خوشحالولو، يا د عام استعمال د شيانو په څير نه ده ګرځول شوې، په غير اسلامي ټولنو کې د ښځې د ازادۍ يا هغوى ته د مساوي حقوقو د ورکولو معنى دانه ده چې هغوى دې په ټولنه کې د عزت اواحترام په مقام کېنولى شي. بلکه دغه دندې له ښځو څخه د يو بازاري شي د جوړولو په خاطر کيږي چې څرنګه ښځه د خپل بدن د ښکلا نمايش وکړي، څرنګه ښځه د نارينه ؤ زړه خوشحاله کړي، څرنګه ښځه او د هغې عکسونه د بازارونو زينت وګرځي، څرنګه د فابريکو خاوندان او لوى سوداګر له ښځو څخه د خپلو جوړو کړو شيانو په خر څلاو کې استفاده وکړي، څرنګه ښځې په هوټلونو او د تفريح په ځايونو کې د خلکو د جذب کولو سبب وګرځي، او څرنګه دفترونو او کار ځايونو کې د هغوى په ګومارلو د نارينه ؤ زړه خوشحاله شي.

په غير اسلامي ټولنو کې ښځه د دغه شيانو څخه پرته نور هيڅ مقام اودرنښت نه لري.
خو د دې په مقابل کې په اسلامي ټولنه کې ښځه بايد د ټولنې د جوړښت سبب وګرځي، نه په ټولنه کې د فساد سبب. ښځه بايد د خپلو صلاحيتونو په کار اچولو سره د خپل عزت او ناموس د ساتلو هاند وکړي، ښځه بايد خپل ځان بازار ته د نمايش له پاره وړاندې نه کړي، ښځه بايد د هغه بې ځايه ازادۍ مخه ونيسي چې په حقيقت کې د ډيرو غلامه ګرځي، مسلمانه او افغانه ښځه بايد د هغو ښځو تقليد ونه کړي چې خپلې ټولنې يې له ګواښ سره مخامخ کړيدى.

افغانستان چې اوس د دودونو د رسه کشۍ ميدان ګرځيدلى، هر يو غواړي چې خپل دود رسم او رواج ته په دې ساده ټولنه کې وده ورکړي، او هر يو يې افغاني ميرمنې د خپل ثقافت د ترويجولو له پاره هڅوي، بايد چې افغانه ميرمن د يوې حقيقې مسلمانې ميرمنې په څير د دغه ټولو غير اسلامي رواجونو مخه ونيسي، پخپل اصيل اسلامي او افغاني غيرتمن ثقافت کلکه ودريږي د خپلو حقوقو، خپل ناموس، غيرت او حيا ساتنه وکړي،  او د ټولو هغو دسيسو مقابله وکړي چې د هميشه له پاره د اسلام دښمنانو د اسلامې ټولنو د ړنګېدو له پاره پکار اچولي دي او په دغه کار کې يې د هميش له پاره له ښځو څخه کار اخيستى دى. د ښځو حقوق له اسلام څخه پرته په نورو نظامونو کې خوندي نه دي، ښځو ته په معنوي ډول د حقوقو او ازادۍ نعرې وهل او هغوى له خپل اصلي رواج څخه جلا کول په حقيقت کې د هغوى حقوق له پښو لاندې کول دي. د هغوى ازادي ور څخه اخيستل دي او هغوى د تل له پاره په فکري او ذهنې زندان کې قيد کول دي .

رحمت الله زاهد
د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د دکتورا محصل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب