ښځه په يهوديت او عيسويت کي

د يهودو او عيسايانو شرعي او مذهبي علماء دښځې په هکله وايی:
ښځه ددرواغو او دوکې لورده، او ددوږخ پېره داره ده، د سولې (صلحې) دوښمنه ده، نو ځکه ادم جنت له لاسه ورکي۔
(St. John Damascene)راهب یوحنا دمشقی
ښځه دشیطان یوه اله ده چي شیطان زموږ روحونه او ملکيتونه په ګټی
(St. Cyprian) راهب قبرصي
ښځه د شیطان د لاس سرچينه ده، او ددې ګناوې د مار دشیشنی په شان اواز کوي۔ (St. Anthony) راهب انتوني
ښځه د غالبوزی په شان زهر لري، او کرکه او نفرت يې د ښامار په شان دی۔
( St. Gregory)راهب جريجوري
(St. Tertullian) طرطولین چي و خپلې ګرانې لورته يې د عقېدې په اړه خبرې کولې داسی ورته وویل:
تاسو پوهیږی چي تاسې ښځې هره یوه بی بی حوا یاست،، ستاسو سره به ګناه ضروروی ، غلطې به درسره مله وي ، تاسی دشیطان دروازه یاست، تاسی دمنع شوی ونې مهر مات کړ۔ تاسی دلومړی ځل لپاره الهي قانون مات کړ، تاسی په هغه چا ګناه وکړل چي په هغه شیطان هیڅ هم نشوای کولای، تاسی په اسانۍ سره دخدای داجوړ شوی (آدم) ویجاړکړ۔
سينټ اګسټاين(St. Augustine)
دمور ، ښځې اودبې بی حوا تر مینځ څه توپیر نشته، موږ باید د هرې یوې (ښځې) سره هوښیار واوسو، دا ځکه چي دوی هوس پرسته، او شهوت پرسته دی۔
(Memories of an Orthodox youth, in Susannah Heschel, ed. On being a Jewish Feminist, New York: Schoken Books, 1983, pp. 96-97)
د يهودو د سپېڅلی کتاب (تلمود ) په اند
ښځې نشی کولای چي تورات ولولي۔
چي مطلب يې دادی چي ښځې سپېڅلې نه دي، د لعنت جال ، دګناه پېټۍ يې پر سر ا و د شیطان زانګو ده۔
(Leonard J. Swidler, Women in Judaism: the Status of Women in Formative Judaism, Metuchen, N.J: Scarecrow Press, 1976, pp.83-93)
داد ښځې ارزښت دی په یهودیت کي، ښځه لعنت ده، ښځه د لومړی ګناه سرچينه ده، هره ښځه لعنتي اوګناهکاره ده، د شیطان زانګوده، دګناه جال دی، دشیطان یوه آله ده، تورات نشی لوستلای دا ځکه دا چټله ده ،شهوت پرسته ده، د هوس یوه آله ده، که په لنډو کي دا هرڅه را ټول کړو نو دا به ورڅخه راووځي چي ښځه په یهودیت کي یوه دلوبو آله ده باید دلوبو ماسوا بل کار ورڅخه وانه خستل شي.
ښځه په عيسائيت کي:
داچي وعیسایا نو ته ټوله بایبل مقدس دي نو ځکه لومړی به د بایبل حوالې ورکړم.
۱: زه اجازت نه ورکوم چي ښځې دي تعلیم ورکړی یادي په خاوندانو حکم چلوي بلکې خاموشه دي پاتي شي ځکه اول آدم پیداکړل شو دهغه نه پس حوا اوپه آدم دوکه و نشوه بلکې ښځه په دوکه کي پرېوتله او ګناهکاره شوه.
(اول خط دتیموتیوس په نوم ۲ باب ۱۱- ۱۵)
۲: ښځي دي خاموشه کښینې هغوی ته د خبرو کولو حکم نشته بلکې دشریعت په مطابق دي تابعدارې اوسي،اوکه هغوی په څه ځان پوهول غواړی نودخپلو خاوندانو څخه دي په کور کښې پوښتنه وکړی داد شرم خبره ده چي ښځې دکلیساپه غونډه کي خبري کوي.
(اول خط دکورنتیانوپه نوم ۱۴ باب: ۳۴- ۳۶)
۳: اوکومه ښځه چي سرتوره دعا یا نبوت کوي هغه خپل بې عزت ي کوي ځکه چي هغه دسر خریلي په شان ده، که ښځه لوپټه نه پرسر کوي نوویښته يې پرېکړي که دښځې لپاره دسرخریل او لنډول دشرم خبره وي نولوپټه دي پرسر کړي.
(اول خط دکورنتیانوپه نوم باب۱۱: ۵- ۸)
۴: فرض کړئ يو سړی د يوې داسې پېغلې په بې_عزته کولو نيول کيږي چي کوزده يې شوې نه وي. هغه سړی دې د هغې پلار ته د مهر بيه يعنې پنځوس مثقاله سپين زر ورکړي او د هغې پېغلې سره دې واده وکړي، ځکه چي هغه يې مجبوره کړې وه چي ورسره څملي. ترڅو پورې چي هغه ژوندی وي هغې ته طلاق نشي ورکولای.
(استثناء باب۲۲: ۲۸- ۳۰)
په (New International Version) بایبل کي لیکل شوی دي که يې زنا بالجبرورسره وکړه.
۵: که چيرې يو سړی خپله لور د يوې غلامې په توګه خرڅوي ، هغه دې د نارينه غلامانو په شان خرڅه کړي که چيرې هغه په يو داسې نفر باندې خرڅه شي چي خپل ښځه يې کړي. (خروج باب ۲۱: ۷- ۸)
۶: که چيرې دوه نفره يو د بل سره جنګ کوي او د يو سړي ښځه هڅه وکړي چي خپل مېړه د هغه سړي څخه وژغوري او هغه سړی د تناسلي آلې څخه ونيسي،د هغې لاس پرې کړئ. نو په هغې باندې هيڅ رحم مه کوئ.
(استثناء: باب ۲۵: ۱۱- ۱۲)
په ځینو بایبلو کي راغلي دي چي دواړه لاسونه يې پریکړي.
۷: که چيرې د يو کاهن لور فاحشه شي، نو هغه خپل مقدس پلار رسوا کوي او بايد وسوزول شي. چي مړه شي. (احبارباب ۲۱: ۹)
۸: هغه ښځه له مرګ څخه هم ترخه ده چي زړه يې جال وي او لاسونه يې ځنځیرونه وي. (جامع باب ۷: ۲۷)
اوداسی نور…
اوس ددې پورتنیو فقرو څخه څه راووتل،په عیسائیت کي ښځه په کلیسا کي دخبرو اجازه نلري،ښځه نشی کولای چي تعلیم ورکړي،ښځه ګناهکاره ده، که يې سرلوڅ شو نوویښتیان يې بایدوخریل شي، بې عزته دي شي،که دیوې ښځې سره زنا بالجبر وشي هیڅ پروا نلري،یو پلار کولای شي چي خپله لوردحیوان په شان خرڅه کړي،که دښځې دنردتناسلی آلې سره لاس ونښتی په جنګ کي دهغې لاسونه دي پرېکړل شي،که د کاهن لور یوڅه وکړل نوهغه دي وسوزول شي ،اوښځه له مرګ څخه هم ترخه ده.
داڅه حیوانیت دي په عیسائیت کي، ایا په عیسائیت کي د ښځې دغه مقام به یوه عیسائي میرمن قبوله کړي؟ نه هیڅ کلهنه.

ژباړه او غورچاڼ: عبدالغفار جُبیر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب