ښځه څوک ده؟ 

   له کومه وخته چې دځمکې پرسر دانساني جوړښت خلقت وشو او دټولو انسانانو نيکه (حضرت ادم ع)پيداشو نو ورسره يې ښځه (بي بي حوا)هم پيداکړه،له دې څخه ددې څرګندونه کېږي چې نر اوښځه لازم او ملزوم دي،دنر ژوند بغير له ښځې اودښځې ژوندبغير له نارينه څخه ستونزمن او ناشونى دى،ځکه خو    نر دښځې اوښځه دنارينه جامه يا لباس بلل شوى دى،همدا دليل د ى  اسلام دواړوته مساوي حقونه ورکړي دي، اويوپر بل يې بهتري نده ورکړې هغوى يې په خپلوکې مينې، محبت او شفقت ته رابللي دي، خو ښځې تر نارينه وو بيا ډېرې مهربانې دي، ځکه ښځه مور ده،ښځه خور ده ،ښځه لورده او ښځه د انسان لپاره جنت ته دتللو وسيله د،داپه دې معنى لکه دمخه چې مو يادونه وکړه چې ښځه مور ده،نوکله چې يوڅوک دمور عزت په هغه شان وکړي لکه امر چې پرې دستر ذات لخواشوى دى نو پخپله به ځوى او لور جنت بيامومي. ښځه هماغه څوک ده کله چې دايوب ع په بدن چينجي ولګېدل ، اودهغه د وجود اندامونه يې ورته خوړل خو همدې ښځې ورسره بياهم په دې حالاتوکې دژند سختې شپې تېرولې اوهغه يې يواځې پرې نښود،ولې يې پرې نه ښود ځکه چې هغه يې خاوند وو،اووايي که چېرې له الله ج څخه پرته بل چاته سجده کول لازم واى نو مېرمن ته به دخپل خاوندلپاره سجده کولولوباندې امر شوى واى، نو دايوب ع مېرمنې همدې اصل ته په کتلوسره له خپل خاوندسره هغه دژوندسختې شېبې په ډېر لوى زغم سره تېرولي اوخپل رسالت يې په پوره ايماندارۍ سره داءکړ. ښځه هماغه څوک ده چې داسمعيل ع لپاره يې په يبلوپښو په داسې حال کې چې پخپله هم له تندې دزړه له زوره لوېدلې وه خوبيايې هم دهغه لپاره لاس اوپښې وهلې،خپلې هلې ځلې يې جاري ساتلي،که چېرې داسمعيل ع دپښې په واسطه د زم زم اوبه نه واى راپيداشوې نو خداى خبر چې موربه يې دخپل ځوى لپاره څومره قرباني ورکړې واى ،  ښځه هغه څوک ده چې دټولو عالمونوسردارحضرت محمدمصطفى ص يې زېږولى دى،دظلمونو ،وحشتونو،وژنو،بې عداليتو اوتيارو نړۍ ته يې ،عدل،مظلوميت،روښنايي،سېله رحمي،مينه ،محبت ،وروري،اوله خداى پاک اوامردپلي کولو لپاره موږته راوړل،ښځه هغه څوک ده چې  خالدبن وليد يې زېږولى دى،ښځه هغه څوک ده چې حضرت علي يې زېږولى دى، ښځه هغه څوک  ده چې صلاح الدين   ايوبي يې زېږولى دى، هغه څوک ده چې سلطان محمودغزنوي يې زېږولى دى،هغه څوک ده چې احمدشاه، ميرويس ،خوشحال او اميرکروړ يې دې نړۍ ته راوستي دي او همداښځه ده چې په ګرميواوسوزوونکيو لمرونوکې يې بايللي جنګونه او ميدانونه په خپله يوه چيغه بېرته ګټلي دي،ځوانانوته يې په زړونوکې دالهي نعرې (الله اکبر)زورچوف کړى  دى  او ځان يې دتاريخ حسينې ناوې ته د جبين خال جوړ کړى دى

رفيع الله روشن

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب