ښځو ته مهر او نور حقوق ورکولو حکم؟

مهر څه ته وايي؟

مهر: هغه رقم کوم چې سړی يې د نکاح په وخت کې فوراً ادا کوي يا د ادا کولو وعده کوي دېته په شريعت کې مهر وايي چې دوه ډوله دي مهر معجّل اومهر مؤجل ،مهر معجّل هغه مهر ده چې فوراً د نکاح په وخت کې ادا کيږي، او مهر مؤجل هغه ده چې د نکاح په وخت کې فوراً نه ادا کيږي بلکې د ادا کولو دپاره وعده کيږي.

د مهر کمه اندازه لس درهمه ده چې 29.75 ګرامه په اوسني بازارکې له 1488 افغانیو سره سمون خوري.

د بي بي فاطمې (رض) د مهر اندازه 500 درهمه ؤ چې 1488 ګرامه سپين زر کيږي په اوسني نرخ کې 74400 افغانۍ کيږي.

د مهر د زياتې اندازې لپاره څه حد مقرر نده، خو د مهر دومره اندازه مقررول پکار دي چې خاوند يې په آساني ادا کولې شي حضرت محمد (ص) غوره نکاح هغه نکاح بللې چې آسانه وي ‹‹ اعظم نکاح برکة ايسر» (مسند احمد).

پخپله هغوی خپل مهر ډېر زيات مقررول نه دي خوښ کړي.

مهر مثل: په وطني اصطلاح کې بدل يا د بدلانه نکاح چې يو سړی خپله خور بل سړي ته په نکاح ورکوي او د هغه سړي خور خپل ځان ته نکاح کوي. دا ډول نکاح روا ده ولې مهر نه معاف کيږي، ښځي ته به مهر مثل ورکوي. يا د چا په نکاح کې مهر نه وي ذکر شوی هغې ته هم مهر مثل دی.

مهر مثل هغه مقدار مهر ده کوم چې په عام طور سره د دوی په کورنۍ او خاندان کې مقرريږي، د خاندان نه مراد پلارګنۍ ده، نه مورګنۍ مثلاً د پلار خور د تره لوڼې يا نورې په مهر مثل کې دا هم ضرور دي چې کومه ښځه مثل ګرځوي د هغې د صورت او سيرت څه ناڅه برابري شرط ده.

موږ يوازې اورېدلي چې شريعت د مهر لپاره لوړ حد ندی ټاكلى خو کله مو هم پدې غوږ ندی ګرولى چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم غوره ښځه هغه ښوولې چې مهر یې کم وي. صحابي پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته احوال راووړ چې واده مې کړی او مهر یې 800 ګرامه نقره ده. پیغمبر صلی الله علیه وسلم په تعجب سره پوښتي: “اته سوه ګرامه! لکه چې نقره لدې غره نه راباسې؟” (صحيح مسلم / نکاح(

لدې پورته، آيا دا ولور هماغه مهر ده؟ بلكل چې نه. دا پيسې پلار اخلي. نجلۍ نه پكې برخه لري او نه يې د مصرف صلاحيت. آخر ولې مو په ځان آسانه ژوند سخت كړى؟ آيا هغه څوك چې لور په لوړ ولور ودوي، پخپله زوى نه لري؟ دا چې دا ډول لوړ ولورونه بيا بې چاره ناوې ته څومره ستونزې زيږوي، هغه خو ټولو ته څرګندې دي.

د ټولنيزو نادودو په وړاندې درېدل سخت دي خو ډاډه اوسئ چې دا كركجن ديوالونه به يوه ورځ نړيږي خو مهمه دا ده چې: ټولنه به د هغو جرئت او خدمت هېر نكړي چې لومړى ګام اخلي.

زموږ په ټولنه کې یو بل ظلم پر ښځو باندې دا ده چې په ډېرو حالاتو کې د هغوی لپاره مؤجل مهر (چې په راتلونکی وخت کې ورکول کیږي) ټاکل کیږي او دغه مهر کله منقول (چې د یو ځای څخه بل ځای ته نقل کېدای شي) وي او کله غیر منقول (چې د یو ځای څخه بل ځای ته نه شي نقل کېدای) لکه مځکه کور و غیره وي او بیا کلونه کلونه تېر شي خو میړه يې د هغې مهر نه ورکوي نو دغه عمل د شریعت خلاف ده او پر ښځه باندې یو ظلم ده ځکه چې مهر د ښځې حق ده چې لازم ده پر میړه باندې او باید د هغې حق هغې ته ژر وسپارل شي ځکه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلي: ((اعط کل ذی حق حقه((. )) بخاري ((

ژباړه: هر حقدار ته خپل حق وروسپاره حتی چې بعضو علماؤ دا هم ویلي دي کچیرته سړی خپلې ښځې ته مهر نه وي ورکړی نو ښځه يې کولای شي چې هغه د کوروالي څخه منع کړي د مهر تر اداء کولو پورې. ((فقه السنة صفحه ۲۹۲ جلد ۲((

نو د ښځې مهر په میړه باندې یو قرض ده او باید هغه دغه قرض ژر تر ژره ادا‌ کړي او دا ځکه چې که دغه سړی په داسې حال کې مړ شي، چې د هغه د ښځې مهر پر هغه باندې قرض وي نو جنت ته نه شي داخلېدلی ځکه چې په حدیث کې راغلي دي چې د قیامت په ورځ به قرضدار د خپل قرض په وجه جنت ته د داخلیدو څخه منع کیږي او داسې يې فرمایلي دي چې ((نفس المؤمن معلقة ماکان عليه دين ((

)) رواه احمد فی مسنده الفتح الربانی صفحه ۹۱ جلد ۱۵((

هغه مال دی چې خاوند يې د عقد نکاح په وخت خپلې ښځې ته ورکوي او دا د ښځې واجب حق دی پر خپل خاوند باندې. قال الله تعالی:

وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً فَإِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْءٍ مِنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَرِيئًا (٤)

او ورکوئ تاسې ښځو (خپلو) لره مهرونه د دوى په ورکړه د خوشحالۍ سره (چې فرض شوى دى له طرفه د الله پر تاسې)؛ نو که راضي شوې دا (ښځې) تاسې ته (په بښنه) له کوم شي له دې (مهر په خوشحالۍ) د نفس خپل نو خورئ تاسې دغه شى په داسې حال کې چې خوندوره حلاله بې ضرره وي.

تفسیر: وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً

يعنې د هغو ښځو مهرونه چې تاسې نکاح ورسره تړلې ده په خوښۍ او رغبت سره په خپله ادا کړئ! بې له دې چې دهغوى کوم حامي يا بل څوک له تاسې څخه د حصول څه تقاضاء وکړي که ونه کړئ که تاسې په خپل شوق او رغبت سره د خپلو ښځو مهرونه ورکوئ! نوبيا د يتيمو نجونو په نکاح کولو کې هېڅ کوم حرج او ممانعت نشته، بلکې حرج او ممانعت خو به هلته وي چې د دوى د مهر يا د بل کوم حق په اداء کولو کې څه دروندوالى وليدل شي.

تفسیر: فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَّرِيئًا

يعنې که ښځه په خپله خوښه له مَهر څخه څه شى خپل مېړه ته معافوي يايې اخلي او بيايې ور هِبه کوي نو په دې کې هېڅ حرج نشته، او مېړه دې هغه په خوښۍ سره وخوري، (هنئ) هرهغو خوړو ته وايي چې خوندور او لذيذ وي او طبېعت يې په خوښۍ او رغبت سره قبول کړي (مرئ) هر هغو خوړو ته وايي چې په زړه پورې هضم او په ښه ډول سره د بدن جزء او د صحت او قوت موجب شي.

د ښځې نفقه:

د اسلامي امت د علماؤ په دې باندې اتفاق دی چې د ښځې نفقه پر ميړه باندې فرض ده، ځکه چې د نفقې پيدا کولو د پاره د کور څخه د باندې وتل د نارينه مسئوليت دی نه د ښځې او ميړه به خپلې ښځې ته د اقتصادي توان موافق نفقه برابروي قوله تعالی: (وعلى المولود له رزقهن وكسوتهن بالمعروف) البقرة / 233 ، يعنې په دې صورت کې به د ماشوم پلار په ښه توګه هغوی (مور او ماشوم ) ته په ښه توګه خواړه او جامې ورکوي .

وقال عز وجل: (لينفق ذو سعة من سعته ومن قدر عليه رزقه فلينفق مما آتاه الله) الطلاق / 7. يعنې: توان لرونکی خاوند ښايي د خپل توان په انډول نفقه ورکړي او په هر چا چې روزې تنګه شوه، نو د هغه څه نه چې الله جل جلا له ورکړي دي نفقه دې وکړي .

نبوي احادیث:

وعن جابر: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال في خطبة حجة الوداع : …………. ولهن عليكم رزقهن وكسوتهن بالمعروف”. رواه مسلم (1218). يعنې: جابر رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په حجة الوداع کې وفرمايل: ……… او د هغوی پر تاسې باندې دا حق دی چې هغوی ته به يه ښه شان نفقه او د استوګنې ځای برابروئ.

عائشه رضي الله عنها روايت کوي: «أنَّ هنداً بنت عتبة قالت: يا رسول الله إنَّ أبا سفيان رجل شحيح، وليس يعطيني ما يكفيني وولدي إلاَّ ما أخذت منه وهو لا يعلم، فقال: خذي ما يكفيك وولدك بالمعروف» (متفق عليه) .

د عقبه لور (هند) وويل: ای رسول الله صلی الله عليه وسلم! ابوسفيان يو بخيل سړی دی، او ماته دومره شی چې د ځان او اولاد مې کفايت ورباندې وشي نه راکوي، مګر څه چې زه يې د هغه له مال څخه اخلم هغه ور باندې نه پوهيږی (په پټه يې اخلم)، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هغه څه چې د تا او ستا د اولاد دپاره کفايت کوي او اسراف پکې نه وي واخله ولو که هغه ورباندې پوه نه شي (ځکه د ښځې او اولاد نفقه پر خاوند واجبه ده) .

خپلې ښځې او اولاد ته د نفقي برابرولو د فضيلت په اړه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :

دِينَارٌ أنْفَقْتَهُ في سَبيلِ اللهِ، وَدِينار أنْفَقْتَهُ في رَقَبَةٍ، وَدِينارٌ تَصَدَّقْتَ بِهِ عَلَى مِسْكِينٍ، وَدِينَارٌ أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ، أعْظَمُهَا أجْراً الَّذِي أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ ( رواه مسلم).

يعنې: يو هغه دينار دی چې د الله جل جلا له په لار کې صدقه شي، بل هغه دينار دی چې غلام باندې ولګول شي، او بل هغه دينار دی چې په مسکين باندې صدقه شي، او بل هغه دينار چې پخپل اهل خرڅ شي، تر ټولو د هغه اجر زيات دی کوم چې د خپل اهل د پاره نفقه او خرڅ شي .

په پورته حديث شريف کې د الله جل جلا له په لاره کې خرڅ، د غلام د آزادولو لپاره خرڅ او غريبانو سره د کومک لپاره خرڅ کې غوره خرڅ د خپل اهل عيال لپاره خرڅ يا د نفقې د پاره لګښت ښودلی دی .

بل حديث کې راغلي: «إِذَا أَنْفَقَ الرَّجُلُ عَلَى أَهْلِهِ يَحْتَسِبُهَا فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ». (بخارى:55).

ابن مسعود رضی الله عنه وايي جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: که څوک د ثواب په نيت پخپل اهل او عيال خرڅ وکړي د هغه دا نفقه کول صدقه شميرل کيږي.

مسکن (استوګنې ځای) :

خاوند به خپلې ښځې ته د خپل اقتصادي توان موافق د استوګنې ځای برابروي چې حد اقل د ځانته اتاق برابرول دي، الله جل جلا له فرمايي: (أسكنوهنَّ من حيث سكنتم مِن وُجدكم ولا تُضاروهن) الطلاق / 6.

يعنې: دوی په هغه ځای کې چې تاسې پخپله اوسيږئ د خپل وس په اندازې واوسوئ (د استوګنې ځای ورته برابر کړئ) او دوی ته ضرر مه رسوئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب