ښځو میراث کې د پښتنو عام رواجونه- مسایل

دښځوسره ظالمانه سلوک اودهغوئ په حقوق تیری کول

سوال :- ډیرخلګ په میراث کی خور او لــــورته کـــومه حصــه نه ورکوی پــه شریعت کی ددوی حق څومره ده اوددی خلګوحکم څه ده ؟

ځواب :-دی خوراولورحق په میراث کـی شتـــه اوپـــه شریعت کی معلوم ده چی خوردې ورورپه مقابـــل کی یوچــــندحصه ده اودی وروردوه چـــــنده او کومه چی لورده که يي وروڼه نه وی اولوریوه وی نودپلاریامورپه مـــیراث کی حق نصف ده (نیمي)مال اوکه دوه اویاتردووزیاتی وی بیايي په میـراث کی حق اوحصه ثلثین ده . ددی په هکله الله تعالی ﷻ فرمايي یوصیکم الله فـــــــــــی او لادکم للذکر مـــــــثل حظ الانثیین فان کـــن نساء فوق اثنتین فلهـــــن ثلثا ماترک والکانت واحدة فلها النصـــــف سورة النسا حکــــــــم کوی الله تعالی ﷻ تــــــــاسوته دی تاسودی اولادوپــــــه حــــق کی چی دسړی حصــــــه ده دووښــــځو دی حصی برابره ده اوکه صـرف ښځی وی اوتر دووزیاتی وی نوددوی حـــــــصه ثلثین ده اوکــــه یوه وی بیانصـــــــف ده یعنی نیــمايـــــــي اوکوم چی ددی خلګوحکم ده چی خورلــورته په میراث کی حـــق نه ورکوی ددوی حـــکم ډیر خطرنــــاک ده الله تعالی ﷻ دی میراث بیـــان کوی دهغه نـه ورسته بیان کوی من یعص الله ورسوله و یتعدحدوده یدخله نارا حالداًفیهاوله عــــذاب مهین سورة النساء ایــــــات ۱۴څوک چی نافرمانی کوی دی الله تعالیﷻ اودی رسول دی الله تعالیﷻ اوتجاوزکوی له قوانینو دی الله تعالیﷻ داخل به شی اوورته همیشه به وی کی اودده دپــــــــــــاره بـه دزلت عــــــذاب وی .
دیادونـــی وړده چـــی په ایات مـــذکور کی دی خــالدلفظ راغلی چه همیشه معنی يي کیږی اودا حکم دی کافرده لهذادادی هغوخلــــګوپه بـــاره کی ده چی داتجاوزونه جائزبولې اویاپه داسی ځایودی امام صاحب (رح)په نـــــــزد ډیر ځنډمــرادده خــــلاصه داده چی څوک دخوریا لورپه حق تیری کوی هغه دجهنم مستحق ده اوهمدارنګه په حدیث کی دی چی مشکوة ذکرکړی چی کوم واریث له میراث نه محروم کړل شی نوهغه خلګ چی وارث يي محروم کړی په ورځ دقیامت به له جنته محروم کړل شی رواه ابن ماجه بالاخیره دلوریا خورحق نه ورکول ډیرخــطرناک عمل ده اوکبیره ګنــاه ده په داسی عمل کوونکی دی خداي ﷻ دسخت غذاب ویـــره ده الله دی مونـــږور څخه وساتې 

سوال :-ځنـــی خلـــګ وايي خورته پلاردودیدوپه وخت ډیرسامانونه پسې ورکوی لهذا نورحق يي دپلارپه مال کی نشته ؟
ځـواب :- یوخــوهــغه ســــامان دی دلوردمهرپه روپو اخستل شوی وی چی هغه ددی خپلی روپودی اوکه داسامان ددی په مهرنوې اخیست شوی هـــم داعطیه ده له میراث نه مانع نشې ګرزیدای اوسره له دی چی داپه ژونـدکی ده اومیراث له مرګ نه وروسته وی .

سوال : لور دی پلارپه کوم مال کی حق شــــته ؟
ځواب :-دلورحق دپلارنه پاتې په نغدوروپـوکی اوپه زمکه کی اوپه ټـــولو هغوشیـــانوکی چی ترمرګ مخته دپلارپه ملـــــکیت کی ووددی حـــق شته

سوال :- کــــه چیری دی ناعلمی له وجه ورته دپلارپه میراث کی حق نـه وی ورکړل شوی نودالله ﷻ دعذاب نه دخلاصون لاره څه ده ؟
ځواب :-هغی محرومی خورته دې وویل شی چی دپلارپه میراثی مــال کی ستاهم دومره حق شته ایاته يي ماته پخښې که هغه ښځه په طیب نفس سره بی له اجبــــارنه داخپل حق ورتــه وبخښې نوامیدده چی الله تعالی به يي هم وبخښی اوله عــــذاب نه به خـــلاص شی اوکه هــــغه ښــــځه خپل حق ضرور غواړی نوورکول يي لازمی دی

your ads

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب