ښځينه او نارينه نومونه او نښې یې | پښتو ګرامر

په پښتوكې ټول نومونه د كيفيت او جنسيت له مخې پر دوه ډوله دي او پر ښځينه او نارينه نومونو ويشل كيږي دغه دوه ډوله ځنې نښې هم لري چې په لاندي ډول ښودل كيږي:

د نارينه نوم نښې:

هغه نومونه او صفتونه چې په پاى كې يې لاندينۍ نښې او توري راشي نارينه ګڼل كيږي :
۱ – نرمه(ى ) لكه: لرګى، منګى ، سړى ، نوى ، وږى ، تږى …….
۲ – څرګند واو لكه: تالو ، بانو ، چالو .
۳ – نرم واو لكه : پلو ، چلو ، كنډو .
۴ – كوچنۍ(هه) لكه : تره ، وراره ، زړه ، نيكه.
۵ – هغه ټول نومونه چې په پاى كې يې اصلي توري راغلي وي نارينه ګنل كيږي .
لكه : ميز ، لاس ، غل ، مل .

د ښځينه نوم نښې:

هغه نوم يا صفت چې په پاى كې يې دغه وروسته نښې راغلې وي مونث (ښځينه) نوم ګنل كيږي .
۱ – څرګنده(هـ) لكه : اسپه ،لښته ، پنبه ، پوښتنه ، توره ، سپينه ، .
۲ – ښځينه يا زور كۍ ولا (ۍ ) لكه : خولۍ ، ډوډۍ ، څپلۍ ، څوكۍ ، .
۳ – الف : ژړا ، خندا ، نڅا ، ملا ، شا ، ښوروا ، .
مګر الف د بې سا نومونو په پاى كې ښځينه نښه ګڼل كيږي .
۴ – اوږد(واو) لكه :ښارو،ځانګو ، لامبو .
۵ – څرګنده (ي) لكه: بياتي ( قيچي ) دوستي ، ښادي ، وروري ، خوري ، خپلوي.
مګر په نسبتي صفتونو كې څرګنده (ي) د نارينه لپاره راځي لكه : دوبي ، موچي، ډولچي ، ربابي .
۶ – اوږده (ې) لكه : ادې ، ناوې ، ملګرې ، تږې .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب