ښځينه جمعي نومونه ؛ ښځینه نومونه جمع کول او نښې | پښتو ګرامر

د ښځينه نومونو جمعو د جوړولو لارې چارې او نښې نښانې:

۱. هر مفرد ښځينه نوم چې په پاى كې يې (واو) او (الف) وي د ( گانې ) په زياتولو سره جمع كيږيږ ي . لكه :
مفرد: زانگو ـ پيشو ـ ورشو ـ ژړا ـ غوا ـ رڼا .
جمع: زانگوگانې ـ پيشو گانې ـ ورشوگانې ـ ژړاگانې ـ غواگانې ـ رڼاگانې.
ځني پښتانه د (الف) نومونه د (وې) په راوړلو جمع كوي لكه :
ژړاوې ـ رڼاوې ـ غواوې ….

۲. هر مفرد ښځينه نوم چې په پاى كې يې څرګنده (ي ) يا زوركي واله(ۍ) راغلي وي كه سا كښ وي په (گانې ) جمع كيږي او كه بي ساوي نو جمع يي په زوركي واله (ۍ) راځي لكه:
مفرد: مامي ـ انۍ ـ بوډۍ .
جمع: مامي گانې ـ اني گانې ـ بوډۍ گانې .

مفرد: دوستي ـ وداني ـ ښادي.
جمع: دوستۍ ـ ودانۍ ـ ښادۍ.
۳. كوم نومونه چې پاې كې يې اوږده (ې) راغلې وي په ټوليزو ( عمومي ) صفتوكې جمعه نه لري بلكې د مفرد او جمع لپاره يو شان كاريږي لكه :
مفرد:ورغومي ، ناوې .
جمع : ورغومي ـ ناوې .

۴. هغه مفرد ښځينه نومونه چې په پاى كې يې (هه) وي په جمع كې (هه) په (ي) بدليږي لكه : مفرد : گټه ـ پاڼه ـ مالګه ـ چرګه ـ پخه .
جمع : گټې ـ پاڼې ـ مالګې ـ چرګې ـ پخې .
يادونه :
ټول سماعي موُ نثات په اصل كي (هه) لري نو ځكه يي جمع په آخركې د (ې) په راوړلو سره راځي لكه : مفرد: غيږ ـ لار ـ لمن ـ څنگل .
جمع: غيږې ـ لارې ـ لمنې ـ څنگلې .
۵. د نسبتي صفاتو او شريكو صفاتو ښځينه جمعې له نارينه جمعو څخه د (ې) په زياتولو جوړيږي لكه :
مذكرجمـع: دوبيان ـ ساده گان ـ آشنايان ـ خواران ـ كابليان .
مونث جمع : دوبيان ـ ساده گان ـ آشنايانې ـ خوادانې ـ كابليانې.
۶. د معنوي مونثاتو جمعې د يوې قاعدې لاندې نه راځي لكه
مفرد: مور ـ خور ـ لور ـ نجلۍ ـ ترور .
جمع: ميندې ـ خويندې ـ لوڼې ـ نجونې ـ ترورياني.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب