له چارواکو سره د لومړۍ لیدنې لس مهمې داکتري لارې!

نظریات: «ایمي کډي»، هارورډ پوهنتون کې د ارواپوهنې استاذه، متحده ایالات

ليکنه: روښان «سباوون»

دا لیکنه عامو او خاصو ټولو خلکو لپاره ده، او په ځانګړي ډول پکې دا لوستلی شئ چې څرنګه د کار موندنې په هیله کوم چارواکي سره لومړي وار بریالۍ کتنه ولرئ!

هارورډ پوهنتون» کې د اروایي علومو استاذه «ایمي کاډی» دا پوښتنه ځوابوي چې بل کس سره اول دیدن کې کوم اخلاق په کار دي؟! څو د هغوی په زړه کې ځای ونیسي.

فرض کړه کوم احتمالي «کارواکي» سره لیدنه لرې، یا د کومې نوې دندې مشر سره، یا بل هر هغه کس سره چې ته غواړې کاروباري اړیکه پیدا کړې.

کومې خبرې ډیرې مهمې دي:

  • هغه ته دا ښکاره کول چې ته ماهر، تجربه کاره، او کاري وړتیاوې لرې، او که
  • دا ښکاره کول چې ته د باور وړ او محبوب کس یې؟

زیاتره خلک تخمین کوي چې مهارتونه، کاري سابقه، تجربه او پرتلیزې ځانګړنې زیات اهمیت لري. لدې وروسته، که ته غواړې ما په تنخا مقرر کړې یا ما سره کاروبار وکړې، ته اړ یې پوه شې چې زه یې وړتیا لرم، کنه؟ دا طبیعي ده ته دا تخمینوې چې څومره زر کولی شې دغه صفات ورته په ډاګه کوې.

طبیعي، خو غلطه خبر ده!

د «امي کډي» په رایه، دا چې خلک د تا اړوند څرنګه قضاوت کوي دې خبرې سره یې لږ سروکار دی چې ته څومره ماهر او وړ کس یې. ددې په ځای، تاسره اول ملاقات کې خلک په غیراختیاري ډول له ځانه یوه خبره پوښتي چې:

«آیا زه درباندې باور کولی شم؟»

د «کډي» په نظر، اعتماد خپلول(ګرماګرم روغبړ او محبوبیت) هر شی دي. «له ارتقایي نظریاتې اړخه» نوموړې په خپل کتاب «Presence» کې لیکي چې: «زمونږ پایښت لپاره ډیره دا ډیره مهمه خبره ده چې پوه شو یو کس څومره زمونږ باور ترلاسه کولی شي.» د نوموړې څیړنې دا په ډاګه کوي.

البته طبیعي محبوبیت (ظاهري ښایست) کولی شي لنډ وخت کې خپل اغیز وبایلي، په ځانګړي ډول کله چې د کس ماغزه خالي وي. دا مهال د وړتیا ځای راشي: یو وار چې تا ځان د باو وړ کس وښوده، بیا به دا په ډاګه کوې چې  ته وړتیا لرې.

لنډه داچې، ته خپله سي وي یاکاري پیژندپاڼه نور ایسته کړه او ته کیداي شي دغې کې وخت هسې ضایع کړې. لومړي ته اړ یې دا ښکاره کړې چې ته هغه کس یې څوک چې کولی شي ښې اړیکې جوړې او وساتي، او په دوامداره ډول خپلو خواوشا کسانو باندې (په ښه طریقه سره) اغیز وساتې، او خلکو داسې کړې چې د خپلو ځانونو په اړه د ښه والي احساس وکړي.

دا هغه ډول خلک دي چې مونږ ټول یې خپل خواوشا غواړو، او غواړو چې تر ډیره اندازه دغسې اوسو.

نو ته څرنګه دغسې کولی شې؟  ته څرنګه ځان داسې جوړولی شې چې زیات محبوب او د باور وړ اوسې؟ په اصلي (غیرجعلي) او باوري طریقې سره؟

۱- غوږ ډېر ونیسه، غږېدل لږ وکړه.

پوښتنې کوه. سترګې په سترګې اوسه. موسکا کوه. تریو شه. سر ښکته پورته ښوروه. متوجه اوخبرې سره ملګری اوسه خو په ژبه ډیر هو..هو… مه کوه، یواځې په اشارو. دا ټول ددې لپاره چې ته مقابل لوري ته وښیې چې ته ډیر مهم کس یې.

بیا کله چې غږیدلې، ترهغه پورې مشورې مه ورکوه ترڅو درڅخه ونه غوښتل شي. له مشورو ورکولو زیات غوږ نیول دا ښکاره کوي چې ته زیات ارزښت ورکوې، ځکه که ته مشوره ورکوې نو زیاتره حالاتو کې به مجلس له تا راوڅرخیږي.

ته راباندې باور نه کوې؟  نو په آخر کې به څوک ووایي چې « زه داسې کولی شم» ته که هغه بل کس؟

یواځې هغه مهال وغږیږه چې کومه مهمه خبره کوې- او تل ترتله «مهمه خبره» هغې ته وایه کومه چې مقابل لوري ته مهمه وي، نه تاته.

۲- د مجلس موضوع نور خلک ګرځوه.

د هیچا هومره ستاینه نه کیږي چې زړه یې غواړي، او نه داسې څوک شته چې خپل صفت یې نه خوښیږی، نو ته خلکو ته د هغوی کارونه بیانوه چې تاسې دغه دغه ښیګڼې ترسره کړې دي.

تم شه، ته به وایې چې تاته دا نه ده مالومه چې هغوی کوم کارونه ښه کړي دي؟ دا ستا عیب دی—دا ستا دنده ده چې درته مالوم وي. دا ستا دنده ده چې لا له مخکې دې موندلي وي. نه یواځې دا چې خلک ستا له خولې صفت اوریدو باندې خوشالیږی، بلکې دوی په دې خوشالیږی چې ته د دوی کړنو ته ډیره توجه کوې.

او بیا دوی به احساس کوي چې لږ زیات څه یې لاسته راوړي دي او ډیر زیات ارزښت لري، او دوی به تا سره مینه کوي چې تا دوی ته دغه احساس ورکړ.

۳- هیڅکله خاصو خبرو ته غوږ مه نیسه!

ځینې خلک- زه یقین لرم چې داسې خلک پیژنې – د داسې خلکو خبرو ته د غوږ نیولو وړتیا نه لري چې له ځانه یې ټیټ/کښته ګڼي.

ته به خامخا ورته غږیږې، خو هیڅوک به ستا د خبرو قیصه کې نه وي، ځکه چې د ریښتیا اوریدلو څوک نشته!

کوم خلک چې په لومړي لیدلو خلکو کې ژور اغیز پریږدي هر کس ته سم غوږ نیسي، او ټول خلک را خپلوي پرته له دې چې د هغوی مرتبې یا خلکو کې حیثیت یا «سویې» ته وګوري، داسې احساسوي چې مونږ دوی سره کوم څه (رګی یا بل ریښه) کې ګډ یو.

ځکه مونږ ټول په انسانیت کې سره ګډ یو.

۴- خپل شیان څنګ ته کیږده.

خپل موبایل ته مه ګوره. د کمپیوټر سکرین ته پام مه کوه. حتی یوه شیبه هم بل لوري ته سترګې مه اړوه.

که ته په هم مهاله ډول خپلو شیانو کې هم مشغولیږې نو ته هیڅکله خلکو سره اړیکې نشې جوړولی.

د مکملې توجه تحفه ورکړه. دا داسې تحفه ده چې کم خلک یې ورکوي. یواځې همدا تحفه به خلک اړ باسي چې ستا ارماني شي او تل دې یاد وساتي.

۵- قرباني ورکړه مخکې له دې چې څه ومومې – او دا انګیره چې هیڅکله به یې نه ترلاسه کوې.

هیڅ فکر مه کوه چې څه به ترلاسه کوې. پدې ترکیز کوه چې څه به وړاندې کوې. «ورکړه» یواځينۍ لاره ده چې ته کولی شې یوه ښه اړیکه او دوستانه پرې جوړه کړې.

حتا که یوه لحظه یا یوه شیبه وي، په دې فکر ووهه چې له بل کسه څه ترلاسه کولی شې، او دا ښکاره کوه چې یواځينی کس چې تاته ارزښت لري ته یې.

۶- ځان ته مه مغروره کیږه…

ستا په تروش، تشریفاتي او ځان ته مغروره شخصیت یواځې هغه خلک تاثیر لاندې راځي چې پخپله تروش، تشریفاتي او مغروره اوسیږي.

نور خلک نه اغیزمن کیږي. مونږه داسې خلک بد ګڼو، ځان ترې ساتو، او زړه مو ورته تنګیږي.

او په یوه کوټه کې ورسره کیناستل نه غواړو.

۷- … ځکه ته لا له مخکې پوه یې چې ته پوهیږي. تاته خپل نظریات مالوم دي. ته په خپلو رایو او نظریاتو خبر یې.

خو دا ټولو ته ارزښت نه لری ځکه چې ستا دي. ته له خپل ځانه هیڅ شی نشې زده کولی.

ته په هغه څه نه پوهیږې چې نور خلک پرې پوهیږي، او هر کس، هرڅوک چې وي، نر وي که ښځه، په داسې شیانو پوهیږي چې ته نه پوهیږې.

دغه ټکی نور خلک دې درجې ته پورته کوي چې له تا نه ډیر زیات مهم شي– ځکه ته له دوی څخه زده کړه کولی شې.

۸- خپل الفاظ چنډ کړه.

کوم الفاظ چې ته کاروې د نورو په کړو وړو جوړوونکی اغیز کوي.

مثلا، ضرور نه ده چې ته کوم مجلس/غونډې ته لاړ شې، ته به د بل چا لیدو ته ځې. ته باید داسې تیاری ونه کړې لکه  کومه بیانیه چې وړاندې کوې، بلکې ته باید داسې تیاری وکړې چې خلکو سره د ښایسته نظریاتو شریکولو ته روان یې. ضرور نه ده چې د «بدن ښکلا کلپ» ته لاړ شې، ته کار ته کش ورکړه او خپله روغتیا او غښتلتیا ځواکمنه کړه.

ته باید کار ته د وړاندې کیدونکو سره مرکه کې نه اوسې، ته خپلې کاري ډلې کې د یوه لوی شخصیت ور ګډولو ټاکنه کوې.

مونږ ټول غواړو چې خوشاله، بیداره او په کار پوره خلکو سره ملګي اوسو. کوم الفاظ چې ته انتخابوې نورو سره مرسته کولی شي چې خپل ځان په اړه ښه احساس وکړي – او تا ته هم د خپل ځان په اړه ښه احساس درکړي.

۹- د نورو خلکو ناکامیو باندې مه غږیږه

دا طبیعي خبره ده چې مونږ ټول لږ ګپ شپ خوښوو. مونږ ټول لږ غیبت اوریدل خوښوو.

ستونزه دا ده چې مونږ دې خامخا هغه کس خوښ کړو چې د شیطانتونو/غیبتونو میله راته جوړه کړي. او ښکاره خبر ده چې مونږ دداسې کس درناوی هم نه کوو.

په نور خلکو ملنډې مه وهه.. که ته داسې وکړې، ستا خواوشا خلک ډاریږ ي چې ته به کوم وخت په دوي هم ملنډې ووهې.

۱۰- خپلو غلطیانو منلو ته تیار اوسه

په غیرمتوقع ډول کامیابو خلکو باره کې تل دا تصور کیږي چې جذابیت ولري، ځکه چې دوی کامیاب دي. ددوي کامیابي داسې ښکاري چې  تقریبا د بریښنا په څېر د اغیز یوه څپه ولاړوي.

ته اړ نه یې چې – د لیدو کتو – ژور اولني اغیز/ First Impression لرلو کې بیخي نه منونکې حده پورې کامیاب اوسې. له ځلانده مظهر څخه تیر شه،  زیاتره کامیاب خلک وروسته وروسته جذابیت ښکاره کوي

خو ته باید مکمله ریښتونی اوسې څو ترټولو زیات جذاب واوسې.

غاړه ماته نیسه. مخې ته راتلونکې وړې وړې ستونزې نورو سره شریکوه. تیروتنې ومنه. خپله یې قیصې کوه او خپل ځان پورې خانده.

خلک به بیا درپورې نه خاندي، بلکې تا سره به خاندي.

له همدې کبله به خلکو باندې ګران اوسې – او هغوی به غواړي چې تاسره تر ډیره یوځای وي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب