کاروباري پوهه

که څه هم د یو بریالي سوداګر په ژوند کې د نا ممکن په نوم کومه کلمه شتون نه لري؛ خو بیا هم د کاروباري پوهې نه شتون د ځان لپاره ستر ګواښ ګڼي. د یو بریالي کاروبار شاته تل د یو پوه، با تدبیره او په ګڼ شمیر مهارتونو مالامال ځیرک کاروباري شتون دی. دا چې اکثرسلنه کاروبارونه له پیل څخه لږ ځنډ وروسته ماتې خوري او د کاروباري نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه کوي تر ټولو ښکاره لامل یې د کاروباري پوهې نه شتون دی. همدارنګه دا چې افغانستان کې اکثره کاروبارونه ماتې خوري او یاهم د تل لپاره په ډیره کمه ګټه قانع پاتې کیږي او حتا د خپل کاروبار د ودې او پرمختګ په هکله هم فکر نه کوې؛ یوازینۍ دلیل یې د کاروبار د مالک په کاروباري نړۍ کې د اړینو او مسلکي زده کړو او پوهې نه شتون دی.

دا چې ژوند کې هرڅه یو خاص نظم، تدبیر او سیستماتیکې پروسې ته اړتیا لري او د هر څه د مخه باید ځینې خاص اصول او لومړني قدمونه پلي شي؛ نو د کاروبار د پیل څخه د مخه هم اړیو د کاروبار په هکله هر اړخیز معلومات، هنرونه او پوهه ترلاسه کړو؛ تر څو په مستقبل کې د ستونزو او ګواښونو په داسې ډول ښکار نه شو چې د وتلو او بیرته تګ لپاره مو ځانته هیڅ لاره هم نه وي پریښودلې.

د يو بریالي کاروبار د پیل کیدو څخه د مخه ګڼ شمیر مهارتونه شتون لري؛ چې پوهیدل پرې اړین دي. که چیري تاسو په یوازې او په خپله د شخصي کاروبار پیل کول غواړئ، اړیاست د لاندینیو او دې ته ورته نورو مهارتونو شتون او روزل په ځان کې پیدا کړئ:

۱. د کاروبار د پیل په هکله لومړني معلومات:

د کاروبار د پیل لومړني پړاوونه لکه د کاروباري انګیزې پيدا کول، په هکله یې معلومات ټولول، د کاروباري پلان جوړول، کاروباري انګیزې ته د عمل بڼه ورکول د کاروباري انګیزي ثبتول، د شرکت د کار جواز اخیستل، په دولت کې د شرکتونو د مالیاتو او اصولو په هکله معلومات کول، د مارکيټ او کاروباري سیالانو په هکله معلومات ټولول، د کاروباري شریک پيدا کول او داسې نور هغه څه دي چې د کاروبار د پیل څخه د مخه یې په هکله هراړخیزه څیړنه ضروري ګڼل کیږي.

your ads

۲. د مالي چارو مدیریت او پوهنه:

د مالي چارو مدیریت او پوهنه تر هر څه اړینه ګڼل کیږي. د پیسو منظم مدیریت او ساتل کولای شي ستاسو بریا حتمي کړي. ستاسو مالي مسؤولیتونه د کاروبار د پيل څخه پخوا پیل کیږي. تاسو اړیاست د کاروبار د پیل څخه د مخه خپلې پیسې او سرمایه مدیریت کړئ. ښه به دا وي؛ چې د کاروبار د پیل لپاره مو بیله بودیجه او اکاونټ پرانیزئ تر څو وکولای شئ هغه مقدار بودیجه چې د کاروبارد پیل او او دوام لپاره مو بسنه کوي د پیل څخه د مخه ترلاسه او وسپموئ؛ ترڅو آینده کې مو کاروبار د مالي اړخه ونه ګواښل شي.

یادې موخې ته د رسیدو لپاره تاسو اړیاست د مالي چارو مدیریت او پوهنه لکه( د ورځنیو مالي پیښو او راکړې-ورکړې ثبتول، د آینده په هکله د مالي اړخه وړاندوینه، د مالي راپورونو برابرول، د پیښیدونکې ګټې او تاوان وړاندوینه کول، د کمپنۍ بیلانس شیټ جوړول، د تولیداتو او خدماتو د نرخونه محاسبه کول او ټاکل او دې ته ورته نورو چارو په هکله د کاروبارد څښتن پوهاوي اړین او د کاروبار د بریا لپاره بنسټیز رول لوبوي.

۳. د بازار موندنې، خرڅلاو او پیرودونکو په هکله پوهنه:

د بازارموندنې پلان جوړول، د بازار په هکله لومړني معلومات، د کاروباري سیالانو په نښه کول او ځان سره پرتله کول، د تولیداتو او خدماتو د خرڅلاو د کچې لوړول، پیرودونکو ته د ښه او لوړ کیفیت چوپړتیاوو وړاندې کول او دا چې څنګه کولای شي خپل توکې خرڅ او پیرودونکي خوښ وساتي هغه څه دي چې د یو نوي او په یوازې ځان سره د کاروبار پیلیدونکي کاروباري لپاره یې پوهنه غوره ده.

۴. رهبري:

که چیرې ستاسو کاروبار د بریا او لویوالي خواته روان دی؛ نو تاسو نه شئ کولای په یوازې سره ټولې چارې تنظیم کړئ. د دې لپاره اړیاست د ځینو چارو د پرمخ بیولو لپاره ځینې کارکوونکي په دندو و ګومارئ. د کارکوونکو ساتل او په هغوي کنټرول درلودل او په دې مطمین کیدل چې د کمپنۍ چارې پر نورمال ډول روانې دي یو قوي او په هر څه پوه مشرتابه ته اړتیا لري. مشر کیدل او رهبر جوړیدل ځینې زده کړو ته اړتیا لري تر څو وکولای شي کارکوونکي کنټرول او د شرکت چارې روانې وساتي. یو ښه کاروباري تل یو ښه رهبر وي او يو ښه رهبر تل خپل کارکوونکي کنټرول، تشویق او خوشحاله ساتي؛ تر څو وکولای شي د کمپنۍ چارو او تولیداتو کې مثبت بدلون رامینځته کړي. یو ښه رهبر هغه دی چې وکولای شي د خپل ځان، کمپنۍ او کارکوونکو موخې سره یوځای او کارکوونکي دې ته تیار کړي؛ څو یادو موخو ته تر هرڅه لومړیتوب ورکړي.

۵. اړیکې او خبرې کول:

خبرې وکړه؛ تر څو ګټونکی شې. د انسان په ژوند کې ډیری شمیر بریاوې د ښو، پخو او پرځای خبرو کولو وروسته پیلیږي. همدا خبرې او ښې اړیکې دي چې تاسو به خلکو ته وروپیژني او هغه پټې وړتیاوي چې ستاسو په وجود کې نغښتي به خلکو ته په ډاګه کړي. یو بریالی کاروباري باید وکولای شي په کاروبار کې د عرضه کوونکو، پانګه اچوونکو، پیرودونکو او کارکوونکو سره ښو خبرو او اړیکو جوړولو وړتیا ولري.

۶. د پروژې سمبالښت او پلان جوړونه:

د یو بریالي کاروبار جوړولو لپاره کاروباریان اړ دي تر څو ګڼ شمیر پروژې مدیریت او ورته پلان جوړونه وکړي. د خپلې کاروباري انګیزې لپاره د کاروباري (بیزنس) پلان جوړول، د پرمختګ په موخه يې سټراټیژیانې او ګڼ شمیر پالیسۍ جوړول او پلي کول، د خپلو شته سرچينو او وسایلو لکه(وخت، پیسې، او کارکوونکو) څخه د اعظمي ګټې اخیستنې په هکله د کاروباریانو پوهاوی د کاروبار بریا حتمي کوي.

۷. د ستونزو حلولو وړتیا:

کاروباریان تل د دې لپاره پلان جوړونه کوي تر څو چارې یې منظمې، ښکاره او له ستونزو خالي وي. خو بیا هم که هر څومره پلان جوړونه وشي بیا به هم ځینې ستونزې او خنډونه ضرور پیښیدونکي وي. دا په دې معنا چې کاروباریان اړ دي تر څو ستونزمنو او سختو شیبوکې د ستونزو حلولو مهارت، د ستونزو په وړاندې مقاومت او په ورته شیبو کې د ښې او پرځای تصمیم نیوونې مهارتونه په ځان کې پيدا کړاو زده کړي. کاروباریان باید دا زده کړي چې که چیري کله هم حالات د کنټرول څخه بهر شي؛ څنګه وکولای شي ورته حالات د ځان په ګټه کابو کړي.

۸. د زغم او حوصلې هنر:

هوښیار او بریالي کاروباريان تل په دي باورمند دي؛ چې په لوبه کې د بریا او ماتې شتون حتمي دی. کاروباریان باید په دې پوه شي چې کاروبار کې ګټه په تاوان کیږي او د ګټې لاسته راوړل وخت ته اړتیا لري. باید وکولای شي د ستونزمنو حالاتو، خلکو خبرو، نقدونو او ماتې خوړلو خو ماتې نه منلو په هکله پوره زغم او حوصله ځان کې پیدا کړي.

دا چې پورتنۍ او دې ته ورته نورې کړنې د یو داسې کاروباري لپاره چې د ادارې او سوداګرۍ زده کړې نه لري زده کول ستونزمن دي؛ خو په اړه یې د حد اقل او لومړنیو معلوماتو زده کول بیا ستونزمنه خبر نه ده. دا چې په لومړیو کې کاروبارونه واړه وي او کاروباري اړ دی ټولې چارې په خپله سمبال او مدیریت کړي؛ نو د یادو حالاتو او مهارتونو زده کول د یو ګټور او تل پاتې کاروبار لپاره بنسټیز رول لوبوي.

لیکونکی: حکمت الله نظري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب