کاش چې مونږ دا درې واړه درلودی!! په زړه پورې کیسه

تاریخ لیکي چې د پنځم راشد خلیفه عمر بن عبدالعزیز-رحمه الله- یوه وړه لور وه، یوه ورځ ورته راغله او ژړل یې او دا د اختر ورځ وه؛

پلار یې ترې وپوښتل: ولې ژاړې؟

دې ورته وویل: ټولې انجونې نوې جامې اغوندې او زه د امیر المؤمنین لور یم او زړې جامې مې اغوستې دي..!!

عمر چې د لور خبرې واورېدو نو خفه شو، لاړو او د بیت المال مسؤول(خازن) ته یې وویل: آیا ماته اجازه راکوې چې د خپلې راتلونکې میاشتې له تنخوا(معاش) څخه مصرف وکړم؟!

خزانه چي ورته وویل: ولی ای د مؤمنانو امیره؟ عمر بن عبدالعزیز ورته د خپلې لور حکایت وکړ، خزانه چي ورته وویل: اجازه به درته درکړم خو په یو شرط.

عمر وپوښتل: کوم شرط؟!

خازن ورته وویل: چې ماته دا ضمانت راکړې چې ته به راتلونکې میاشت هم ژوندی یې او هغه کار به کوې چې تنخوا(معاش) یې لا دمخه اخلې او مصرفوې یې.

عمر چې دا واوریدل خزانه چې یې پریښود او بیرته کور ته راوګرځید، اولادونو یې ترې پوښتنه وکړه چې مونږ ته دې څه وکړل پلاره؟

عمر ورته وویل: آیا تاسې صبر کولای شئ ترڅو مونږ ټول په یوځای جنت ته داخل شو او که صبر نشئ کولای نو پلار به مو اور (جهنم) ته داخل شي.

بچو یې ورته وویل: بلکې صبر کوو ای پلاره…!

کاش مونږ دا درې واړه نن ورځ درلودی: (خازن…عمر بن عبدالعزیز…د عمر اولادونه).

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب