کالدانه يا سالدانه

کالدانه د پوستکې هغه غير ساري ناروغي ده چې له رامنځ ته کېدو سره د عمر تر پایه پورې په پوست په ځانګړې ډول مخ باندي ژور زخم يا ټاپ پرېږدي .

د پوستکې دا ناروغۍ د درملنې وړ ده خو له بده مرغه چې  ټپ يې د عمر تر پایه همداسې پاتې کېږي .

عامل يې د لشمانيا په نوم يو پرازیت دی چې د سند فلای په نوم د يوي ماشي د چيچلو په واسطه د انسان وجود ته داخليږي یانې د يادې ماشي د چیچلو په واسطه سالدانه منځ ته راځي.

پخوا د طب کتابونو د سالدانې لامل يوازې او يوازي هم دا لشمانیا پرازیت باله خو په وروستیو کلونو کې  طبي سرچینو دا هم لیکلي دي چې په ځينو هیوادونو کې سره له دې چې د لشمانيا شتون نه ترسترګو کيږي خو بیا هم سالدانه پکې شته لکه په استرالیا کې.

په هغو سیمو کې چیرته چې لشمانیا هم شتون نه لري خو په وګړو کې يې سالدانه منځ ته راځې لامل يې ککړه هوا په ګوته شوې ده په دې توګه خو ویلای شو چې د سالدانې لامل له لشمانيا سره سره ککړ چاپيریال او ککړه هوا هم کېدای شي.

سالدانه لکه څنګه چې يې له نومه ښکاري د یوه کال يا له يوه کاله په څه زیات وخت کې په خپله ښه کيږي خو په  اړه يې چې څومره ژر کېدای شې باید له اړوند ډاکټر سره مشوره وشي او اړوند درمل واخستل شې

د خولي له لاري ګولۍ او شربت او همدارنګه د رګ له لاري پيچکاري يې  يواځيني درمل دی چې پيچکاري يې د څو ورځو په درشل کې زخم ته څيرمه د ډاکټرانو له لورې لګول کېږي

د سالدانې په اړه تر ګردو ښه خبره داده چې دا ناروغۍ ساري نده او کوښښ دې وشې تر څو يې زخم همداسې خلاص پاتې شې ځکه  پاکه هوايې په وچېدلو کې ښه رول لوبوای شې.

داکتر رحیم هلال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب