کبان او نهنګان: د ژورو اوبو حيوانات

کبان او نهنګان: د ژورو اوبو حيوانات

کبان او نهنګان دواړه فقاریه حيوانات دي، په دې معنی چې دواړه د ملا تير لري. همداراز دواړه په اوبلن محيط کې ژوند کوي. پرته له يو څو نوعو، نهنګان يوازې په سمندر کې ژوند کوي. خو کبان په دواړه تازه او مالګينو اوبو کې ژوند کوي. نهنګان د نړۍ د سطحې تر ټولو لوی حيوانات دي او ځينې کبان يې تر ټولو کوچني حيوانات جوړوي.

 

نهنګان څرنګه چې تي لرونکي دي له دې کبله ګرمه وينه لري. په دې معنی چې دوی بايد د بدن حرارت تود او ثابت وساتي. خو له بله پلوه کبان خزنده ته ورته دي. زياتره يې سړه وينه لري. په دې معنی چې د چاپیريال اوبو ته په پام سره يې د حرارت درجه توپير کوي.

 

your ads

نهنګان د خپل صاف او بې ويښته پوستکي لاندې د شحم يوه پنډه طبقه لري چې بلبر یا د نهنګ غوړ يې بولي. دغه شحم يې د بدن د حرارت درجې په ساتلو کې مرسته کوي. کبان ډیر لږ شحم لري، له دې کبله زیاتره کبان د خوراک لپاره کارول کیږي. د دې لپاره چې په سړو اوبو کې منجمد پاتې نشي د کبانو وينه یو ډول انټي فريز مواد لري. همداراز کبان په يوه سريښناکه ماده پوښل شوي دي چې پوستکی يې د مالګې او نورو کيمياوي موادو له اغيز څخه ساتي.

 

که څه نهنګان تې لرونکي او کبان تي لرونکي‌ نه دي، خو په يو لړ ځانګړنو کې سره ورته والی لري. دواړه شاپرونه او لکۍ لري چې له دوی سره په اوبو کې د لامبو وهلو ترڅنګ په اوبو کې ځان ساتلوکې مرسته کوي. خو دا ورته والی يې يوازې په ظاهري بڼه کې دی. نهنګان په اوبو کې خپل بدن د افقي لکۍ په مرسته پرمخ وړي، چې پورته او ښکته رپيږي چې په اوبو کې یې وړاندې پورې وهي. خو له بله پلوه کبان عمودي لکۍ لري چې يو څنګ او بل څنګ ته خوځيږي. که څه هم نهنګان لوی حيوانات دي، د لامبو پر مهال هيښنده سرعت اخلي. وژونکي نهنګان په ساعت کې ۳۷ میله لامبو وهي؛ د ډولفين ځينې ډولونه په ساعت کې ۱۸ ميله سرعت اخلي خو پره لرونکي نهنګان په ساعت کې له ۱۳ نه ۱۶ ميله پورې چټکه لامبو وهي. نيغ او خاکستري نهنګان يو څه ورو دي، چې تر ټولو زيات سرعت يې په ساعت کې ۶ میله ته رسیږي. د کبانو سرعت د هغو جسامت او بڼې پورې اړه لري. هرينګ يو کوچنی کب دی چې په ساعت کې يوازې درې میله وهلی شي.

 

سورډ کب چې په مخکينۍ برخه کې تورې ته ورته جوړښت لري، خورا چټک دي.‌ سرعت يې په ساعت کې ۶۰ میله تثبت شوی دی. کبان او نهنګان دواړه هغه وخت په سرعت سره لامبو وهي چې کوم ښکار پسې روان وي او يا له دښمنه تيښته کوي.‌ خو هر وخت په سرعت لامبو وهل زياتې انرژۍ ته اړتیا لري.

 

نهنګان ژوره غوټه وهي او د اوبو لاندې د زيات وخت لپاره پاتې کيدی شي. د بيلګې په توګه، سپرم لرونکي نهنګان ۶۵۰۰ فوټه ژوره غوټه وهي چې دومره ژورتيا يو اوبتل هم له منځه وړي. همداراز د اوبو په تل کې د ۹۰ دقیقو لپاره پاتې کيدلی شي! د ځمکنيو تي لرونکو حیواناتو په څير نهنګان هم سږی لري او باید د اوبو سطحې ته راشي چې د خپلو سږمو له لارې تنفس وکړي چې د نهنګ د سر په پاسنۍ برخه کې موقيعيت لري. خو کبان د خپلې ځانګړې تنفسي آلې له لارې چې ګيل Gill ورته وايي اکسیجن له اوبو جلا کوي.‌ که يو کب له اوبو لرې شي د اکسيجن د نشتوالي‌ له کبله ډیر ژر مري.

 

  1. هغه کوم مواد دي‌ چې په يخو اوبو کې کب له منجمد کيدو څخه ژغوري؟
  2. د سريښناکو موادو يوه طبقه چې د کب پوستکی یې پوښلی دی.
  3. د بلبر غوړ يوه طبقه
  4. د کب په وينه کې انټي فريز مواد
  5. کب معمولا په تودو اوبو کې اوسيږي چې له منجمد کیدو څخه ځان وژغوري.

 

0%  ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ100%

ډاډمن                                                                                               ډاډمن

 

  1. په دې مطلب کې د وړاندې پورې وهلو کليمه څه معنی ورکوي؟
  2. افقي ساتل
  3. وړاندې حرکت ورکول
  4. د هوا فشار ثابت ساتل
  5. ثابت او نیغ نیول

0%  ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ100%

ډاډمن                                                                                               ډاډمن

  1. د دې مطلب اساسي هدف دا دی چې:
  2. کبان او نهنګان څه ورته والی او توپیرونه لري
  3. نهنګان څه ډول لامبو وهي
  4. نهنګان ولې د اوبو په تل کې د کبانو په پرتله زيات پاتې کیدای شي.
  5. کبان او نهنګان څه ډول له اکسيجن څخه استفاده کوي

0%  ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ100%

ډاډمن                                                                                               ډاډمن

  1. که يو کب له اوبو څخه لرې شي ځکه مړ کيږي چې:
  2. د کب داخلی غړي د هوا د فشار له کبله له منځه ځي
  3. د کب په وینه کې موجود انټي فريز مواد له کاره لويږي.
  4. د کب تنفسي آله له هوا څخه اکسيجن نشي جلا کولی
  5. د هوا فشار د کب سږی له منځه وړي.‌

0%  ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ100%

ډاډمن                                                                                               ډاډمن

 

  1. د تي لرونکو حیواناتو ځينې ځانګړنې داسې دي چې دوی:
  2. فلس لري او هګۍ اچوي
  3. د خپل بدن حرارت داسې تعديلوي چې د اوبو له حرارت درجې سره سمون پیدا کړي
  4. په چټکۍ سره لامبو وهي
  5. توده وينه او سږي لري

0%  ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ100%

ډاډمن                                                                                               ډاډمن

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10

د مفاهيمو اړیکي: یو داسې ډیاګرام جوړ کړئ چې د کب او نهنګ تر منځ ورته والی او توپیرونه وښيي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب