کتاب او مطالعه

امير تېمور په خپل ژوند کې ٤٢ هيوادونه فتح کړل . د تېمور د ژوندليکونکی وايي چې هغه به خپل دولت پر اسونو را باراوۀ او پۀ سلګونو اسونو به کتار سمرقند ته رار سېدل . دی وايي چې دا ټول به ديوې جګړې پۀ ترڅ کې را ټول کړای شوی دولت وو . تېمور د نړۍ يو نوميالی فاتح هم يادېږي چې پۀ يو وخت يې له خپلو دواړو لاسونو څخه کار اخيست، پنځوس کاله يي تورۀ پۀ لاس کې نېولې وه . پۀ يوۀ لاس کې به يي تورۀ نېولې وه او پۀ بل کې تبر، پۀ دواړو لاسو به يي له خلکو سرونه پرېکول . هغۀ پۀ دواړو لاسونو ليک هم کولای شوای او دومره پياوړې حافظه يي درلوده چې يو ځل اورېدلې او لوستلې خبره به يي هيڅکله له ياده نه وته . د تېمور دغه ټول برياليتوبونه له خاورو سره خاورې شول، ٤٢ نيولي هيوادونه او بې پايه دولت يې د مځکې خوراک شو، خو يو شی يې دوخت له زور څخه خوندي پاته شو او هغه د هغۀ پۀ لاس ليکلی کتاب وو . د نوموړي ژوند ليک \”زۀ يم تېمور\” پۀ غالب ګومان چې پۀ فارسي ليکل شوی وو . دغه نېمګړی کتاب چې پۀ ١٤٠٥ زېږديز کال د نوموړي پۀ مرګ سره بند شو، پۀ بېلابېلو لارو د يو قلمي اثر پۀ توګه تر بريتانيا پورې ورسېد او پۀ ١٧٨٣ زېږديز کال د لومړي ځل لپاره له چاپه را ووت ، له هغه وروسته پۀ ٤٠ ژبو وژباړل شو،له ٢٢٩ کلو راهسي پۀ پرله پسې توګه خپرېږي او لوستل کېږي .

له آره دا د کتاب عظمت او لوړوالی دی، پر علم او کتاب زوال نه راځي . پۀ نړۍ کې د تېمور غوندې خلکو امپراتورۍ له منځه ځي خو د هغوئ پۀ لاس ليکلې پاڼې خوندې پاته کېږي . او تر هغه وخته پۀ نړۍ کې پاتې وي چې تر څو د لوستونکو تنده لا ماته نۀ وي . پۀ لوستي او نالوستي کس کې توپير کتاب پيدا کوي . د امير تېمور غوندې خلکو د قلم کرښې د لوستي او نالوستي ترمنځ د توپير کرښې جوړوي ، طبيعت بيا هغو کتابونو ته ژوند ورکوي او دغه کرښې نورې هم تلپاته کوي .
تاسې بېلابېلې ټولنې لږ تحليل کړئ ، هغه ټولنې چې کتابونه پۀ کې ډېر لوستل کېږي پۀ خوښيو او ډاډمنتوب به يي ډکې و مومئ . او هغه ټولنې چې کتابونه پۀ کې لږ خپرېږي او کتابتونونه نه لري، هورې روحانيت ترينګلی وي، زغم ځای نه لري،ځور، غوسه او بې امني ډېره وي . د هغه ټولنې وګړي د ژوند د ټولو نعمتونو پۀ درلودلو سربېره ځورېږي .
تاسې خپل شاوخوا لږ نظر وځغلوئ، پۀ زرګونو خلک به و وينئ چې الله تعالی پرې هرشی لورولی دي، دولت يې هم ډېر ورکړی وي، عزت هم لري د واک څښتنان هم وي او پۀ خلکو کې نفوذ هم لري ، خو د دې برسېره د هغوئ پۀ ژوند کې ښکلا نۀ وي . هر وخت به يي له خلکو بېزاره و مومئ . د دې لوی لامل له کتاب څخه ليرې والی دی . تاسې پۀ ژوند کې هر شی لاسته راوړلای شئ خو له کتابونو پرته ترې خوند نۀ شئ اخيستلای . ستاسې پۀ برياليتونو کې خوند کتابونه راوړي . کتابونه که تر واک، دولت او ټولو جګړه ييزو برياليتوبونو لوړ نه وای نو د نړۍ نومياليو فاتحينو، پاچاهانو او د دولت څښتنانو به کتابونه نه ليکل . تاسې له لوی سکندر څخه نېولې تر بېلګېټس (د مايکروسافټ د ادارې بنسټګر ) پورې د هر بريالي سړي پېژاند پاڼه (پروفايل) وګورئ، هر بريالی سړی به و وينئ چې پۀ دنيا کې يو کتاب پرېږدي او ځي . دغه کتاب د هغۀ لاسته راوړنې هم راښيي، پاتې راتلنې يي هم شني او د ژوند يو آر واقعيت هم وي . موږ چې تر څو پورې دغه کتابونه لوستلي نۀ وي د ژوند، برياليتوب او پاتېتوب رښتينيو لوريو ته نۀ شو ورسېدلای .

مطالعه يو خوی دی چې د نورو خويونو پۀ څېر خپلېږي . تاسې چې تر څو پورې کتاب د خپلو ورځنيو بوختياوو يوه برخه جوړه نۀ کړئ او پۀ خپل ژوندکې ځای ورنۀ کړئ، کتاب پالنه ستاسې خوی نۀ ګرځي . د اروپا خلک خپل ماشومان ښوونځي ته تر لېږلو مخکې له کتاب ساتنې سره روږدي کوي . هغوئ ماشومان کتاب پلورنځيو ته ورسره بيايي او کوچني کوچني کتابونه ورته اخلي . کتابتونونوته يي بيايي او د کتاب لاسته راوړلو پۀ دود يې پوه کوي او چې کله له کوره چېرته ځي د کتاب ورسره وړلو خوی ورښيي .

که تاسې اروپا، امريکا او يا د نړۍ کوم بل پرمختللي هيواد ته ولاړ شئ، خلک به د اورګاډو او بسونو پۀ تمځايونو او پارکونو کې پۀ لوست بوخت و وينئ . د هر سړي پۀ لاس کې به ورځپاڼه يا کتاب وګورئ، چې چېرې ځای پيدا کړي د ورځپاڼې او يا کتاب لوستل به پيل کړي . پۀ اروپا او امريکا کې ډېر کتابونه عن پۀ لومړی چاپ کې د لسو لکو ټوکونو پۀ شمېر خپرېږي او ورسته يي د چاپ شمېر ملياردو ته ورسېږي . د امريکا نفوس ٣١٠ مليونه او ٣٨ لکه دي خو هلته داسې کتابونه هم شته چې د ٤٠٠ مليونو پۀ شمېر چاپ شوي دي .

له موږ څخه هر سړی چې لږ تر لږه يي تر پنځم ټولګي پورې ښوونځی لوستلی وي، پۀ مياشت کې بايد درې څلور کتابونه را ونيسي . هغه وګړي چې پۀ انګرېزي پوهېږي داردو (پښتو او دري) ترڅنګ بايد د انګرېزي کتابونه هم را ونيسي، ځکه چې اروپا او امريکا هيوادونه پۀ علمي ډګر کې تر موږ ډېر پرمخ تللي دي .
موږ بايد خپل ماشومان هم له کتابونو سره روږدي کړو .موږ بايد وړو ماشومانو ته کتابونه را ونيسو او وخت پۀ وخت ورڅخه د کتابونو پۀ اړه پوښتنې وکړو . موږ لکه څرنګه چې هره اونۍ يا هره مياشت د کور لپاره سودا راوړو، دا رنګه بايد کتاب پلورنځيو ته هم ورشو او د کور د ټولو غړيو لپاره کتابونه واخلو. دا سمه ده چې د نور و شيانو پۀ څېر کتابونه هم ګرانېږي، خو پردې برسېره نن هم کتابونه تر جامو، څپليو او کړايي غوښې ارزان دي . تاسې چې کله پۀ بازار کې د ځان لپاره څپلۍ اخلئ، نو هغه يوازې تاسې پښو کولای شئ، ستاسې زوی او ښځه يې نۀ شي پښو کولای . دغه راز تاسې نۀ شئ کولای چې د خپلې ښځې چوټې پښو کړئ او د باندې را ووزئ ، خو مګر ستاسې اخيستی کتاب ستاسې زمن، لوڼې او ښځه هم لوستلای شي . ستاسې جامې او څپلۍ به زړې شي، خوراکي توکي به مو له منځه ولاړ شي خو کتابونه مو نه ورستېږي او ټول ژوند به درسره وي .
موږ پۀ خپلو کورونو او دفترونو کې تشنابونه او پخلنځايونه هم جوړوو، د دې ترڅنګ بايد ارو مرو يوه د مطالعې خونه يا کوچنی غوندې کتابتون هم جوړ کړو . که چېرې زموږ پۀ کورونو کې دومره ځای نۀ وي، بيا هم کولای شو چې د يوې کړکۍ پۀ خوا کې يو کتاب ګوټی جوړ کړو يا هم د کوټې پۀ يوه روښانه برخه کې يو مېز او يوه څوکۍ کېږدو او مطالعه ځای يې جوړ کړو .
موږ له کوره د وتلو پرمهال کولای شو چې تسپې او کتاب راسره واخلو . تسپې له الله تعالی سره زموږ اړيکه ټينګوي . موږ چې پر لار رهي يو، له بازاره يو شی رانيسو، پۀ دفتر او دوکان کې کار کوو تسپې ويلای شو او چې کله د ناستې فرصت ولرو کتاب پرانيستلای شو . پۀ دې توګه به مو خپل وخت هم خوندي کړی وي او له چټي خبرو او بې ځايه حرکتونو څخه به مو هم ځان ساتلی وي .

د پوهې د لاسته راوړلو يوه لار پوښته کول هم ده . زموږ پۀ ذهنونو کې د ورځې څلور زره پوښتنې را ولاړېږي . که موږ له ځانه سره يوه کوچنۍ غوندې ډائيرۍ کېږدو او هره پوښتنه پۀ کې وليکو او چې څرنګه فرصت ولرو، پۀ کتابونو، وېب سايټونو او له علماؤ سره پۀ مجلسونو کې خپلو پوښتنو ته جواب ولټوو، نو زموږ پوهه به ډېرېږي . که موږ پۀ اونۍ کې څو ساعته له باسواده خلکو سره تېر کړو، نو له دې سره هم زموږ پۀ پوهه کې ډېروالی راتلای شي . خو دغه باسواده خلک بايد له کوم ځانګړي قشر سره تړاو ونه لري . پۀ هغوئ کې بايد ساينسپوهان، تاريخپوهان، اديبان، ديني عالمان ، اداري متخصصين او سياستپوهان هم شامل وي تر څو پۀ دې توګه تاسې هر ډول پوهه لاسته را وړئ . که تاسې هر ځل له يو ډول خلکو سره وګورئ، نو له دې سره به ستاسې فکر ډېر محدود شي او محدود فکر تر ناپوهۍ ډېر خطر لري .

پۀ ياد يې ولرئ چې له تاسې سره دوه لارې دي . تاسې د يو بې سواده ځناور غوندې ژوند تېرول غواړئ چې خوري، څښي، بچي زېږوي او له نړۍ څخه رخصتېږي او که د يو لوستي انسان پۀ توګه ژوند کول غواړئ چې د خوړلو، څښلو او ماشوم زېږولو تر څنګ د ژوند هدف هم لټوي او دغه خوړلو، څښلو او ماشوم زېږولو ته يو هدف ټاکي ، مجلل او پرتمين يې ګرځوي . او دا کار له کتابونو پرته ناشونی دی . له کتابونو پرته ژوند د يو ترېو آم پۀ څېر وي، چې هر شی پۀ کې وي خو خوند نۀ وي پۀ کې .

ژباړه : اسدالله امتمل
  د جاوید جاويد چوهدري لیکنه:

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب