کریسټوفر بوهار: زه ولې مسلمان شوم؟

زه ولې مسلمان شوم؟

کریسټوفربوهار( اوسنې نوم ئی محمدالامین دی) امریکا 

زه لومړې (ساټنیسټ) وم، بیاعیسایی سوم، بیرته (ساټنیسټ) سوم اودیوه الله جل جلاله په پوره مرسته سره بیا سُنی مسلمان شوم۔
دایوامریکایی مسلمان دی چی داسلام په حقانیت سره پخپله خوښه سره داسلام په مقدس دین باندی مشرفه شو، چی خپله ټوله کیسه ئې دمختلفوویب سایټوله لارې خپره کړه، دالاندنۍ لیکنه دده خپله لیکنه ده، چی ډېره اوږده و، اوماترخپل وسه پوری کوښښ وکی چی ډېره مختصره اوټولې مهمې نقطې ئې پخپله لیکنه کې راونغاړم، ترڅولوستونکې ورڅخه په لنډډول دده دپوره احساساتواوافکاروڅخه خبرکړم۔
زه اوس (17) کلن پنسلوانیایی سُنی مسلمان یم، لکه څرنګه چی دخاتم الانبیاء حضرت محمدصلی الله علیه وسلم سره مې ډېره مینه ده نوځکه می دده مبارک نوم (محمدالامین) پرځا ن کېښود، څلورکاله مخکی می دهیڅ مذهب اوفلسفې سره کوم علاقه نه درلوده مینه اولېوالتیا مې هم نه وه چې دمذهب سره اویاهم دفلسفې سره اشناسم، خوکله چی زه ومتوسطې (میډل سکول) ته ولاړم نوښکاره خبره ده چی وماته دفلسفې اومذهب معلومت درلودل څه اړین راته ښکاره شول، اواړین وه، نوځکه می ودې ته لېوالتیاوه چی مذهب یعنی څه؟؟؟ فلسفه یعنې څه ؟؟؟طبعې خبره چی په مکتب کی درنګارنګ عقېدوشاګردان شتون درلودی، اوهرچادخپلې عقېدې په ښه والی باندی اعتراف کاوه، اوزماپه شان ناخبره انسانان ئې پخپلولوموکی راګیرول، ترڅوپه مکتب کی خپل نفوذډېرکاندی، اوزه هم دهغوکسانوڅخه شوم چی په دې کرغیړنولوموکې راګیرشوم، اوهغه شاګردان چی زماسره ئې ناسته اوولاړه کوله هغه ټوله د
(Satanism)
دمفکورې خاوندان وه ، چی زه هم پکښې ونښتلم، داځکه چی زمااکثره همصنفیان ددې
مکتب پېروان وه چی زماسره ئې ډیره مینه هم درلوده چی زه هم ورسره (ساټنیسټ) شولم۔ اوس غواړم چی د(ساټنیزم) په اړه څه معلومات درکړم هغه داچی :
په انګلېسې ژبه کی وشیطان ته وایی، او(ساټنیزم) وشیطان فرستۍ ته وایی، (Satan)
چی بیا(ساټنیزم) پردوه قسمه دی، اول داچی داخلک شیطان نعوذباالله خدای بولی اودشیطان عبادت کوی، اوهرڅه دشیطان څخه غواړی، اوهرڅه دشیطان په واک کی بولی، دښواوبدوتوقع ټوله دشیطان څخه کوی، دخپلوفکرونومطابق ئې په مختلفوبڼوسره ورته مجسمې جوړې کړېدې چی عبادت ئې کوی، چی داډله په واقعیت کی دعیسایانویوه رواجی ډله اوسرچینه له دوی څخه اخستل کیږی، اوپه ظاهره له دوی څخه ځانونه بېل بولی۔
دوهمه ډله: دا(ساټنیزم) چی زه هم ددې عقیدې سره می تړاودرلودی هغه داده چی په دې عقیده کی هرڅوک ځان دشیطان نایب بولی اوځان دشیطان په شان سره نعوذباالله خدای بولی، اوهرڅوک دخپلوښواوبدوخالق دی، اوهرڅوک هرڅه وځانته حلال اوحرام ګرځولای سی، چی موږبه دڅونفروپرسر باندی یوبل څوک چی ترموږلوړووهغه درلودی اودهغه حکمونه به مومنل اوعزت به موورکاوه، چی زمادپاره جالبه خبره داده چی په اولوورځوکی وماته ډېرې ښه تحفې اوسوغاتونه راکول کېده، زمامېلمستیاوې کېدې، زماسفر، زمامصرف اوهرقسم عیاشی مفته وه اوچی څه ماویل اویامی غوښتل هغه کیدل، انعامونه راټولېدل اواکاونټ هم راته جوړسو؛ خوزړه می ورځ په ورځ بدخونده کېده، اوله ځانه څخه به می بدکېدل، داځکه کله به می له ځانه سره فکرکاوه چی ددې مفکورې په اند هرانسان خدای دی، اوداڅنګه کېدای سی؟؟؟ اوکله به می له ځانه سره ویل چی خلک وایی چی یوخدای شته اوداټول شیان لکه انسانان، حیوانات، نباتات، لمر، سپوږمۍ اوهرڅه ئې پیداکړیدی، اوهرڅه اختیارلری، نو زه څنګه خدای یم؟؟؟ چی دځان اختیارنه لرم،زماددې عقېدې څخه دوې ورځې ډېرنفرت وسو:
1 : یوره ورځ مې سبق نه وه زده اواستاد ولاړکړم اوڅه سپکه غوندې سزائې راکړه، وهلې ئې نه یم،، خودټولګۍ وټولوهمصنفیانوته ئې رخشندکړم، اوټولوراباندی وخندل، اوډېرخجله شوم له ځانه سره می فیصله وکړل چی داخومطلق درواغ دی چی زه دې خدای یم، اودشیطان نایب دی یم داځکه چی زه په هیڅ لوست نه پوهېږم اوهمدارنګه زه خپله هیڅ دفاع هم نشم کولای اوبله دتعجب خبره خولاداده چی یوه ورځ وپارک ته تللی وم چی یوفامیل وموږته نژد ې راغی اوکښناستل چی یوډېرخشنګ ماشوم پکښې وو، چی یوګلاسی ئې مات کی اوموريې دډیره خښمه ورته وویل چی شیطانه!!! مه کوه!!! زه ددې خبروپه اورېدوسره حیران سوم۔
دومره فکرراسره پیداسو چی ځان می غولولی دی، اوبل هیڅ هم نشته، یوه بله خاطره دژوند درته یادوم هغه داچی زمایوډېرښه ملګری (جان) راته دعوت راکی چی د غرمې دډوډۍ لپاره به راشی ما هغه بلنه قبوله کړه اوورغلم په ډېرنازسره ئې راته هرشی راته کېښوداوهرڅه شتون درلودی اوخپل تروسه پوری می هرڅه وخوړل اوڅه (شامپېن) چی فرانسوی اوبوته ورته سپین شراب وه هغه می هم وڅیښل ډېره ښه مېلمستیاوه، له جان څخه می رخصت واخیستی اووکورته راروان شوم، چی پرلارې می ډېرزیات پرنس درد شول ؛ اودادګېډې درد دمره سخت ووچی ما فکروکی چی کېدای شی (اپینډکس) به یم خوهغه ساده دردوو، وکورته په تکلیف ورسېدم اوپلارمی ونژدې روغتون ته ورویستیم اوډاکټر(جیمزهاوک) راته تسلې راکړه چی کوم شی نشته اوڅه معمولې دارودرمل ئې راکړه اوډېرژرجوړشوم ؛ لکه څرنګه چی مورمی ډېره پرشانه وه نوزماپه صحت باندی ډېره خوشحاله شوه، پرمېز ناست وم اوڅه وچه مېوه می خوړله له ځانه سره می وویل چی که زه خدای یم نوداتکلیف باید مانه وای لیدلای، اویامی هم دسترګوپه رف کی دفع کړی وای، اوکه شیطان زماخدای دی نوهغه بایدزماسره مرسته کړې وای اوزه ئې ددې مصیبت څخه ژغورلی وای ؛ نوداراته جوته شوه چی نه شیطان زماخدای دی اونه هم زه پخپله خدای یم،داروحی تکلیفونه ورځ په ورځ راته زیاتیده اوتردې چی ماخپل ځان هر ورځ په دوږخ کی لیده دومره په تکلیف یم، اودخلاصون په لاره پسې ګرځم، اوله ځانه سره می پوره هوډوکړچی بایدوداسی مذهب ته واوړم چی دخدای ښه تصورپکښې وی؛ نومی یوڅه ملګرې عیسان ولیدل اومشوره می ورسره وکړل، اوپه دې ډېرخوښ شوم چی ددوی په اندداخویواسمانې دین دی، بایبل ئې یوه نسخه وماته راکړه ، څه لږمطالعه می وکړل اوکلیساته ولاړم اوځان می دزیتونوپه غوړوغوړکړ اوولمبېدم چی دازمادعیساییی کېدومراسم وه، دبایبل مطالعه می پیل کړل، خوښ یم چی ګورم يي، خوڅه داسی شیان پکښې دی چی زمادعقل څخه لوړدی، اوزه نه پوهېږم، نودهغې کلیساو (بېشف) ته ورتلم چی ترڅوپه عیسایت باندی ځان پوه کړم، هغه به هرڅومره تفصیل راکی خوزمادزړه تسکین مشکل وو، لنډه داچی ټول بایبل می ولوستی چی په دې کی (عهد قدیم، عهدجدید، او سام وو)دخدای تصورپه عیسایت کی ډېرسره شکمن دی، هغه داچی یوځای خدای دانسان په بڼه کی اوبل ځای يی ترانسان لاهم کمزوری کی، دخدای په اړه دومره پوچې اوبې بنیاده ویناوې پکښې دې چی دمنووړنه دی دمثال په ډول سره په بایبل کی ترټول جملولنډه جمله داده:
God wept.
خدای وژړل۔اوس ودې ته راځم چی خدای ولې وژړل؟؟؟، دخدای وژړاته څه ضرورت دی، ؟؟؟ژړاخودمحتاجۍ، بې وسۍ اومرستې غوښتلوسمبول دی،او دخدای دژړاموخه څه ده؟؟؟
دمثال په ډول سره ماشوم ژاړې چی دمورڅخه خوراک، څښاک اومینه غواړی، یومظلوم ژاړې دخپل سیال څخه ترحم غواړی، یایوڅوک ژاړی ترڅوخپل افسوس تریوچاپوری ورسوی، اویادخپل حق غوښتېنه په ژړاسره کوی اویاکله هم دیوچاظلم اوبربریت تریاځایه پوری رسوی، چی مطلب به ئې داسی چی فلانی سړی چی زماڅخه طاقت وردی، زماڅخه ئې زماپیسې، جایداد، شتمنې په زوراخیستی اویاهم ئې زماخپلوان، پلار، ورور اویابل قریب راڅخه بندی کړی اویاهم وژلې دی؛ اواوس می په دې خبره سرنه خلاصیږی چی خدای ولې ژاړی؟؟؟اوژړاخواکمزورۍ نښه ده، ایادعیسایانوخدای بې وسه سوی دی؟؟؟ ایاخدای دچاڅخه مرسته غواړی؟؟؟داهغه پوښتنې دی چی ماد عیسایی ملا(بېشف) اوډېرونوروملګروڅخه وپوښتل مګرهیڅ ځواب می نه دې موندلې، اوپه اوسنی بایبل کی ځینی وخت خدای داسی تصورکی چی دویلونه دی؛ اوسړۍ به ورته حیران شی چی دعیسایانوخدای څوک اوڅنګه دی؟؟؟
ددې څخه علاوه په بایبل کی داسی خرافات لیکل شویدی چی څه عقلمند سړی ورته ضرورحیران سی، زه به یومثال درته راوړم:

د بایبل په شمجر ترسرلیک لاندی لیکی:

یهودانه وروسته شمجرداسرایلیانولارښودشو، ده یوځل دغوبنې په لرګې باندی (600) فلسطینیان ووژل اواسرائلیان ئې ترې وژغورل۔۔۔
کچیری دبایبل ودې خبرې ته څوک ځیر شی نودیوه غوبنې په لرګې باندی (600) انسانان وژل دامکان دحدڅخه وتلې ده، اوحتی چرګان هم امکان نه په لری، داټوله کارشمجروکی چی اسرايلیان ئې له شره وژغورل، اوس دانسان وژل په لرګی باندی اوبیادومره ډېرانسانان وژل چی داسړی کوم پېغمبرهم نه دی، اویوعام سړی دی؛ اوداسی په زرهاوودعقل څخه وتلې خرافات پکښې په زرهاووپکښې دی۔
په بایبل کی بل مهمه عقیده هغه دتثلیث ده (درې ګونی خدایان) زه تراوسه په دې باندی نه پوهیږم چی یوځل وایی چی درې خدایان دی (خدای، عیسی علیه سلام، اوروح القدوس) بل ځای وایی چی خدای یودی اوعیسی علیه سلام دخدای زوی دی، اوروح القدوس (خدای خپل روح) ورداخل کړ، بل ځای وایی چی خدای بېل، عیسی بېل اوروح القدوس بېل دی، اویوځای وایی چی عیسی انسان دی، بل ځای وایی چی نه عیسی خدای دی د انسان په بڼه کی ومځکی ته راغلی دی؛ دحیرانتیاخبره خوداده چی دادخدای ځانګړتیانه ده چی یوڅوک خوراک کوی، څښاک کوک، اوبیادی خدای سی، په یوه بایبل کی نویشته دی چی تثلیث سته په بل بایبل کی لیکلی دی چی دتثلیث عقیده یوه په عیسایت پوری تړل شوې خرافات دی اوهیڅ حقیقت نه لری۔
تقریبا (8) میاشتې او(16) ورځې می چی په عیسایت کی تېرې کړی ، ډېرشکمن، ذهنې پرېشانه اودومره ورته په ذهنې فشارکی وم چی زه اوس دهغه بیان نه شم کولای؛ دعیسایت څخه می ډېره کرکه وشوه اوبیرته وخپلوزړوملګرو(ساټنیستانو) سره یوځای شولم ، اوهمېشه به می ورته دبایبل خرافات بیانول، اوملګروبه می پوری خندل چی داڅنګه دخدای کتاب دی؟؟؟
کله چی د(11) سپتمبرپېښه وشوه، دې پېښې وماته ډېرزیات نورتکان هم راکی اوحیران سولم چی ولی داسی وشول؛ په ورځپاڼو، مجلواوټی وی باندی ددې پېښې خبرونه راتلل اودائې ویل چی داپېښه مسلمانانوکړېده، چی زه اوس دنوی دین سره اشناشوم، اوداسلام نوم می واورېدی، اوزه یقینادې پېښې ډېرغمجن کړم، ومسلمانانو، اسلام اوحتی دمسلمانانووخدای ته می هرڅه چی په خوله راتلل هغه می برملاویل اودمسلمانانوډېرسخت دوښمن وګرځیدم اودهوډ می وکړچی کچیری یومسلمان پېداکاندم اومړئی کم، اوداخبره هرورځ رسنیودومره سره پاشله چی دانسان له فکرڅخه لوړه وه، نوځکه زماپه شان ډېرانسانان هېجانې شول؛ چی په نتیجه کی ئې ډېربې ګناه مسلمانان بې عفته، تهدیداوووژل شول۔ حتی په امریکاکی مسلمانانوخپله سوداپه بازاروکی نشوای کولای، دکوردروازې اوګیټونه به ئې بندول، اوس په دې فکرکی سوم چی زه بایدددې دین په هکله پوره معلومات پیداکاندم اوپوره مطالعه ئې وکم چی داڅنګه دین دی؟؟؟ مادپنځه هفتې پوره کوښښ په دوران کی داسلام په باره کی څه کتابونه وموندل اومطالعه می پیل کړل؛ داسلام په اړه زمامطالعه جارې ده اوتقریبا د (11) سپتمبروروسته مه پوره دوې میاشتې داسلام مطالعه وکړل، دیوه ځای بل ځای څخه می څه توکی پیدکړل اوڅه مسلمانان ملګرې می هم پیداکړل که څه هم په هغه وخت دوی نه غوښتل چی دغیرمسلمانانوسره ووینی خوماورته ویل چی زه غواړم چی معلومات حاصل کم، نودوی هم په پوره مېړانه سره راسره مرسته وکړل؛ قرانکریم می دانټرنیټ له لاری وکتی اودانټرنیټ له لاری می هرڅه چی ماغوښتل هغه کتابونه می ټول پیداکړل اوپوره په اسلام پوه سوم۔ په اسلام کی دخدای تصورډېرروښانه دی اوپه ټوله قرانکریم کی به زه وسورت اخلاص ته راسم چی وايي:
خدای یودی، خدای بې نیازه دی، نه دی دچاڅخه پیداشوی دی اونه هم له ده څخه څوک پیداکیږی، اوده لره مثل اونظیرهم نسته۔
څومره ښایسته اوپرېکنده تصوردخدای جلجلاله دی په اسلام کی اوواقعې خدای می هم دلته وموندی؛ اوپه دې هم پوه سوم چی اسلام دپوره ډاډ، امن، صلحې، ترقۍ اوکه په لنډوکی ووایم نواسلام دټوله ژوند یوه مکمله ضابطه ده اوهیڅ داسی شی نشته چی اسلام اوقرانکریم دی پرې بحث نه وی کړی ۔ داسلام دمطالعې څخه زه ودې ته ورسېدم چی (ساټنیزم اوعیسایت) دواړه غیراخلاقې، غیرانسانې، غیرحقوقې اوغیرساینسې مفکورې دی چی هیڅوک ورڅخه هیڅ استفاده نشی کولای؛ ددې برخلاف ټولې ښې ګڼې په اسلام کی نغښتې دی، اوماترروژې یوڅوورځ مخکی دشهادت کلمه (اشهد ان لااله الاالله اوشهدان محمدعبده ورسوله ) وویله اومسلمنا شوم، لله الحمد۔
اودالله جل جلاله څخه دخپلوټولوګناهونوبخښنه غواړم اوماتوبه وکښله دباطلوعقیدواومفکوروڅخه اوخدای جل جلاله به می معاف کی۔ اووخدای جل جلاله ته په دې شکراداکوم چی دشیطانې اومنحرفې عقېدې (عیسایت) څخه ئې وژغورلم؛ اووروسته په دې وپوهېدم چی زه نعوذبالله خدای نه وم لکه په (ساټنیزم) چی تصورکېده اونه هم خدای داسی وولکه په عیسایت کی چی تصورکیږی، بلکه لوی الله جل جلاله یودی، شریک نه لری، نه مثل لری هغه دټولومخلوقاتوخالق، رازق، مالک اوپناه کوونکی دی، هغه رحمن، رحيم، اومصوردی۔
لنډه داچی په روژه کی می ټول قرانکریم بیابیاولوست اووروسته می دخاتم اوامام الانباء حضرت محمدصلی الله علیه وسلم مبارک حدیثونه هم ولوستل چی نورمی ایمان قوی شو، اونورمی دسترګوبصیرت اضافه شو، دهغه صلی الله علیه وسلم په ژوند مبارک، خوی، اخلاق اوټوله ژوند باندی خبرشوم، ددې سره جوخت می دده مبارک سیرت هم مطالعه کړ، چی ډېرحیرانوونکی وو، اوهرشیبه دژوند مبارک ئې یوه نمونه ده، په ټوله اسلام کی دعیسایت په شان تبعیض نشته، په امریکا کی دتورپوستوکلیسا بېله ده، دسپین پوستوکلیسابېله ده، دغریبوخلکوکلسابېله اودشتموکلیسابېله ده، دلته په اسلام کی دخدای جل جلاله په کورکی (مسجد) کی غریب، شتمن، تور، سپین اوهرمسلمان په هرمسجدکی په یوه صف کی درېږی اودیوه خدای عبادت کوی، تورپرسپین اوسپین پرتورفضیلت نه لری، لله الحمد څومره ښه اوښکلی دین دی؟!!!
ماوخپلوهغه ملګروته چی په (ساټنیزم) اویاهم پرعیسایت باندی ټینګ ولاړوه، په انټرینټ باندی داسلام دعوت ورکی، دلایل می ورته وړاندی کړل اوهرڅه می ورته ولیکل داچی دوی ئې قبلوی اویائې نه قبلوی داددوی پرېکړه ده، اوزه حیران ودې ته یم چی دوی (غیرمسلمانان) ډېرښه دماغونه، فکرونه اوتعلیم لری بیاهم داسلام وحقانیت ته نه ګوری، دکعبې په رب می دی قسم وی که یوڅوک دغوماشې په اندازه دسرپه کوپړۍ کی دماغ ولری اوقرانکریم مطالعه کی نوضروربه مسلمان کیږی۔
مااوس خپل ټول ژوندواسلام ته وقف کړیدی، اوداسلام لپاره به نه ستړی کېدونکی چوپړکوم اودلوی خدای جل جلاله څخه داغواړم چی ددې کارونولپاره پوره توفیق اوتوان راکړی، اوپه بدل کی دیوه خدای جل جلاله څخه په اخرت کی جنت غواړم، والله جل جلاله ته دې پاکې وی چی زه ئې ومستقیمې لارې ته هدایت کړم اوپه اسلام ئې مشرفه کړم۔
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته۔

عبدالغفارجُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

One Comment

  1. ورورجانه ستاسې لېکنې نه کاپي کيږي
    مهرباني وکړى که دلېکنو کاپي کولواجازه ورکړى
    تاسې هم په ثواب کې شريک شى ستاسوپه نوم به يې خپرې کړو
    مننه

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب