کریم صادق سره مرکه

۲۰۰۹ ز. فبروری ۰۹

د خلکو د دعاګانو برکت و چې الله پاک موږ ته په دې ټورنمېنټ کې خپله معجزه هم وښودله، او هغه داسې چې زموږ د لوبې بايللو ته ډېر لږ وخت او ٢٨ منډې پاتې وي او اسمان هم شين و خو الله پاک وريځي راوستې او باران پيل شو چې ځمکې ته د باران د څاڅکو له رارسيدو مخکې زموږ د خوشالۍ اوښکي ځمکې ته ورسيدې چې له لامله يي موږ د لوبې ګټونکي شوو.

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله د ٢٠١١ ميلادي کال د نړيوال جام د غواراوي په درشل کې ده او يوازې پای لوبه ورته پاتې ده چې دوه مياشتې وروسته به په سويلي افريقا کې ترسره کېږي.
د سويلي افريقې په سياليو کې ١٢ هېوادونه برخه اخلي چې له دې څخه به څلور لوبډلې د ٢٠١١ نړيوال جام په سياليو کې ګډون وکړاى شي .
په پرلپسې سياليو کې د يو بې وزلې هېواد د لوبډلې ښه ځلېدل په نړۍ کې ډېر د لوبو څارونکي او مېنه وال هېښ کړل. هغه هېواد چې خپل لوبغاړي په ګېډه نه شي مړولی، يا يې نه مړوي او آن د خپلو لوبغاړو لپاره لوبغالی نه لري، څرنګه یې وکولای شو چې د نورو هېوادونو د خورا ښه روزل شوو او په هر ډول اسانتياوو سمبالو لوبډلو باندې برلاسې شي؟ دا پ. د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې له وروستي بري وروسته چې دا ټيم يې د نړيوال جام لپاره د پای لوبې پر څنډه ولاړ دی.
د اصلاح انلاين د ځوانانو د برخې غړي د بريالۍ لوبډلې هرکلي ته د کابل نړيوال هوايي ډګر ته ورغلي وو، او له هغه وروسته يې  د لوبډلي له نايب کپتان سره يوه ځانګړې مرکه کړې ده چې دا دی ستاسې مخې ته يې ږدو:
( اصلاح انلاين د ځوانانو څانګه)

مرکچيان: عبدالرزاق حبيبي او فضل الرحمن مظهري

پ. که د اصلاح انلاين لوستونکو او د کريکټ مينه والو ته ځان را و پيژينئ؟
ځواب: بسم الله الرحمن الرحيم، زما نوم محمد کريم صادق دى زه د کريکټ د ملي لوبډلې د کپتان مرستيال يم، زه د کابل ولايت د جګدلک په سيمه کې پيدا شوى يم او اصلي ټاټوبى مي د ننګرهار ولايت د حصارک په ولسوالي کې دى، موږ چې کله د هجرت په دوران کې پيښور ته مهاجر شو نو هلته مې د حضرت زبير بن عوام په ليسه کې مي تر لسم صنف پوري زدکړه کړي او له کريکټ سره د زياتې ميني له وجهې مي ونه شواى کړاى ترڅو خپل تعليم ته ادامه ورکړم.

پ: تاسو کريکټ کله او څنګه پيل کړ؟
ځواب: ما په ١٩٩٧ ميلادي کال کې په ټينس بال کريکټ پيل کړى، په ٢٠٠١ ميلادي کال کې مي په هاټ بال لوبه پېل کړه، په ٢٠٠٢ دويم کال کې کله چې د افغانستان ملي ټيم تشکيل شو نو زه يي هم د غړي په توګه ومنلم.

پ. ماشاءالله د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې چې هر هيواد ته سفر کړى له ځان سره يي برياوې راوړي دي، د دې وروستيو برياليتوبونو په اړه څه احساس کوئ؟
ځواب: الحمد لله موږ ډېر زيات خوشاله يو، د خوشالۍ دومره ستر احساس کوو چې زه يي په خپلو الفاظو کې نه شم څرګندولاى او زموږ د لوبې د ګټلو لامل تر ټولو لومړى د الله مرسته او د خپلو هيوادوالو او د کريکټ د مينه والو د دعاګانو برکت و.

وريځې شوې، باران راغی
پ: ستاسې د ټيم له پرلپسې بريالیتوبنو وروسته، تاسې د خپل بریالیتوب راز په څه کې وينئ؟
ځواب: زموږ د لوبډلې د برياوو راز تر ټولو زياته دينداري، خواري، د لوبډلې يووالى، هره ورځ د سهار له لمانځه وروسته د سورت ياسين تلاوت او د خلکو په دعاګانو کې نغښتى دى، د خلکو د دعاګانو برکت و چې الله پاک موږ ته په دې ټورنمېنټ کې خپلې معجزه هم وښودله، او هغه داسې چې زموږ د لوبې بايللو ته ډېر لږ وخت او ٢٨ منډې پاتې وي او اسمان هم شين و خو الله پاک وريځي راوستې او باران پيل شو چې ځمکې ته د باران د څاڅکو له رارسيدو مخکې زموږ د خوشالۍ اوښکي ځمکې ته ورسيدې چې له لامله يي موږ د لوبې ګټونکي شوو.

پ: تاسې به ډېرې لوبې کړې وي. تر ټولو سخته لوبه یا سیالي کومه وه؟
ځواب: زموږ د وروستي ټورنمېنټ ټولې لوبې يو تر بله ډېرې سختې وې، ځکه چې ډېري تکړه لوبډلې سيالۍ ته راغلې وې. موږ له ارجنټاين او کيمان لوبډلو سره سيالي ډېره اسانه ګڼله، خو د دې دواړو سره موږ ته تر ټولو سخته تمامه شوه، خو د الله په فضل موږ له دواړو سيالۍ وګټله.

د لوبغالي ستونزه
پ: تاسې د لوبو د اساسي اسانتياوو له مشکل سره نه ياست مخ؟ ښایی په نړۍ کې یوازینی ټیم ستاسې وي چې تر فاینله رسیږي خو لوبغالی نه لري؟
ځواب: دا خبره سمه ده چې موږ په کابل کې په ژمي کې د لوبې کولو هيڅ اسانتيا نه لرو، له همدې لامله موږ په پټه پيښور ته ځو او هلته خپل تمرينات تر سره کوو، موږ د پيښور د کريکټ له ټولنې څخه زياته مننه کوو چې موږ ته په خپلو لوبغالو کې د تمريناتو اجازه را کوي. درې مياشتې وروسته په کابل کې زموږ لوبغالى پرانستل کيږي، چې بيا به د ټول هيواد د کريکټ لوبغاړي کولاى شي په هغې کې خپلې سياليۍ تر سره کړي.
همدارنګه کله چې موږ په تانزانيا کې سيالۍ وګټلې نو د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي سره په هغه ليدنه کې هغه وعده وکړه چې په جلال اباد کې به د کامې اډې شاته د ديرش لکو ډالرو په ارزښت لوبغالى جوړوي، چې فى الحال تر کار لاندې دى.

پ: د دولت له ملاتړ څخه راضي یاست؟
ځواب: موږ خو مخکې له دولت څخه څه نه غوښتل ځکه له دولت سره خپله دومره امکانات نه وو چې له موږ سره همکاري وکړي خو بيا هم د مرستې حق مو پرې درلود، خو په دې ورستيو کې دولت له موږ سره د يادونې وړ مرسته کړي ده، زموږ لوبغاړي يي نازولي، ډاډ يي ورکړى او زموږ لوبغاړي يي دې ته هڅولي چې نورې برياوي هم تر لاسه کړي.

 پ: د کريکټ د نړيوالو ټولنو لخوا ستاسې څومره ملاتړ شوی دی؟
ځواب: له دې څخه مخکې د د ICC (د کريکټ نړيواله ټولنه يا شورا) له لوري زموږ سره ٦٠ زره ډالره مرسته کېده، خو له دې وروسته به دا مرسته دوه برابره شي، يعنى يو لک او شل زره ډالر به د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې ته ورکوي، او دا پيسې تر اوسه د کريکټ په اکاډمۍ د لوبغالي په جوړولو او همدارنګه د لوبغاړو په يو شمېر ستونزو مصرف شوي دي. کومې مرستې چې زموږ سره کيږي، دا نسبت نورو هيوادونو ته ډېرې کمې دي، او که چېرته موږ د نړيوال کپ (Qualify) ته ورسيدو نو دا مرستې به بيا ميليونونو ډالرو ته ورسيږي، او بيا به د افغانستان د کريکټ بورډ کولاى شي چې په افغانستان کې لوبغالي جوړ کړي.

پ: ستاسې د ټیم د غړو شخصي اقتصادي حالت څنګه دی؟
ځواب: موږ خپل ژوند د کريکټ لوبې ته وقف کړى او د افغانستان د نوم د لوړولو لپاره موږ هر ډول اقتصادي ستونزې په ځان منلي دي تر څو د افغانستان بېرغ په ټوله نړۍ کې هسک ورپيږي.

پ.  فرض کړﺉ که تاسې د یو بل هیواد لوبغاړي واست، په څه حال کې به وﺉ؟
ځواب: په بل هيواد کې خو په يوه سيالۍ له درې لکو څخه تر ١٠ لکه افغانيو پورې لوبډلې ته ورکوي، خو موږ به هڅه کو تر څو په دې کمو امکاناتو د نړيوال کپ ګټلو ته ووځو.

پ: د روزونکو په برخه کې له موجوده حالت څخه راضي ياست؟
ځواب: زموږ روزونکى کبير خان دی چې اصلا افغانى، خو څلويښت کاله مخکې پاکستان ته مهاجر شوى او هلته د پاکستان په ملي لوبډله کې هم لوبيدلى، د روزونکي په توګه د هغه انتخاب زموږ لپاره يو غوره انتخاب دى ځکه هغه ډېر په اسانۍ سره کولاى شي چې موږ په خپله ژبه د کريکټ په تکتيکونو پوه کړي او همدا د کبير خان د ښې روزني برکت دى چې الله پاک موږ ته برياليتوب را په برخه کړ.

پ.: د لوبې په تر ټولو سخته شېبه کې تاسې څه کوﺉ؟
ځواب: واقعا زه د لوبې په سخته شيبه کې يوازې الله پاک ته توجه کوم او د سختي په وخت کې زه اذکار وايم چې د ذکر او اذکارو له وجهې موږ زياتې بايللې لوبې ګټلي. او زموږ کوم ملګري چې ذکر او اذکار نه کوي زه هغوى ذکر ته تشويق کوم ځکه چې د ذکر ښې پايلي ما ليدلي دي.

پ. په را روانو لوبو کې د خپل برياليتوب څومره امکان ګورئ؟
ځواب: موږ تر اوسه په ډېرو سختو لوبو کې ولوبيدلو او ډېرې ښې تجربې او لاسته راوړنې مو ولرلي، زه اميد لرم چې په راتلونکې کې به هم  د الله په مرسته او د خلکو د دعاګانو له برکته او خپلې لوبډلې په محنت سره د ٢٠١١ کال نړيوال کپ ته رسيږو.

موږ به افغانستان نړۍ ته ور وپېژنو
پ. په نړيوال جام کې د افغان لوبډلې لوبېدل ستاسې په نظر څومره د افغانستان لپاره مهم دي؟
ځواب: زموږ هدف د افغانستان د نوم سر لوړتيا ده چې  که موږ د ٢٠١١ کال د کريکټ نړيوال کپ ته و وځو او هلته ولوبيږو که قهرمانان نه شو هم دا د افغانستان لپاره ستر برى دى. ځکه هغه سيالۍ به د نړۍ نيږدې دري ميليونه وګړي ګوري، ځکه په نړۍ کې ډېر داسې خلک شته چې د افغانستان له نامه سره هم نه دي اشنا. ځکه ډېرو هيوادونو ته چې موږ ولاړ شو، هلته خلک د افغانستان پوښـتنه کوي چې دا چېرته دى، نو که موږ نړيوال کپ ونه ګټو هم دا زموږ لپاره ډېر د خوشالۍ ځاى دى چې ګډون مو پکې کړى. او دا زموږ لپاره د خوښۍ ځاى دى چې ميډيا د افغانستان نوم ياد کړي او نوره کاميابي او ناکامي د الله په لاس کي ده، که مو وګټله دا به داسې خوند وکړي لکه په قورتو چې غوړي واچوې.

پ: له کريکټ پرته مو کومه لوبه خوښيږي؟
ځواب: موږ له کريکټ پرته په نورو ټولو لوبو کې موفق او بريالي يو، يوه ورځ موږ ماليزيا ته ولاړو هلته مو د کريکټ تمريناتو مخکې موږ د وجود د اندامونو د ګرمولو لپاره، په ميدان کې له ميشتو د فوټبال له لوبغاړو وغوښتل چې بال د يو څو دقيقو لپاره موږ ته راکړي کله چې زموږ ملګري د کارنل شاټ کاوه او د ماليزيا د فوټ بال لوبغاړو زموږ لوبه وليده نو هغوى حيران شول او يي ويل چې تاسو خو د فوټبال لوبغاړي ياستئ تاسو کريکټ پريږدئ، فوټبال ته راشئ. له دې پرته زموږ لوبغاړي د موټر سايکل چلولو، موټرو چلولو او همدارنګه د نورو ډېرو لوبو کولو وړتيا لري.

پ. په نړيوالو لوبغاړو کې مو څوک خوښيږي؟
ځواب: زما په نړيوالو لوبغاړو کې د انګلينډ په لوبغاړو کې جيوپټرسن ډېر زيات خوښيږي، هغه چې کله هم بټينګ کوي او په بيټينګ کې ناکام شي زه ډېر خپه کيږم.

لمونځ په پابندۍ کوو
پ: موږ چې ګورو ستاسې د ټیم غړي ډېر متدین خلک دي، ستاسې د دینداري د پابندۍ وجه څه ده؟

ځواب: موږ له اخرت او د الله پاک له حساب کتاب څخه ډېره ويره لرو ځکه زموږ ټول لوبغاړي خپل پنځه وخت لمونځ په پابندۍ سره کوي، ما يوه ورځ خوب وليده چې موږ يو بهرني هيواد ته د سيالۍ لپاره روان يو او زه په مرمۍ ولګيدم. ملګرو مې راته ويل چې ته خو به په دې سره له بهرني سفر او سيالۍ څخه پاتې شې، ما و رته ويل چې بهرنى سفر او سيالي ته په بلا ولګيږي زما مرګ ته يوازې ١٥ دقيقي پاتې دي زه که له خداى سره مخامخ شم څه به وايم.

لوبې ته په تکبير ګډېږو
پ.: د لوبو پرمهال تر کومه د لمانځه او تلاوت پابندي ساتلی شي؟
ځواب: د سهار لمونځ خو هسې هم د لوبې وخت نه وي، موږ به د اوسيدو په کوټه يا هوټل کې کولو، او د ماسپښين لمونځ يوازې د لوبې په منځ کې راځي چې په هغه وخت کې هم د ډوډۍ وقفه وي چې موږ له ډوډۍ خوړلو سره په څنګ کې لمونځونه هم کوو، که وخت زيات وي نو له دوه رکعته مسافرانه لمونځ سره سنت هم کوو خو که وخت کم وي بيا يوازې دوه رکعته مسافرانه لمونځ کوو او لوبې ته ورګډيږو او دا نور لمنځونه خو هسي هم د لوبې په منځ کې نه وي، او همدارنګه کله چې موږ د لوبې ميدان ته داخليږو نو يو تن د تکبير اواز کوي او موږ ورسره الله اکبر وايو.

پ.: ايا کله مو په ميدان کې د لوبې په منځ کې لمونځونه کړي؟
ځواب: د لوبې امپاير چې دى هغه يو لوبغاړي ته د وقفي لپاره يوازې اته دقيقې وخت ورکوي، نو کله چې څوک له دې څخه زيات وخت تير کړي هم هغومره وخت به بيا له لوبې څخه بهر وي، موږ هغه وخت داسې کوو چې درې کسان يو ځل د لمانځه لپاره ولاړ شي او بيا د هغو پرځاى درې نور او په همدې ترتيب ټول لوبغاړي لمنځونه وکړو.

 پ. نورو ځوانانو ته چې غواړی ستاسې په شان لوبغاړي شي، څه ویل غواړﺉ؟
ځواب: نورو ځوانانو ته زموږ پيغام دا دى چې محنت وکړي، د افغانستان د نيکنامۍ لپاره تر خپله وسه کوښښ وکړي، له خپل مور او پلار څخه دعاګانې واخلي چې همدا به د دوى د کاميابۍ راز دى. همدا ډول د کريکټ مينه والو او افغان ځوانانو ته پکار دي چې محنت وکړي او لکه څنګه چې استراليايي، انګريزي، هندو او پاکستاني لوبغاړي له پنځلس کلنۍ څخه کريکټ پيلوي نوى دوى هم کريکټ پيل او په يو ويشت او دويشت کلنۍ له هغوى سره سيال کيداى شي.

پ. د عامو افغان ځوانانو لپاره څه پیغام لرﺉ؟
ځواب: افغان ځوانانو بايد په خپلو کې مينه محبت، اتفاق لکه څنګه چې له مور او پلار او ورڼو خويندو سره مينه کوي همدارنګه دي له خپلو افغان وروڼو سره هم مينه وکړي او يو بل دي برداش کړي او د يو بل خبري ته دي غوږ کيږدي. که افغان ځوانان له پردې هيواد څخه خپل هيواد ته څه نه شي راوړلاى نو د خپل هيواد څخه يي هم بايد يو نه شي. که هر ځوان په خپل هيواد کې يوه يوه ونه وکري نو يو ښيرازه او زرغون افغانستان به ولرو.

تلاوت زيات وکړئ، او خپل اخلاق ښه کړئ
پ. د یو مسلمان په توګه، تاسې نورو لوبغاړو ته څه ویل غواړﺉ؟
ځواب: يوازې نورو لوبغاړو ته نه بلکې ټولو افغانانو او مسلمانانو ته دا پيغام لرم چې د قران کريم تلاوت زيات وکړي، او لږ تر لږه پنځ يا شپږ رکوع خو په څلورويشت سعتو کې هتمي وکړي، نيکه رويه او ښه اخلاق دي خپل کړي، د هر مشر او کشر عزت دي وکړي.

غواړم نامسلمان لوبغاړې اسلام ته دعوت کړم
پ. د خپل شخصي ژوند په اړه راته و وایاست، او دا چې په څه شي ډېر خوشالېږئ او په څه شي زيات متاثره کېږئ؟
ځواب: عمر مي ٢٥ کاله دى، واده مي کړى، دوه لورګانې لرم چې زهرا او شګفته نوميږي، هغوى دواړه زياتې راباندي ګراني دي او کور مو نيم په پيښور کې دى نيم په کابل کې او په نږدې راتلونکي کې به ان شاالله ټول کور له پيښور څخه کابل ته راوړو. او د خوښې ساتيرى مو له ملګرو سره يو ځاى ناسته او مجلس دى. ساده ژوند لرم او خپل پنځه وخته لمونځ منظم کوم او کله چې په کور کې يم د جمعي په انتظار يم او خپل لمونځ ره جمعه سره ادا کوم. 
د مازديګر له لمانځه وروسته خپل تمرينات کوم، پخوا به مې يوازي اخبار لوستو، خو له حج کولو وروسته اوس د اسلامي کتابونو مطالعه هم کوم. او کوښښ مې دا دى چې اسلامي معلومات زيات کړم او انګريزي زده کړم تر څو په بهرنيو سفرونو کې نا مسلمانو لوبغاړو ته د اسلام دعوت ورکړم. ځکه چې دا زموږ د ټولو مسئوليت دى چې اسلام ټولو هغو خلکو ته ورسوو چې تر اوسه يي نه پيژني، ځکه چې الله پاک به خامخا زموږ څخه پوښتنه کوي.
له څه شي څخه متاثره شوى يم د دې په اړه بايد و وايم چې د مسلمانانو د تکليف او سختۍ خبرونو ډېر سخت خپه کيږم، په ځانګړي ډول پر فلسطينيانو باندې د اسرايلو د ظلمونو د خبر په اوريدو. د اختر په لومړۍ ورځ د صدام حسن په وژلو او همدارنګه په افغانستان کې چې هر چېرته عام خلک شهيدانيږي ډېر ورباندي درديږم. او خپله خوشالي د افغانستان په امن او د افغانانو په يووالي کې ګورم.

اصلاح انلاین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب