کله چې ولاديمير عبدالله شو- هدایت شوي

اسلام او قرآن هغه هدايت او رڼا ده چې هره ګړۍ انساني زړه نه خپل مخاطب نيسي او ورسره غږېږي، نو دهمدې لپاره پر زړونو اغېزه هم کوي. الله تعالی فرمايي: (يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ) سورة الصف 8.

کله نا کله مې د مسيحي افغانانو انټرنټي پاڼه کتله، هغوی هم وايي چې د عيسايت په قبلولو مې د خوښۍ احساس وکړ او دا او هغه، خو که د ټولو کسانو ليکنې که ولوستل شي، ليدل کېږي چې هېڅ يو هم په اسلام پوه نه دی او د افغانانو جاهلان دي. حتی تر دې چې يوه ليکلي و چې د امنت بالله سورت!

ولاديمير روسي سيلاني دی چې، آسيايي هېوادونو ته د سياحت لپاره راغلی و. دهمدې سياحت په سلسله کې مو د ملګري (عزيز احمدزي) د لارې دوست شوی و. له پېښور نه دواړه يو ځای اسلام اباد ته راغلي و. په لاره کې او بيا د ملګري په اطاق کې طبعا د دين او اسلام خبرې شوې وې. ولاديمير عيسايي و، له ماشومتوبه عيسايي و خو د اسلام په اړه يې مطالعه کړې وه او ويلې يې چې يو ځل يې قرآن په روسي ژبه لوستی او ډېری ملګري يې مسلمانان دي، يعنې د اسلام په اړه يې کافي معلومات لرل.

کله چې ولاديمير ويلي و چې غواړم مسلمان شم خو نه پوهېږم څرنګه مسلمان شم، ملګری ما پسې راغی چې داسې يو سياح مسلمانېږي.

په نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد کې دعوت اکاډمي په همدې موخه جوړه شوې. هغوی د خلکو مسلمانولو او په مسلمانانو کې د اسلام د صيل فهم د راژوندي کولو لپاره هڅې کوي، په تېره بيا په هغو هېوادونو کې چې د روس له سلطې وروسته له ډېرې مودې وتي و او د اسلام فهم پکې ډېر پيکه شوی و د اسلام د خپراوي لپاره فعاليت کوي، همدا ده چې ډېر کتابونه يې په روسي او نورو ژبو ليکلي او ژباړلي دي.

your ads

ملګري ته مې وويل چې ښه حل دا دی چې ولاديمير دعوت اکاډمي ته يوسې. کله چې دی له هغو سره مخ شي هغوی ښه پوهېږي څرنګه يې مسلمان کړي او د اسلام مهم مسايل ورزده کړي.

عزيز احمدزي د هماغې شپې په سبا ولاديمير دعوت اکاډمي ته له ځانه سره وړی و، دعوت اکاډمي مناسبه بللې وه چې په فيصل جومات کې د ماسپښين له لمانځه وروسته پرې کلمه ولولي او رسما يې مسلمان کړي. د نوم اېښودلو مراسم به هم همالته د خلکو په مخ کې ترسره شي، څو هم دی پوه شي چې له دغې مودې وروسته مسلمان شوم او هم په خلکو اغېزه وکړي او د اسلام په حقانيت لاهم باوري شي.

ماته هم ملګري وويل چې يوه نيمه بجه فيصل جومات ته ورشم، زه ورغلم. ولاديمير هم د مسلمانېدو لپاره غسل کړی و. د ماسپښين لمونځ مو اداء کړ. د لمانځه پر مهال ولاديمير د جومات په يوه څنډه کې ناست و او د لمونځ کوونکو ننداره يې کوله، که څه هم ولاديمير د لمانځه لپاره غوښتل له موږ سره ودرېږي خو ترجمان ورته وويلې چې تر هغې چې کلمه دې نه وي ويلې لمونځ نه شې کولی.

له لمانځه وروسته د دعوت اکاډمي مسؤول کس مقدماتي خبرې وکړې. د اسلام د حقانيت په اړه يې وويل او د ولاديمير د مسلمانېدو زېری يې خلکو ته ورکړ. له دې وروسته يې جهرا په ولاديمير باندې کلمه حرف حرف ولوسته، څه چې به هغه ويلې ولاديمير هم ورپسې تکراروله. له دې وروسته يې ولاديمير ته څو نومونه مخکې کړل څو يو ترې د ځان لپاره انتخاب کړي، ولاديمير عبدالله انتخاب کړ. بيا ورته وويل شول چې که د ويلو لپاره څه لري، ولاديمير وويل چې د ډېرې خوښۍ احساس کوم، نور يې څه ونه شو ويلي (تنکيو) يې وويلې اوبس.

په همدې سره د دعوت اکاډمي رسمي پروګرام ختم شو او ولاديمير عبدالله شو. کله چې پروګرام پای ته ورسېد، هر يو به راته او له خپل مسلمان ورور عبدالله سره به يې غېږ ورکوله او دنوي حق او الهي ناسخ دين مبارکي يې ورکوله. عبدالله به هم هريو ځانته نږدې کاوه او ښکارېده چې له مسلمانو وروڼو سره يې زړه مطمين ښکاري.

عبدالله ته متوجه شوم په داسې حال کې چې له خوښۍ يې موسکا په خوله خوره وه، له سترګو يې د خوشالۍ اوښکې هم راروانې وې.

وروسته له دې چې ولاديمير عبدالله شو، بېرته دعوت اکاډيمي ته لاړو. هلته له معاون او نورو سره کېناستو، هغوی د ولاديمير لپاره د چای څښلو  لپاره موږ هم کېنولو. په همدې وخت کې هغوی د ولاديمير لپاره په روسي ژبه ليکل شوي او ژباړل شوي اسلامي کتابونه هم راوړل چې تقريبا پينځلس شل کتابه به و.

دعوت اکاډمي کې ټول ناست وو، هر چا له عبدالله نه پوښتنې کولې. عبدالله د دعوت اکاډمي د معاون په ځواب کې چې ترېنه يې پوښتنه وکړه چې څه شي درباندې اغېزه وکړه چې مسلمان شوې، وويل زه سوريه کې وم، هلته مې چې مسلمانان او د دوی جومات کې لمونځ کول وليدل ډېر مې خوښ شول له هماغه ځايه مې تصميم ونيو چې مسلمانېږم به. عبدالله وويل چې ډېر ملګري مې مسلمانان و، د هغوی په اعمالو مې هم اسلام خوښ شوی و.

دعوت اکاډيمي کې به تقريبا نيم ساعت ناست و، له نيم ساعته وروسته ووتو، باندې مو څه عکسونه هم واخيستل، عبدالله له هر يوه سره په موسکا تعامل کاوه، له دې وروسته سره جدا شو.

په همدې شپه، د ماخوستن له لمانځه وروسته د په نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد کې د افغان محصلينو له لورې هم د عبدالله لپاره يو محفل جوړ شوی و، چې د افغان محصلينو د اتحاديې رييس ګل الرحمن منګل او داسې نورو وينا کړې وه او له عبدالله نه پوښتنې شوې وې او له هغې وروسته بياهم د عبدالله سره ستړي مشي او ورته د نوي دين مبارکي ويل شوې وه.

الله جل جلاله دې ټولو وروڼو ته د عزيز احمدزي په څېر احساس ورکړي چې خپل ملګري اسلام ته راوبلي او د ښاغلي احمدزي خبره په خبرو نه، بايد په عمل کولو هغوی ته اسلام ښکاره کړو.

ليکوال: زاهد جلالي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب