کله چې پيغمبران ځوانان وو…

پوښتنه:

 اسلام ځوانانو ته په کوم نظر ګوري، زه به ډير خوشاله شم که تاسې روښانه او د اسلام په چوکاټ کې، مسلمانو ځوانانو ته د نن ورځې سره سم د دوى مسؤوليتونه په نښه کړئ، ترڅو ځوانان له تمبلۍ ځانونه خلاص کړي.

په درنښت

احمد راشد، متحده ايالات

ځواب

your ads

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم

ګرانه، موږ ستا له پوښتنې څخه ډير خوښ يو او ستا دغه فکر د ستايلو وړ دى، چې څنګه مسلمان ځوانان خپلو مسؤوليتونو ته متوجه او د لټۍ له خوبه را پاڅوو، او د شرعي اصولو مطابق ژوند وکړي.
الله پاک دې موږ ته د سپيڅلي ژوند تېرولو هدايت وکړي. په اسلام کې ځوانان د عقيدې، سپيڅلي ژوند، جرات، عزت،تعظيم، مهربانۍ او زړورتيا انځور وړاندې کوي. نوځکه مسلمان ځوانان بايد د خپل مذهب او ټولنې له پاره ډېر سخت او نه ستړي کيدونکي کارونه وکړي.

ستا د پوښتنې په ځواب کې د شمالي امريکا د فقهې شورا مشر او وتلی عالم دکتور مزمل صديقي داسې وايې:

د ابوقُلبه څخه راويت دی، چې مالک هغوى ته وويل، چې موږ حضرت محمد  صلی الله علیه وسلم سره وليدل. موږ ځوانان وو او د هغه سره مو شل شپې تيرې کړې، رسول الله  صلی الله علیه وسلم ډير مهربانه شخص و. کله چې هغه په دې وپوهيدو چې موږ بېرته خپلو کسانو ته راځو، له موږ څخه يې پوښتنه وکړه، چې تاسو څوک پرې ايښي دي؟. موږ د خپلو کسانو يادونه وکړه. هغه مبارک راته وويل: ((خپلو کسانو ته ورشی، له هغوى سره پاتې شئ، هغوى ته لارښوونه وکړئ او زما دغه امر ورته ورسوئ .)) هغه ماته څه شيان وښودل، چې ځينې يې زما په ياد دي او ځينې يې راڅخه هېر شوي دي.

هغه وويل: ((داسې لمونځ کوه، لکه چې زه دې وليدم، کله چې د لمانځه وخت راشي، يو څوک دې اذان وکړي او وروسته په تاسو کې يو مشر کس ته اجازه ورکړئ چې د لمانځه امام شي.))(البخاري ۵۹۵)

کله چې پيغمبران ځوانان وو:

رسول الله  صلی الله علیه وسلم ډير مهربانه شخص ؤ او ځوانانو ته به يې زياته پاملرنه کوله، د دوی سره به يې ډير مؤدبانه چلند کاوه او د دوى ضرورتونه يې درک کړي وو، د دوی اخلاق يې جوړ کړل او د مشرتوب کولو جوګه يې کړل او همدارنګه هغه غوښتل چې ځوانان بايد نړۍ رهبري کړي.

په اسلام کې د ځوانانو انځور ډېر متحرک او مثبت دی، ابراهيم علیه السلام، د هغه زوی اسمعيل علیه السلام، يوسف علیه السلام، يحی علیه السلام او همدارنګه اصحاب کهف، دغه ټول د ځوانانو مثالونه دي، چې په قران کريم کې ذکر شوي دي. ابراهيم علیه السلام د ځوان سړي په نوم ذکر شوی دی، هرکله چې په حقيقت پوی شو، ډېر په بيړه يې قبول کړ، که څه هم وروسته يې زياتې ستونزې وګاللې. خپل سر يې بت او بت پرستۍ ته ټيټ نه کړ. خپل پلار ته يې ډېر احترام درلود، خو د هغه عقيده يې قبوله نه کړه. هغه خپل کور، کلی پرېښودل هرڅه يې قربان کړل، خو په يوه الله جل جلاله  عقيده او هغه ته عبادت يې پرې نه ښودل.

اسمعيل علیه السلام هم ځوان و او خداى ته د ريښتيني اطاعت او د پلار د طريقې پاللو نمونه ده. د هغه پلار پېغمبر او ريښتينى شخص و. كله چې نوموړي خپل يوازينی زوى، اسمعيل علیه السلام د الله جل جلاله  له امر څخه خبر کړ. اسمعيل علیه السلام په بيړه دغې لويې قربانۍ ته ځان چمتو کړ، پلار ته يې وويل: ((زما پلاره هغه څه وکړه چې تاته يې امر شوی دی، که د الله جل جلاله  رضا وه، ته به ما د د ثابت قدمو خلکو په منځ کې پيدا کړې.)) الله جل جلاله  د هغوى دواړو ريښتيني قرباني اواطاعت قبول کړل او وروسته همدغه ځوان اسعميل علیه السلام د خپل پلار ابراهيم علیه السلام سره د مکې معظمې د تعمير په جوړولو کې مرسته او همکاري وکړه.
يوسف علیه السلام په قران کريم کې د يو بل ځوان نمونه ده، هغه ډېر ښکلی شخص ؤ او په يوه نېکمرغه او مالداره کورنۍ کې يې ژوند کاوه، د هغه د لمسون ډيره غټه هڅه وشوه، خو پاک او سپيڅلی پاتې شو. هغه دا غوره وبلله چې په زندان کې شپې تيرې کړې، خو نفسي غوښتنې يې ونه منلې او د الله جل جلاله  عبادت يې وکړ.

((زما ربه! دغه زندان زما لپاره ډير غوره دی، له هغه څه چې دوى يې له ما څخه د کولو غوښتنه کوي-۱۲:۳۳ سورت يوسف)).

يحی علیه السلام هم يوه بله نمونه ده، چې ډير ريښتينی او مهربان شخص ؤ، په ځانګړي ډول د خپل مور او پلار په باره کې.

موږ د مريم (د عيسی علیه السلام مور) ښه بيلګه لرو، څومره سپيڅلي او اصيله ښځه وه.

هغې خپله سپيڅلتيا او پاکي وساتله او خداى جل جلاله  په هغې باندې رحم وکړ او اوس د نړۍ له عزتمندو او درنو ښځو څخه ګڼل کيږي. قران کريم همدارنګه د اصحاب کهف کيسه موږ ته کوي، دوی پغمبران نه وو، خو دوى ژمن ځوانان وو. دوى په خپل الله جل جلاله  ايمان درلود، دوى د وخت د ناوړو واکمنانو ستونزې وزغملې، د هغو واکمنانو، چې غوښتل يې اصحاب کهف د خپلو ريښتينو عقېدو څخه را وګرځوي. الله جل جلاله  د دوى په اړه وايي: ((موږ تاته د هغوى ريښتيني کيسه بيانوو، دوى ټول ځوانان وو او په الله جل جلاله  يې ايمان و، موږ دوى په سمه لاره برابر کړل، موږ د هغوی زړونه محکم کړل. پام وکړه، دوی ودريدل او ويې ويل: ( زموږ الله د اسمانونو او ځمکې الله دی، موږ به بغير له هغه هيچاته الله ونه وايو، که موږ داسي کړي وای، نو په حقيقت کې به موږ ډير غټ فساد خور کړی وای.سورة کهف ۱۳-۱۴).

د مسلمانانو ځوانانو غورځنګ

د صحابه کرامو او همدارنګه د پغمبر  صلی الله علیه وسلم ملګرو په منځ کې موږ ډېر مثالونه لرو:   علی رضي الله عنه فاطمه رضي الله عنها، اسما، عايشه، عبدالله ابن عمر، حضرت عبدالله ابن عباس، زبير رضي الله عنهم او همدارنګه ډېر نور، دوی ټولو په ځوانۍ کې اسلام قبول کړ او د اسلام په خورولو کې يې ډېره لويه مرسته وکړه.

د اسلام په سپيڅلي تاريخ کې ځينې کسان وو، چې هغو ته به يې فتي (ځوان)، فتيان (ځوانان) ويل، دوی يو تحريک چې د ځوانانو غورځنګ نوميده جوړ کړ. د دوى موخه دا وه چې د ځوانانو روحيه او مورال قوي کړي. زړور، سخي او ايمانداره کس ته به يې فتي ويل. داسي به ويل کېدل، چې د علی رضي الله عنه غوندې ځوان نشته او د هغه د تورې غوندې بله توره نشته. له پورتنۍ تشريح څخه معلوميږي، چې د مسلمانو ځوانانو لپاره ډير مسؤوليتونه په مخکې دي، چې بايد تر سره يې کړي.

سرچينه: اسلام انلاين

ژباړه: حضرت بهار  /اصلاح انلاین

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب