کمپیوټرې جال یا شبکه computer networks

کمپیوټرې جال یا شبکه:
له یو داسې انجینري انتظام څخه عبارت دی چې د کمپیوټري غونډالونواو یا نورو کمپیوټر اړوندو وسایلو ترمنځ د نښلولو له چارو سره تړا ولري .چې داوړ سره نښلیدونکي کمپوټري غونډالونه ،کمپوټري جال یا شبکه جوړوي .
په داوړ جالونو کې لږ تر لږه دوه وسایل باید سره راګیر وي چې له دغو دواړو وسایلو نه یو یې معمولا کمپیوټر وي .
دا وسایل چې د یوه جال په بڼه له یوه بل سره نښتي وې کیدای شي له یوه بل څخه یوازې څومتره واټن ولري لکه دBluetooth له لارې سره نښتي وسایل ،یا هم کیدای شي له یوه بل څخه بې کچې ډیر واټن ولري لکه دانټرنیټ له لارې سره نښتي وسایل .

جال یا شبکه کله د مخابراتي اړیکو، کله د کمپیوټر پوهنې،کله د معلوماتي تکنالوژۍ او کله هم بیا د کمپیوټري انجینرۍ په لیکه کې درول کیږي .کمپیوټري جال تر ډیره د دغو علمي او انجینري انتظامونو په تیوری کي او عملي برخو(Applications)تکیه کوي نو پس وایو چې د کمپوټرونو او نورو اړوندو وسایلو یو تربله سره یوې نښتې ډلې ته کمپیوټرې جال وایو.
ددې وړکم پیوټرې جالونو ښې نمونې ورځنی انټرنیټ، پراخ سیمیز جال(WAN) او یا هم سیمیز جال (LAN) دی .
کورنی جال چې په یوه انګړ کې دوه یا څو کم پوټرونه دکره مزیو په مټ سره نښلوي هم د کمپیوټرې شبکې یوه نمونه ګڼلی شو.

د وسایلو او توښی د یو تر بل سره نښلولو او د یوه جال د رامنځ ته کولو مفکوره له ډیرو وختونو راپدی خوا د خلکو په ذهنونو کې شتون درلود مګر د وخت په تیریدو سره دې مفکورې پرمختګ وکړ د تلویزونې چینلونو له جال نیولې خبره ان تر کمپیوټرې جالونو را ورسیده .


کمپیوټرې جالونو د نړیوالو پاملرنه ډیره ځانته راواړوله مګر خلک په دې لټه کې شول چې د دغو راز راز وسایلو او توښی سره نښلول او د دوی د جالونو د رامنځ ته کولو ترشاه څه موخه پرته ده؟
ایا دا موخه به ګټوره وي اوکه نه؟
دغو او دغو ته نورو ډیرو پوښتنو خپل ځوابونه پیدا کړل او ډیر پرمختګونه رامنځ ته شول.
د دغو ټولو جالونو ترشاه یوه موخه پټه وه او هغه د معلوماتو ،توښی او توکو سره شریکول او ورته په ګډه توګه لاس رسی پیدا کول وه چې دShare ویو کی ورته کاریږي .

داسې به وانګیرو چې مونږ ته کمپیوټر یو نوی څیز دی غواړو په هکله یې خورا ډیر مالوما ت ترلاسه کړو او ځان پرې پوه کړو نو ددې کار لپاره مونږه اړ یو چې له هغو ملګرو سره چې د کمپیوټر په نړۍ کې لوی لاس لري په یوه نه یوه ډول اړیکه ټینګه کړو او ورځنې د کمپیوټر په هکله معلومات ترلاسه کړو یا هم باید اړونده ښوونیزو ادارو ته مخه کړو ترڅو د کمپیوټر په هکله په زړه پورې او اړین معلومات ترلاسه کړو او یا هم په خپله که توان یې ولرو د کتابونو او نور توکو له لارې په دې هکله زده کړه کوو پس موخه داشوه چې ددغه کار لپاره له خلکو او ادارو سره اړیکه ټینګه کړو او ځان ورسره په یوه نه یوه لاره ونښلو ترڅو هغوی د کمپیوټر اړوند معلومات او توښې چې زمونږ دزده کړي اړتیا ده له مونږ سره شریک او زمونږ په ګوتویې راکړي پس بیا هم موخه د معلوماتو او توکو سره شریکول اوورته ګډ لاس رسی شو.

له دې خبرو څخه داسې ایسیږي چې ددې لپاره چې پوهه ،تجربې ، کړه وړه او توښې مو بو له بل سره شریکې کړې وي داړیکو، یوله بل سره د نښلیدو اړتیا جوتیږې چې داپه خپله د یوه جال او شبکې د رامنځ ته کیدو اړتیا ښي. د جال یا شبکو رامنځ ته کیدل دا پوښتنه چې څنګه کولای شو

د شریکولو او یا دګډ لاس رسي له لارې معلومات،تجربې اوتوښې سره وکاروو؟ په خپله ځواب کړه. داسمه ده چې ځاني کمپیوټرونه هغه خورا پیاوړی توکي دې چې کولای شي چې په لوړه پیمانه معلومات ډیر ژر پروسیس اوپه ښه توګه سنبا ل کړي مګر داځاني کمپیوټرونه په یوه زرې توګه نشي کولای خپلو کارونکو ته توکې دګډ لاس رسي په مانا په رغنده اوګټوره توګه برابر کړي.
د شبکو له رامنځ ته تګ څخه د مخه ددې د پاره چې کارونکی خپل اسناد (Documents) د لانور کار لپاره خپل بل ملګري یا ملګرې ته ورکړي نو اړ وه چې یا خویې چاپ (print) کړی او هغه ته یې ورکړي او یا یې هم په یو ډیسک کې واخلې او بیا یې هغه ته ورکړي. او یا هم که بل چا په دغه سند کې کوم ادلون بدلون راوستلی وای اسانه نه وه چې دغه بدلونه دې هم دغه سند ته ورګډ (Merge) شي.

چې په دغه ډول د کمپیوټر کارول پخواو اوس هم د Stand-alone Environment په نوم یادیږي. مګر دکارونکو په فکر کې داراوګرځیدل چې څه به وشي که دغه ځاني کم پیوټرونه د مزیو په مټ سره ونښلوو اومعلوماتو ته ګډ لاس رسی ولرو یا هم له دغې لارې په ګډه څوکارونکي له یوه چاپګر(Printer) څخه کارواخلو همداوو چې دام فکوره دعمل ډګر ته راووته او د کمپیوټرونو او نورو وسایلو د اوړ سره نښلول یې د شبکې یا جال په نوم ونوم اوه.

پس وایو چې کمپیوټري جال داسې یو غونډال دی چې معلوماتو ،توکو او وسایلو ته دګډ لاس رسي په موخه یو شمیر کمپیوټرونه یوله بل سره نښلوي .

شالید:

د کمپیوټرې جالونو دراتګ څخه د مخه کوم چې د ځینو مخابراتي اړیکو په غونډال یې تکیه درلوده د کاروونکیو په مټ د ګڼونکو ماشینونو او پخوانیو کمپیوټرونو ترمنځ د ښوونو او خبرونو د لیږد رالیږد په موخه یو رنګ اړیکه تر سره شوي وه.

George Stibitz د۱۹۴۰ زیږدیز کال د سپتامبر په میاشت کېی د یو مخابراتي ډوله (Teletype) ما شین په مټ دDartmouth له کالج څخه چې په New Hampshire کې دی د هغو ستونزو خبرونې چې د خپل Model K له امله ورسره مخ وه خپل د پیچلو شمیرو ګڼونکې

(Complex Number Calculator) ته چې په نیویارک کې وه ولیږل اوپه دغه بڼه یې بیرته ورته پایله تر ګوتو کړ ه.په کال ۱۹۶۲ زیږدیز کې کله چې J.C.R. Licklider دARPA لپاره کار کول پیل کړنوموړي یوه کاري ډلې ته پرمختګ ورکړ چې دIntergalactic Network په نوم یادیده چې ARPANet ددغې ډلې زیږنده ده.ددغې ډلې ARPA (Advanced Research Project Agency) ګټې اودلچسپې د مخابراتي ډوله توښی نښلول له کمپیوټر سره چې د Linking Output Systemsپه نوم یادیده ډیره وه.ځکه یې نوموړې داسې یوجال منځ ته راوړ چې دIntergalactic Network په نوم یې یا دکړ.

په ۱۹۶۴ زیږ دیز کال کې پلټونکوپه Dartmouth کې د تیت اوپرک یاد لرې واټن کارونکو لپاره چې خورا غټ کم پیوټرې غونډالونه یې کارول یو د وخت د ګډ لاس رسي یو غونډال جوړ کړ چې دDartmouth Time Sharing System په نوم یې ونوماوه. په همدغه کال دMIT دپلټونکو ډلې چې دGeneral Electric اوBell Labs ډلو لخوا حمایه کیدلو دDEC’s PDP-8 په نوم داسې کمپیوټر جوړکړترڅو دټیلفون رو(Route) پرې نښه کړي اوهمداراز وکولای شي دتیلیفون د سنبا لښت په چارو کې ترې ګټه واخلي.

په ۱۹۶۰ کلونو کې Leonard Kleinrock, Paul Baran اوDonald Davies په مستقله توګه وکولای شویوجاليز یا شبکيزغونډال جوړکړي کوم چې د معلوماتو د وړلو راوړلو لپاره Datagram او Packet کاروي .چې دPacket switchedکمپیوټري جال ترمنځ کاریږي.

په کال ۱۹۶۹ زیږدیز کې دکالیفورنیا پوهنتون چې په لاس انجلس کې میشت دی ، SRI چې په ستا نفورد(Stanford)کې میشت دی،دکالیفورنیا پوهنتون چې په Santa Barbara کې میشت دی او دیوتا(Utah) پوهنتون یوله بل سره دARPANet د جال دپیلامې په توګه چې 50kbit/s circuits سرعت یې وه یوله بل سره ونښلول شول. ددغو پوهنتونو اوکارځایونو ترمنځ داړیکو دټینګښت لپاره د کمپیوټري جالونواوتکنالوژیواړتیا جوته شوه دااړتیا ډیره شوه او د کمپیوټر د سختکالو، پوستکالو اوهمغاړیو توښی منځ ته راتګ اوجوړښت دوام اوپراختیا پیدا کړه. داپراختیا دکورنیو کاروونکو په مټ د کمپیوټري جالونو د ډیر کارولو څخه نسبت پلټونکو ته جوته شوه.

نن ورځ کمپیوټري جالونه د ورځنیو اړیکتیایي غونډالونو زړی بلل کیږي. اړیکتیایي پرمختګ په څو تیرو لسیزو کې زښت ډیر شو چې دا د پراختیا انګازې بی له یوه داومداره پرمختلونکې کمپیوټري جال څخه ناشوني وي. مګر اوس پوښتنه داده چې په ننۍ ورځ کې ولې کمپیوټرې شبکې ته اړتیا لیدل کیږي یا په بله بڼه ولې مونږ کمپیوټري شبکه کاروو؟

په لمړي سرکې باید وویل شي چې کمپیوټري شبکې دکار اغیزناکي یا موثریت زیاتوي او همداراز په ټیټه بیه د خدمتونو د وړاندې کولو لامل ګرځي؛

خوبیا هم کمپیوټري شبکې د لاندینیو موخو د تر ګوتو کولو لپاره کاریږي :

  • معلوماتوته دګډلاس رسي لپاره(Sharing)
  • پوستکالو اوسختکالوته دګډ لاس رسي لپاره
  • له یوه ټاکلي مرکز څخه د کمپیوټرونو اونوروسایلود سنبالونې اوادارې لپاره
  • له یوه ټاکلي ځای یا مرکز څخه دکارونکو اوکمپیوټري خدمتونو د ملاتړ کولو(Support) لپاره

په ډیره ځانګړې توګه که چیرې یو کمپیوټر د یوې کمپیوټري شبکې غړی وي کولای شو له لارې یې لاندې توښی ته ګډ لاس رسی ولرو:

1: اسناد لکه Memo ,spreadsheets, Invoicesاونور.
2: بریښنالیکونه او مل پایلونه.
3: v  Word-Processing پوستکالي.
4: v  Project Tracking پوستکالي.
5: انځورونه،غږیږیا ویدیویي فایلونه.
6: روانې یا ژوندی غږیږي یا ویدیویي خپروني.
7: چاپګریا Printer.
8: فکس ماشینونه.
9: موډیمونه.
10: سې ډي رام ډرایونه یا نور بیځایه کیدونکې ډرایونه لکهZip او Jaz ډرایونه.
11: هارډیسکونه.

د جال جوړونې لارې (Networking Methods) :

جال جوړونه د کمپیوټری چارو یوه پیچلې برخه ده کوم چې د ننۍ معلوماتي اواړیکتیایې ټکنالوجې ستره سوداګریزه برخه جوړوي. بې له جال جوړنې څخه کیدای شي د نړۍ تقریبا ټولې اړیکتیایي چارې په ټپه ودریږي. داد جال جوړنې برکت دې چې تیلیفون،تلویزون ،انټرنیټ اوداسې نور خدمتونه پر مخ روان دي . په ننۍ نړۍ کې د جال جوړونې یا شبکو دوه عمده بڼې شتون لري :

سیمیز جال یاLocal Area Network(LAN) :

کمپیوټري شبکې د میچ (size) او دندو له مخې په دوه ډلو ویشل کیږي له دې پلوه سیمیز جال (LAN) هغه دی چې په نسبې توګه لږه یا کوچنۍ سیمه تر پوښښ لاندې راولي یا داچې لږ شمیر خلکو ته خدمتونه برابوي. دوه کمپیوټرونه چې دیوه مزي په مټ سره نښتي وي هم کیدای شي LAN ورته ووایواوپه سلګونو کمپیوټرونه چې په یوه ځانګړی سیمه کې یوله بله سره نښتي وي هم کیدای شي په LAN یې ونوموو.

له نورو کمپیوټري شبکو څخه دLAN جلاکوونکې ځانګړ تیا داده چې LAN تر یو ي محدودې جغرافیاوي سیمې پورې محدودوي. د وګړو اوکاروونکو دشم یر له پلوه په ننۍ نړی کې سیمیز جال د (Peer-to-Peer) او(Client-Server) په ډولو نو سره کاریږي. په لومړي ډول جال کې هر کاروونکی خپلې توښې له ټولو هغونورو کمپیوټرونو سره چې ددغه جال برخه ده نیغ په نیغه شریکوي یا دګډ لاس رسي زمینه ورته برابروي. ښه مثالونه یې کورنۍ جال دی چې په یوه انګړ کې کارول کيږي یا هم دکوچنیو دفترونو جالونه مګر په Client-Server ډوله جال کې هر کمپیوټر یا کارونکی له Server نومې کمپیوټر اوهمداراز د جال له نورو ټولو کمپیوټرونو سره نښتی وي. داډول جالونه Server نومي کمپیوټرونه چې راز ،راز ګنجا یشونه (Capacities) لري کاروي چې له دغه پلوه داServer نومي کمپیوټرونه په دوو ډلو ویشل کیږي :

۱- دیوه زریو خدمتونو سرورونه(Single-Service Servers)

۲- دګڼو خدمتونو سرورونه(Multiple-Services Servers)

په هغه جالونو کې چې سرور یوازې اویوازې یوه دنده پرغاړه لري د یوه زریو خدمتونو د سرور په نوم یادیږي لکه Print Server،File Server اوداسې نور. اوپه هغه جالونو کې چې سرور دګڼوچارو دترسره کولو یا په بل عبارت دګڼو خدمتونو دبرابرولو دنده پر غاړه لري دګڼو خدمتونو دسرور په نوم یادیږي لکه یو سرور کیدای شي په یوه زرې توګه فایل سرور هم وي ، Print Server هم وي، ویب سرور هم وي اوداسي نور.په سیمیز جال کې کم پیوټرونه کیدای شي دایترنیټ د مزي(Ethernet Cable)په مټ نیغ په نیغه یو له بل سره ونښلول شي او یا همد کیدای شي دHub یا Switch نومېو وسا یلو له لارې یوله بل سره ونښلي چې په عین وخت کې کیدای شي ډیر کمپیوټرونه ددغو وسا یلو له لارې سره ونښلي.

پراخ سیمیز جال یا Wide Area Network(WAN) :

داسې یو جال چې یوه پراخه سیمه یا په نړیواله توګه کمپیوټرونه سره نښلوي  په کوم کې چې په پراخه توګه راز ،راز توښې (Resources) په کار اچول شوي وي پراخ سیمیز جال ورته ویلی شوی وه ښه نمونه یې هغه ګڼ هیوادیزه د سوداګرۍ چارې دې چې له پراخ سیمیز جال (WAN) څخه کار اخلې اوخپل سوداګریز مرکزونه چې په ګڼو ملکونو کې شتون لري یوله بل سره نښلوي.

د پراخ سیمیز جال تر ټولو ستر ه اوښه نمونه ننی انټرنیټ دی. داسې هم ویلو شو چې د دغه پراخ سیمیز جال په مټ د نړۍ د یوه سر او بل سر کمپیوټرونه سره نښلولی شو. او یا دا چې پراخ سیمیز جال د هغو سیمیزو جالونو(LANs) ټولګه ده چې یو له بل سره نښتي دي. باید وویل شي چې د نورو جالونو څخه د پراخ سیمیز جال جلاکوونکې ځانګړتیا داده چې داوړ جالونه هیڅ ډول جغرافیاوي سیمو پور ې محدود نه دي. پراخ سیمیز جال د کمپیوټرې جال یا شبکه computer networksیو لړ پراخو او ګڼ شمیر تکنالوجېو د سره راښکیلولو له لارې اړیکتیاوي برابروي کومې چې عبارت دي له :

۱- Point-to Point WANs لکه Point to Point Protocol(PPP)

۲-High-Level Data Link Control (HDLC)

۳- Frame Relay

۴- Asynchronous Transfer Mode(ATM)

۵-Synchronous Optical Network(Sonet)

۶-Integrated Services Digital Network(ISDN)

۷- Digital Subscriber Line(DSL)

۸- Modems

۹- T1,E1,T3,E3 اونور.

دغه پورتنۍ ټولې پنځه ټکنالوژۍ د پراخ سیم یز جال دتکنالوژیو WANs Technologies په نوم یادیږي. دغه پورتنۍ د پراخ سیمیز جال تکنالوژۍ د خبري توښی(Data) د لیږد رالیږد له پلوه چې دbit په مټ میچ کیږي او همدا راز دSwitching د وړتیاوو له پلوه له یوه بل سره توپیر کیدای شي

Point-to-Point WANs:

دا ډول د پراخ سیمیز جال ټکنالوژي په دوه ډوله کار کوي:

۱- Synchronously (په یوه وخت پیښیدونکې)

۲- Asynchronously (په یوه وخت نه پیښیدونکې)

Synchronous د بیټ د لیږلو او رالیږلو هغه په ترتیب کړل شوی جریان ښیي چې د جریان دواړو غاړو (لیږونکي اوتر ګوتو کوونکي) ته یې وخت او سرعت په مجازي توګه سره مساوي وي .په دغه ټکنالوژۍ کې وسایل په خپل سري ډول(Automatically) خپل سرعت په منا سب ډول سره برابروي ، د جریان تیریدل او راتیریدل په یوه link کې د ولتاژونو ترمنځ د حالاتو له مخې ازمایل کیږي

په Asynchronous ټکنالوژۍ کې د بیټ د جریان د لیږد رالیږد لپاره ترتیب کړل شوی د وخت مساوات نه تر سترګو کیږي . همدا راز په دغه ټکنالوژۍ کې د سرعت د میچ د ټاکلو او برابرولو لپاره هیڅ کومه ځانګړتیا نه لري.

ډاکتر ثواب الدین مخکښ

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب