که ارامه خوب نه لرئ؛ دغه خواړه به مو مرسته وکړي

ډیرو خلکو ته پوښتنه پیدا کیږي چې ولي د شپې ارامه خوب نه لري. د خوب هم لکه د نورو ناروغیو په څیر مختلفو خواړو سره درملنه ممکنه ده. د ښه خوب لپاره مناسب خواړه په مناسب وخت خوړل ډیر اړین دي.

په ځانگړې ډول دوه ساعته له ویده کیدو مخکې باید هیڅ ډول خواړه ونه خوړل شي تر څو دغه موده کې ستاسې مخکې خوړل شوي خواړه هضم شي او ارامه خوب وکړئ.

دلته مو له هغو خوړو سره اشنا کوو کوم چې په ارامه خوب کولو کې به مو ډیره زیاته مرسته وکړي:

۱- بادام: بادام زیاته اندازه مگنیزیم لري چې نه یوازې ستاسو خوب بهتره کوي بلکې عضلات هم اراموي. بادام زیاته اندازه پروتین لري چې د خوب پر مهال بدن د خوږو موادو بیلانس ساتي.

له خوبه مخکې یوه کاچوغه بادامو څخه لاسته راغلې کوچ او یا هم ۱ اونس خپله بادام د انسان خوب ته ارامتیا وربښي.

your ads

۲- چای: شپې لخوا له کیفین څخه ځان ساتل ډیر گټور دي او شپې له خوا کیفین نه لرونکی چای خوب راوستلو کې ډیر عمده رول لوبوي. د خوب راوستلو لپاره شین چای هم یو غوره انتخاب دی. شین چای زیاته اندازه ثیانین (Theanine) لري کوم چې د انسان خوب زیاتوي. که خوب څخه مخکې چای څښئ نوباید کیفین نه لرونکی شین چای وڅښئ.

۳- کیله: که غواړه شپې لخوا پوره او ارامه خوب وکړئ نو کیله یو ځل ضرور تجربه کړئ. کیله زیاته اندازه مگنیزیم او پوتاشیم لري کوم چې ذهني فشار له منځه وړي او عضلات هم ارامه کوي. کیله د ترېپتوفان (Tryptophan) په نوم مواد لري چې دغه مواد وروسته بیا په سیروتونین (Serotonin) او مېلاتونین (Melatonin) باندې بدلیږي او دا هغه هورمونونه دي کوم چې اعصاب ارامه کوي.

۴- لبنیات: مستې، شیدې او پنیر هم ترېپتوفان لري او د اعصابو فایبر نورماله کوي. له دې څخه معلومیږي چې له ویده کیدو مخکې مستي خوړل نه یوازې خوب ارامه کوي بلکه انسان له تشویش کولو هم ژغوري.

۵- وربشو څخه لاسته راغلې خواړه: وربشو څخه لاسته راغلې خواړه معتدل، نرم، ارامه کوونکۍ، اسانه جوړیدونکي او کم قیمت لري. دغه خواړه ډیر زیات کلسیم، مگنیزیم، فاسفورس، سلېکان (Silicon) او پوتاشیم لري کوم چې خوب زیات او ارامه کوي. خوږو موادو ته پام کوئ ځکه چې بورې او نور خوږو موادو استعمال له ویده کیدو مخکې اعصاب ناارامه کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب