که خوب نه درځي لاندې لارښونې عملي کړئ

ستونزې، لانجې او تشویشونه ورځ تر بلې زیاتیږي. له ځوانانو تر سپين ږیرو ټول ددې شکایت کوي چې خوب نه ورځي، په کټ کې ښي او چپ اړخ ته اوړي خو سترګو یې قسم کړی وي چې خوب به ورنشي، سهار داسې حالت کې راويښ شي چې نه یې خوب پوره وي نه یې ستوماني ختمه شوې وي.

د خوب ستونزې ته د جرمني ځېنو ډاکترانو حل راویستی دی، دوی وايي چې کومو کسانو ته چې خوب نه ورځي هغه باید د مازدیګر تر څلور بجو وړاندې په خلاصه هوا کې وګرځي یا کیني. ځکه د ورځې رڼا په میلاتونین هارمونونو مثبت اغېزه کوي، دغه هارمونونه په جسم کې د ورځې او شپې هماهنګي کنترولوي.

ډاکتران وايي چې د خوب په وخت کې ټوله كوټه باید د سمڅې په څېر تیاره شي همدا راز د کوټې د تودوخې درجه باید له ۱۶ تر ۱۸ وساتل شي.

که د پورته تدابیرو د نیولو سربېره بیا يې هم خوب له سترګو کډه کړې وه نو داسې وخت کې دې په کټ کې ويښ نه پاتې کیږي، بلکې یو بې خونده او ستړی کوونکی کار دې وکړي، لکه کوم کتاب چې هېڅ خوند نه ورکوي، هغه دې ولولي، مثال په ډول محصلین زیاتره د درسي کتابونو د لوستلو سره دښمني لري، درسي کتاب دې راواخلي، ستړې کوونکې موضوع دې انتخاب کړي، تر هغه دې ولولي چې خوب ورشي.

دا دې لپاره چې خوب زیاتره وخت په دماغو د بوج او تشویش له کبله انسان ته نه ورځي، تشویش له سترګو خوب تښتوي، او که په کتاب او نورو شیانو ځان مصروف کړي، کوم کار له کبله چې خوب نه ورځي د هغې څخه به یې فکر واوړي او خوب به ورته ورشي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب