که د ميړه او ښځې تر مينځ د سختو اختلافاتو ويره وي

 که د ميړه او ښځې تر مينځ د سختو اختلافاتو ويره وي نو قرآنکريم د هغه حل داسې ښودلی دی :
وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا (النساء ۳۵)
که په تاسې کې د سختو اختلافات ويره وي (نو دهغه مخنوی دا دی ) چه وليږئ يو د اصلاح کس د خاند د طرف نه او يو د اصلاح کس د ښځې له طرفه که دا دواړه اصلاح غواړي (يعنی د فيصلی کولو اهليت ولري ) نو الله تعالی به په دواړو کې ضرور د موافقت توفيق پيدا کړي الله تعالی عليم او خبير دی .

يعنې که د ښځې او ميړه تر مينځ سخت اختلافات را مينځ ته شي هغه به د طلاق ورکولو لاره نه غوره کوي بلکي لومړی به د صلح لاره نيسی لکه په پورته الهي لارښوونه کي .
که اصلاح نتجه ور نه کړي او د حل ټولې لارې بې نتجې شي نو بيا د سخت مجبوريت په وخت د طلاق حکم دی هغه هم په سنته طريقه چې لومړی به يوازې يو طلاق (رجعي ) ورکوي تر څو د عدت په موده کې دواړو ته د پيښمانی پوره چانس وي او وروسته به دوی په خپلو کړو پيښمانه شي او بيرته به رجوع وکړي او که بيا هم په خپله اراده کلک وي نو بيا به دوهم طلاق ورکوي .
ښځه به په دا ډول حالاتو کې چې د فراق سخته خطره وي خپل رب جل جلاله ته رجوع وکړي خپل سلوک دې سم کړي او د هغه په در بار کې دي خپلې اوښکې تويې کړي .
لکه د ظهار په مسئله کې چې يوې صحابه ميرمنې خپل رب ته د عجز مظلوميت داسې اواز کوي :
قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ (1) المجادله .
بې شکه الله د هغې ميرمنې وينا واوريده چې د خپل ميړه په هکله ستا سره بيا بيا ږغېږي او الله جل جلا له ته فرياد کوي او الله جل جلا له تاسې دواړو پوښتنه او ځواب اروي . بې شکه الله جل جلا له اوريدونکی او ليدونکی دی .
ددې ښځې مسئله داسې وه چې خاوند يې ظهار ورکړی وو بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم د ددې مسئلې د پاره راغله رسول الله صلی الله عليه وسلم ور وويل په دې باره حکم نه دی نازل شوی او په بل روايت کې زما په نظر چې طلاق واقع شوی دی دا وخت د ظهار حکم نه وو نازل شوی .

ښځه لاړه او د خپل رب په دربار په ژړا سره داسې وايي :
ای الله جل جلا له ! واړه واړه بچيان لرم کچيرې هغوی خاوند ته ورسپارم هغوی به ضايع شي او که له ځانه سره بوزم د هغوی د نفقي توان نه لرم هغوی به را نه وژې شي .

او خپل سر يې آسمان ته پور ته کړ ويې ويل :
«اللهم‌ إني‌ أشكو إليك‌، اللهم‌ فأنزل‌ علي‌ لسان ‌نبيك: بار خدايا! ای ربه زه خپل مشکل تا ته پيش کوم زما د مشکل حل د خپل نبي په ژبه نازل کړه ، همغه وو چې دا آيت نازل شو: (قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا…).
تفسير انوارالقرآن – سورة المجادله

صفت الله قريشي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب