که د پوندو له چاودو ځورېږی، نو دغه لارښوونې عملي کړئ

که د پوندو له چاودو ځورېږی، نو دغه لارښوونې عملي کړئ

که پوندې مو چودلي وي او تاسې يې د درملنې لپاره ډېرې هڅې کړي وي او ټولې بې ځايه تللي وي، نو د اندېښنې پر ځای بايد د طبي کارپوهانو دغه لارښوونې عملي کړو، ان شاءالله له دې ستونزو به بې غمه شو.

د ډاکټرانو په وينا که د چا پوندې تل چودلي وي، نو اول بايد دغه ناروغ ډېرې اوبه څښل خپل عادت وګرځوي، چې د بدن اوبه يې پوره وي او تر څنګ يې لاندې لارښوونې عملي کړي.

کيلې:

که موږ کيلې ښې ميده کړو او په چاودو پوندو يې ولګوو، نو په ډېره لنډه موده کې به مو د پوندو چاودې ښې شي.

د ليمو اوبه:

د طبي کارپوهانو په اند د پوندو او لاسو د چاودو لپاره ليمو تر ټولو غوره او اسانه درمل دي. د ليمو اوبه، چې په تړمو اوبو کې ګډې کړې او لس دقيقې په کې خپلې پښې کېږدې، نو دا د پوندو د چاودو لپاره غوره درملنه ده.

يوه بله طريقه دا هم ښودل شوې، چې هره شپه له ويده کېدو وړاندې د زيتون تېل په پښو ومښه، لس دقيقې ورته انتظار وکړه او بيا جرابې پښو کړه او ويده شه. دا کار چې څو وخته تکرار شي، نو د پوندو چاودې به مو له منځه ځي او بې غمه ژوند به کوئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب