که غواړئ اعصاب مو تقویه شي؛ نو دغه خواړه تجربه کړئ

د ساینسپوهانو په وینا ټول هغه مواد چې په خپل ترکیب کې اینټې اکسیډنټ (antioxidants) او اومیگا-۳ (omega-3) ولري اعصاب او یاداشت تقویه کوي.

۱ـ غوز (چار مغز): لکه څنگه چې دغه میوه خپله هم د مغزو شکل لري کیدی شي چې په دې طریقه طبیعت غواړي مونږ ته ووايي چې دغه میوه د څه لپاره گټوره ده.

د ۲۰۰۹ز کال یوې څیړنې چې په موږکانو شوې وه ثابته کړه چې د چارمغز استعمال سره اعصاب او د معلوماتو تجزیه کول بهتره کیږي.

د ۲۰۱۰ یوه بله څیړنه چې د الزایمر ناروغۍ په اړه غونډه کې وړاندې شوه ثابته کړه چې هغه موږکان چې د الزایمر له ناروغۍ کړېدل د چارمغز په خوړلو سره د هغوي د زده کړې وړتیا او یاداشت بهتر شو.

چارمغز ډیره زیاته اندازه انټې اکسیډنټ لري چې د څیړونکو په وینا د عصبي حجرو له زیان څخه مخنیوي کوي.

۲ـ گازرې: ټولو ته معلومه ده چې گازرې د سترگو لپاره ډیره زیاته گټه لري خو اوس ثابته شوه چې گازرې اعصابو ته هم ډیره زیاته گټه لري.

د یوې څیړنې په اساس چې ۲۰۱۰ز کال کې خپره شوه گازره خپل ترکیب کې ډیره زیاته اندازه د لوتیولین (luteolin) په نامه مواد لري چې زیات عمر له امله د اعصابو له کمزورۍ او مغزو له سوي څخه مخنیوي کوي.

زیتون تیل، تور مرچ او کرفس هم ډیره زیاته اندازه لوتیولین لري.

۳ـ د توتو ډولونه: د ډیرو څیړنو په اساس که غواړئ خپل اعصاب او یاداشت تقویه کړئ د توتانو استعمال به ډیر گټور ثابت شي.

د ۲۰۱۰ز کال یوې څیړنې وښوده چې ۱۲ اونۍ د ځنگلي توتانو د جوس له استعمال سره نهه هغه کسان چې یاداشت يې مخ په کمزورۍ وه او په زده کړه کې یي هم ستونزې سره مخ شوي وو بیرته خپل نورمال حالت ته وگرځید.

د څیړنو پر بنسټ توت زمیني له استعمال سره ذهني فشار کمیږي او د اعصابو وړتیا زیاتیږي.

۴ـ کافي او چای: کافي او چای د الزایمر (Alzheimer’s) د ناروغۍ مخنیوي کولو سربیره عصبي سیسټم پیاوړی کوي.

د څیړونکو په وینا کافي د الزایمر ناروغۍ لپاره یوه غوره درملنه ثابتېدای شي.

چای هم د اعصابو په تقویه کې مهم رول لري. څیړونکو له دوه ډلو څخه ازموینه واخیسته چې په پای کې ثابته شوه هغه خلک چې چای استعمالوي د هغوي اعصاب، یاداشت او د معلوماتو تجزیه کولو وړتیا ډیره غوره وي نسبت هغو کسانو ته چې چای نه څښي.

۵ـ پالک: دغه د شنو پاڼو لرونکی ساگ د ویټامین سي او ویټامین اي تر ټولو غوره منبع ده او د څیړنو په اساس د د غې ساگ یوه مهمه گټه د عصبي سیسټم پیاوړی کول دي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب