که غواړئ روغ او سپین غاښونه ولرئ

زمونږ غاښونه هر ورځ له سهاره تر شپې ډیر زیات فعالیت کوي. مونږ خپل خواړه نشو محدودولی؛ خو باید د خپلو غاښونو روغتیا ته جدي پاملرنه وکړو. زمونږ اکثره افغانان حتی په ځوانۍ کې هم له خپلو غاښونو کړیږي. دلته هغه خواړه درپیژنو چې روغ، سپین او ځلیدونکی غاښونو لرلو کې به مو ډیره زیاته مرسته وکړي:

۱- اوبه: اوبه په دې نړۍ کې تر ټولو غوره ماده ده چې انسان کولي شي په زیاته اندازه يي استعمال کړي چې استعمال يي بیا د ډیرو ناروغیو یوازینی درمل هم دي. اوبو کې د غاښونو لپاره ځانگړي منرالونه موجود دې چې د غاښونو روغتیا ساتلو کې مهم رول لوبوي. اوبه د لاړو لپاره ډیرې مهمې دي او همدا راز اوورۍ له وچیدو ژغوري. اوبه غاښونه تقویه کوي او د غاښونو له منځه تگ څخه مخنیوی کوي.

۲- شیدې: کلک او روغ غاښونو لرلو لپاره کلسیم ډیر اړین دي او دا یوه معلومه خبره ده چې کلسیم په لبینیاتو کې په ډیره زیاته اندازه موجود وي. کلسیم سربیره شیدې د ویټامین ډي او فاسفیټ غوره منبع ده کوم چې غاښونه ته ځلا وربښي. هغه کسان چې لکتوز نشي استعمالولی نو هغوي کولی شي د سویا له شیدې استفاده وکړي.

۳- پنیر: د پنیر یوه وړه ټوټه له هر خواړه وروسته د انسان پر روغتیا ډیر مثبت اثر لري. پنیر غاښونو کې ځلا پیدا کوي او په خوله کې د تیزاب اثر له منځه وړي. پنیر هم د کلسیم او فاسفیټ غوره منبع ده.

۴- چای: د چای دواړه ډولونه تور او شین د انسان روغتیا لپاره ډیر گټور دي. چای کې د پولیفینولز او کایتېچین په نامه مواد وجود لري چې نه یوازې د غاښونو سوري کیدو مخه نیسي بلکې په خوله کې هر هغه باکتریا له منځه وړي کوم چې د غاښ پړسوب سبب گرځي. خو کوښښ وکړئ چې په چای کې د بورې استعمال څخه ځان وژغورئ.

your ads

۵- بوره نه لرونکي ژاولې: بوره نه لرونکي ژاولې ژول د لاړو په تولید کې ډیره زیاته مرسته کوي. په خوله کې ځینې غیر صحي باکتریا تیزاب تولیدوي چې لاړې بیا دغه تیزاب له منځه وړلو کې مهم رول لوبوي.

۶- مڼه: مڼه هم لاړو تولید کې مرسته کوي او غاښونو د سوري کیدو مخه نیسي. شپې ډوډۍ څخه وروسته یوه مڼه خوړل غاښونو ته ډيره زیاته گټه کوي ځکه چې مڼې په وسیله غاښونو منځ کې پاتې شوې خواړه پاکیږي.

۷- نارنج: نارنج په عام ډول تیزابې خواص لري او غاښونو لپاره د برس کار ورکوي. په نارنج کې موجود ویټامینونه او منرالونه د غاښونو له خرابیدو مخنيوي کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب