که غواړئ چې پوست مو ځوان پاتې شي

د انسان فطري غوښتنه دا ده چې تل دې ځوان او ښکلي پوستکی ولري، خو د تازه او ځوان پوستکي لرل هم څه ساده خبره نه ده. د ځوان پوستکي دردلودلو لپاره بايد خپلې ټولې هلې ځلې وکړئ.

پوستکى د ځوانۍ پر مهال ترټولو غوره حالت لري، جلدي ډاکتران وايي که په دې وخت کې ورته پاملرنه ونشي، نو له يو څه وخت وروسته خپل لومړنی حالت له لاسه ورکوي او له دې سره سم يې زړښت پيلیږي.

۱- له مرطوب کوونکو کریمونو استفاده وکړئ

په درمل پلورنځیو یا هم د سنګار په دکانو کې داسې با کیفیته کریمونه پیدا کېږي، چې پوستکى لوند او نرم ساتي، له همدي مرطوب کوونکو کريمونه ګته واخلئ، چې په دې کار سره د پوستکي ارتجاعي وړتيا (قابليت) ساتل کېږي.

۲- پوستکي ته مساژ ورکړئ

په ورځ کې يو ځل سهار او بل ځل ماسپښين د مخ عضلاتو ته د ١٥ دقيقو لپاره مساژ کړئ. که چیرې نور وخت مو دې خبرې ته نه پام کیږي، نو د اوداسه پر وخت مخ مو د لږ تر لږه ۱۵ دقیقې مساژ کړئ.

۳- د لمر له وړانګو د مخ پوستکی لرې وساتئ

هغه کسان چې غواړي په پوستکي کې ګونځې رامنځته نشي، نو هڅه دې وکړي چې، د لمر له وړانګو څخه ځان لرې وساتئ. که بيا تاسو اړياست چې د لمر په وړانګو کې واوسئ نو په کار ده چې د لمر ضد کريمونو څخه ګټه پورته کړئ.

۴ـ لاس په مخ مه وهئ

د دې لپاره چې پوستکی مو له ناروغیو خوندي وي، تر خپل وسه وسه کوښښ وکړئ چې خپل لاسونه له خپل مخ څخه لرې وساتئ، همدارنګه سترګې په لاس مه موښئ او هم لاس تر زنې هم مه کښينئ ترڅو مو د مخ عضلات په غيرطبيعي ډول سره کش نشي.

۵- پوستکی مو مه کشوئ

کوښښ وکړئ چې د خپل مخ عضلات په آزاد ډول سره پرېږدئ په زور سره يې مه را ګونځې کوئ، کوښښ وکړئ چې د ټنډې عضلات مو هسې سره ګونځې نکړئ.

همدارنګه هغه میرمنې چې کله په خپل مخ باندې کريم او يا نور د ښکلا مواد موښي نو په کار ده چې دغه مواد په خپل مخ باندې له لاندې څخه پورته لور ته وموښي ترڅو په پوست باندې يې ناوړه اغېز ونکړي ياني په غير طبيعي ډول سره کش نشي.

۶- هوږه وخورئ

کوښښ وکړئ چې په خپلو خوړو کې له هوږې څخه ګټه پورته کړئ. هوږه يواځې دا نه چې د زړه او سرطان له ناروغيو څخه مخنيوى کوي بلکې د پوستکي د حجرو طبيعي عمر هم زياتوي.

۷- د چرګ او ماهي غوښه وخورئ

پروټين هم داسې مواد دي چې د پوستکي په ساتنه کې ځانګړى اهميت لري نو په کار ده چې په خوړو کې پروټين هم واخيستل شي د لازياتې روښانتيا لپاره ويلى شو چې د چرګ او ماهي له غوښو څخه ګټه واخلئ.

۸- له غوړو استفاده کمه کړئ

په خوړو کې له ډېرو زياتو غوړو څخه ډډه وکړئ. دغه ډول خواړه د پوستکي د ګونځې کېدو او په ژر زړېدو کې يې رول لري.

۹- له سګرت څښلو ډډه وکړئ

سګرت مه څښئ، ځکه سګرټ څښونکي خلک ولې له خپل واقعي عمر څخه لس کاله زاړه ښکاري.

د سګرټ په څښلو سره د پوستکي د وينې جريان کمښت مومي او د دې لامل ګرځي چې پوستکي ته خواړه او اکسجن په لږه اندازه ور ورسېږي.

په دې توګه د پوستکي حجرې د خپلې ودې په لاره کې له خنډ سره مخامخ کېږي او سلامتيا ته يې زيان اوړي.

۱۰– شراب مه څښئ

په ټوله کې د هر ډوله نشه یي ټوکو استعمال زیان لري، هڅه وکړئ چې الکولو (شرابو) څخه ډډه وکړئ. دغه مواد د پوستکي د ګونځې کېدو سبب ګرځي او هم الکول د پوستکي اوبه تبخير کوي او په پايله کې پوستکى وچېږي.

شکرالله صافی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب