که له ذهني ناروغۍ ځان ژغورل غواړې، نو خانده

دا خبره به ستاسې ذهن ومني کنه، چې خندا سړی له ډېرو ټولنيزو ستونزو او ناروغيو ژغوري.
د کيليفورنيا پوهنتون په يوه نوې طبي څېړنه کې راغلي، چې خندا بدن کې د ذهني کړاوونو مخنيوی کوي.

څېړنه کې زياتوي، چې خندا له ډېرو ذهني دارو درملو هم ډېر اغېزمن او ګټوره ده.

له دې وړاندې په يوه بله طبي څېړنه کې ويل شوي و، چې «هارمون کورټيسول» دماغي خليې کمزورې کوي او دې سره د انسان ياد او حافظه کمزورې کيږي.

په نوې څېړنه کې راغلي، چې خندا او ښه ټولنيز چارپېريال د کورټيسول له امله د پېښېدونکو ستونزو او کمزورۍ مخنيوی کوي.

همدارنګه خندا د شکرې ناروغي، د وينې فشار، د زړه حمله او داسې نورو ناروغيو په مخنيوي کې رغنده رول لري.

د يادې څېړنې مشر ډاکټر لي برک وايي، چې څومره له ذهني انديښنو ځان ژغورلی شئ، همدومره به مو ذهني وړتيا قوي وي.

ډاکټر لي برک زياتوي، چې خندا دماغو کې «اينډورفينز» او «ډوفاماين» کيميايي موادو په ويستلو کې مرسته کوي او دا کار په طبعي ډول د ذهني خوښي او وړتيا لامل ګرځي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب