که له ما نه د اوښ تړلو رسۍ ورکه شي نو زه به یې کتاب الله کې ګورم!

هر اړ خيز (اسلام )

 وروڼو! زه له دې منبر نه په پوره صراحت او وضاحت سره او خپل ټول قوت سره دا خبره اعلانوم چې اسلام له دې معنى او مفهوم نه چې د اسلام دښمنانو ور څخه مراد کړى دى او د اسلام، اسلام دښمنه بچيانو ور څخه مراد کړى دى او غواړي چې مسلمانان په هغه کې محاصره کړي او په هغه پورې يې مقيد وساتي، کاملاً، جداً او بېل څيز دى، او وايم چې اسلام عقيده او عبادت دى، وطن او نژاد دى، نرمي او قوت دى، اخلاق او ثروت دى، کلتور دى او قانون دى او مسلمان په دې مسؤل دى او بايد ټولو چارو ته توجه وکړي، او څوک چې د مسلمانانو د چارو غم نه خوري له هغو څخه نه دى.

   که له ما نه د اوښ تړلو رسۍ ورکه شي نو زه به هغه د الله تعالى په کتاب کې پيدا کړم!
 او زه په دې عقيده لرم چې زموږ تېرو مسلمانانو رضي الله عنهم له دې نه پرته د اسلام له پاره کوم بل مفهوم او معنى نه پېژندله، په هم دې سره يې حکومت کاوه، د هم دې له پاره يې جهاد کاوه او د هم دې اسلام په قواعدو او اصولو سره يې خپل منځي  راکړې-ورکړې چارې سرته رسولې او د هم دې اسلام په حدودو کې د اخروي او روحي چارو نه مخکې د دنيوي ژوند په عملي کارونو پسې تلل، الله پاک دې په لمړي خليفه باندې رحم وکړي چې ويل يې: ((که له ما نه د اوښ تړلو رسۍ ورکه شي نو زه به هغه د الله تعالى په کتاب کې پيدا کړم)).

د يو مسلمان اسلام هله کامل دى

د هر اړ خيز اسلام د دې عامي معنى  او د ګونديتوب نه د مجرد سياست د معنى د تحديد او ټاکنې نه وروسته کولاى شم چې په صراحت سره دا ووايم چې د يو مسلمان اسلام هله کامل دى چې دى سياسي هم وي، د خپل امت په چارو کې نظر ورکوي، د هغو پاملرنه کوي او په هغې غيرت کوي، او هم دا راز زه ويلى شم چې اسلام دغه راز په تنګه دايره کې محدود کيدل او له نورو مفاهيمو نه يوازې کيدل نه مني او نه تحديد او تجريد په رسميت پېژني، او هره اسلامي ډله بايد د خپلو پروګرامونو په سر کې د خپل امت سياسي چارو ته ځاى ور کړي، نو که داسې و نه کړي نو د دې معنى دا ده چې دوى په خپله اسلام او دا اسلام مفهوم پېژندنې ته ضرورت لري.

ليکنه: شهيد حسن البناء رحمه الله
ژباړه: عبد النصير مرستيال

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب