که مو ماشوم د شپې خوب ته نه پرېږدي؛ دا لارښوونې ولولئ

که مو ماشوم د شپې خوب ته نه پرېږدي؛ دا لارښوونې ولولئ

 سرچېنه: (الجزیره): ایا ماشوم مو د شپې ويښ پاتې کیږي او ستاسو خوب خرابوي؟ ایا ماشوم مو غواړي د شپې لوبې وکړي او ستاسو خوب ګډوډ کړي؟ که ځواب هو وي، پوهانو یې لاندې ځینې د حل لارې چارې پیدا کړي چې که عمل پرې وشي هم به مو ماشوم ویده شي او هم به تاسو ښه په ارامه خوب وکړئ.

اصلاً ستونزه زیاتره وخت د میندو وي، دوی تر اړتیا زیات ماشوم ویده کوي او دغه ستونزه هغه وخت حل کیږي چې د ماشوم د ویده کولو لپاره سم منظم مهال ویش جوړ شي.

د دې لپاره چې ماشوم مو د شپې خوب خراب نه کړي لاندې ځینې کارونه عملي کړئ:

که مو ماشوم وختي پاڅيږي؛ مثلا د سهار له ۶ بجو وړاندې نو:

• میندې دې خپل ماشوم نه پریږدي چې د شپې تر ۷ بجو وړاندې ویده شي. ځکه زیاتره ماشومان د شپې تر ۱۱ ساعتونو زیات نه ویده کیږي، که د شپې وختي ویده شي، همداسې وختي پاڅيږي؛

• ماشوم ته شیدې ژر مه ورکوئ، کوښښ وکړئ چې شیدې د سهار له ۶ بجو وروسته لږ وځنډوئ، ځکه د ماشوم معده په ټاکلي وخت کې د شیدو څکلو عادت وي، همدا لامل وي چې ماشوم د لوږې له کبله د شپې  وختي پاڅیږي. د شېدو وروسته ورکول به د دې لامل شي چې ماشوم به وروسته وږی شي او د ډير وخت لپاره به ویده شي؛

• تر پاڅېدو وروسته لومړنی خوب یې ځنډنی کړئ: هغه ماشوم چې وختي پاڅيږي، ۹ بجو شاوخوا بېرته خوبیولی (خوب ورځي) کیږي. دغه حالت کې میندې باید ماشوم تر ۱۰ بجو خوب ته پرې نه ږدي، دې سره ماشوم د ورځې ډير وخت ويښ پاتې کیږي او په همدې عادت کیږي چې پر مټ یې د شپې او سهار ډير وختي نه پاڅيږي؛

• که (مور) تر شپږو بجو وړاندې له خوبه پاڅېږي، مثلا لمونځ لپاره یا بل داسې کار لپاره، نو کوښښ دې وکړي چې ډير په ارامه پاڅي ځکه د ماشوم خوب ډير سپک او خفیف وي، ژر پاڅېږي او  شور یې تنګوي.

که ماشوم مو د شپې ژر نه ویده کیږي نو:

• ماشوم مو د سهار ۸ نه تر ۹ بجو منځ کې پاڅوئ، ځکه که څومره ماشوم ناوخته پاڅیږي، وروسته چې بیا ویده کیږي هومره وروسته ناوخته بیا ویدیږي؛

• د ورځې وروستی خوب یې مه ځنډوئ، هغه داسې چې د شپې د خوب او د ورځې د وروستي خوب تر منځ باید لږ تر لږه څلور ساعت فاصله ورکړئ. یعنی د ورځې خوب او شپې د خوب تر منځ ماشوم باید حد اقل څلور ساعته ویښ پاتې شي. که داسې ونه شول، ماشوم ته د شپې بیا خوب نه ورځي او د والدینو د خوب خرابوالي سبب ګرځي؛

• که کومه ورځ مو ماشوم دشپې ناوخته ویده شو، نو د ورځې مو ماشوم ډیر خوب ته مه پریږدئ څو د ورځې په ډير خوب عادت نشي. بلکې د پخوا په څېر یې د عادت سره سم راپاڅوئ؛

که مو ماشوم خوب مسلسل نه کاوه،

یعنی ساعت ویده وي او بیا دوه ساعت ويښ نو په داسې حال کې متخصصین وايي چې د شپې مو ماشوم په بستره کې ډیر مه پریږدئ ځکه هغه ډیر خوب ته اړتیا نه لري.

متخصصینو دغه حالت په یو مثال کې داسې تشریح کړی: که مو ماشوم د شپې یو ساعت ویده کیږي او دوه ساعته بیا ويښ وي نو دا معنا لري چې هغه دوه ساعته په بستره کې اضافه تیروي نومېندې دې هغه ۲ ساعته وروسته په بستره کې واچوي او سهار دې د عادت سره سم راپاڅوي.

وروستۍ خبره:

که مو د ماشوم د نه خوب لامل مرض وي نو بیا د هغې علاج ته اړتیا ده. زیاتره وخت ماشومان د غاښونو د ودې څخه ډیر ځوریږي او له همدې امله نه ویده کیږي او دا په هر ماشوم کې طبیعي او عادي دي.

که د غاښونو له کبله د ماشوم ژړا ډیره او خوب کم شو، نو بیا ډاکتر ته رجوع وکړئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب